لاس رسیدونکی لینک

 
مشهوره ټیک ټاکره "سایکو ارباب" په پېښور کې له خپل کوره مړه موندل شوې
تازه خبر

مشهوره ټیک ټاکره "سایکو ارباب" په پېښور کې له خپل کوره مړه موندل شوې


پولیس وایي مشهوره ټیک ټاکره اؤ ماډله سایکو ارباب په پېښور کې د خپل فلیټ څخه په مرموز حالت کې مړه موندل شوې ده.

د پېښور د مچني ګیټ پولیس تاڼې یو چارواکي ولایت خان وي او اې ډيوه ته ویلي، د 22 کلنې پېغلې سایکو ارباب چې خپل نوم یې سیما ګل ؤ، مړی دوي ته د پېښور په ورسک روډ سیمه کې د هغې د فلیټ نه د جمعې په ورځ ترلاسه شوی دی.

د پولیسو په وینا مړی یې هسپتال ته منتقل کړی اؤ د پوسټ مارټم رپورټ ته انتظار کوي چې معلومه شي د هغې د مړینې وجه څه ده؟

پولیس وایي د سایکو ارباب د فلیټ نه یې مهم شواهد ترلاسه کړي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیس چارواکي ولایت خان په وینا د سایکو ارباب ورور یاسین هم ورته ویلي چې د هغه نوره کورنۍ په اسلام اباد کې میشت ده اؤ یوازې سایکو ارباب په پېښور کې اوسېدله.

د سایکو ارباب د ورور د وینا له مخې، هغه ته هم بل چا اطلاع ورکړې وه چې خور یې پخپل کور کې مړه پرته ده چې په دغه اطلاع یې ځان پېښور ته ورسولو.

یاسین اندېښنه ښودلې چې کیدای شي خور یې د کوم نشه یي توکي په خوړلو مړه شوې وي اؤ یا هم په طبیعي توګه یې ساه ورکړې وي خو هغه پولیسو ته ویلي چې دوي د هیچا سره کومه شخصي دښمني یا بدي نه لري.

سایکو ارباب چې یوه پښتنه پېغله وه په ټولنیزه رسنۍ ټيک ټاک یې میلینونه مینه وال لرل اؤ هغې په ټولنیزو رسنیو ټيک ټاک، فېسبوک اؤ انسټا ګرام د فعالیت تر څنګ په ځینو پښتو سندرو کې ماډلنګ هم کړی ؤ اؤ پخپله یې څو سندرې هم ویلې وې.

څرګنده دې وي، په پاکستان کې ټک ټاک، فيس بک او انسټاګرام د ځوانانو تر ټولو زیات کارېدونکي سوشل مېډیا پلیټفارمونه دي، چې د ساعت تېري ترڅنګ د کاروبار، مارکېټنګ، او د انفلوینسرانو لپاره د ګټې وټې مهمې وسیلې ګڼل کېږي.

مطبوعاتي رپوټونه ښيي چې په دې وروستيو کې د پاکستان دننه د ټولنیزو رسنیو د زیات استعمال له وجې، په ځانګړي ډول د نجونو او ځوانانو ترمنځ، د انټرنيټي جرمونو، بلیک مېلینګ، او د شخصي معلوماتو د افشا کېدو پېښې هم زیاتې شوې دي.

په تېرو کلونو کې د پاکستان بېلابېلو برخو کې داسې ګڼ شمېر پېښې ثبت شوې چې ځوانان د سوشل مېډیا له امله ځان وژنې ته اړ شوي، یا د انلاین تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

تېره اونۍ هم په بلوچستان کې يوه پاکستانۍ نژاده امريکايي څوارلس کلنه نجلۍ وژل شوې وه چې وروسته پوليسو د هغې د وژنې په تور ددغه وژل شوې نجلۍ پلار نيولی و.

پوليسو ويلي وو چې دغه جينۍ په سوشل میډیا د نامناسبو ويډيوګانو خپرولو له امله د هغې پلار وژلې ده.

خو په عين وخت کې د سوشل مېډیا د ودې له امله په پاکستان کې ګڼ شمېر کاروبارونه هم د ټک ټاک، انسټاګرام، او فیسبوک له لارې پراخه شوي، چې ځوانان یې د برانډنګ، اشتهاراتو، او آنلاین پلورلو ته هڅولي دي.

د پاکستان حکومت وخت په وخت پر سوشل مېډیا د سنسرشپ ګامونه اخیستي، چې پکې د ټک ټاک او ټویټر موقتي بندیزونه، د ځینو موادو حذف کول، او د یو شمېر فعالانو اکاؤنټونه بندول شامل دي.

د حکومتي سنسرشپ پر ضد د بشري حقونو سازمانونه او د سوشل مېډیا فعالان وخت په وخت نیوکې کوي، چې دا ډول اقدامات د اظهار ازادۍ ته زیان رسوي، خو حکومت بیا وایي چې دا ګامونه د ټولنیزو ارزښتونو او د خلکو د ساتنې لپاره اخیستل ضروري دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG