لاس رسیدونکی لینک

 
پولیس وایي د خوښې د واده لپاره پاکستان ته تللې امریکایي ښځه بېرته نیویارک ته روانه شوې
تازه خبر

پولیس وایي د خوښې د واده لپاره پاکستان ته تللې امریکایي ښځه بېرته نیویارک ته روانه شوې


د سیند صوبې د کراچۍ ښار پولیس چارواکي وایي د امریکا تابعیت لرونکې ښځه اونیجا اینډریو رابنسن بالاخره د جمعې په ورځ له پاکستانه ووتله او نیویارک ته روانه شوه. د پولیسو په وینا هغې له درېوؤ نیمو میاشتو ډېر وخت په پاکستان کې تېر کړی و.

رابنسن، چې ۳۳ کاله عمر لري، د تېر کال د اکتوبر په ۱۱ مه د خپلې خوښې د واده لپاره کراچۍ ته راغلې وه.

د ډان ویبپاڼې د رپورټ له مخې د کراچۍ د پولیسو د جنوب زون مرستیال مشر سید اسد رضا ویلي چې دغه ښځه بېرته امریکې ته روانه شوې ده.

هغه ډان ته ویلي "هغې د جناح روغتون څخه هوايي ډګر ته حرکت وکړ" د ده په وینا، د امریکا حکومت هغې ته ټکټ برابر کړی و، چې له مخې یې د شپې ۱۰:۴۰ بجې یې دوبۍ ته د ترانزیټ الوتنه درلوده.

د رپورټونو له مخې هغې د کراچۍ یو ۱۹ کلن زلمي ندال احمد میمن سره د ټولنیزې رسنۍ له لارې اشنایي پېدا کړې وه اؤ بیا وروسته هغه سره د واده کولو په خاطر ځان کراچۍ ښار ته رارسولی ؤ.

دعرب نیوز د رپورټ له مخې ندال احمد میمن نومې دغه ځوان وروسته وویل چې کورنۍ یې هغې سره د واده مخالفت کوي اؤ په دغه دلیل یې ځان له دغې ښځې پټ کړ اؤ تر اوسه یې هیڅ درک نه شته چې چرته دی؟

اونیجا رابنسن، چې د بېرته ستنېدو نه یې انکار کړی و، نزدې ۳۰ ساعته یې په دې وروستیو کې د میمن د اپارتمان مخې ته تېر کړي وؤ، خو بیا د "چيپا" پناه ځای ته ولېږدول شوه اؤ وروسته بیا په کراچۍ کې د جناح پوسټ ګریجویټ میډیکل سینټر د ذهني ناروغیو په خونه کې بستر کړل شوې وه.

پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو اؤ مطبوعاتو هغې پسې زیاتې پچموزې هم شوې وې اؤ خلکو یې د یو بل سره ویډیوګانې اؤ عکسونه د بیلابیلو تبصرو اؤ وړاندیزونه سره شریک کړي وؤ.

حتی په پښتونخوا کې خو ددغه ښځې پاکستان ته د راتګ په موضوع مزاحیه خاکې یا ویډیو کلیپونه هم جوړ کړل شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو باندې یو داسې سپین ږیری سړی هم ښودل شوی ؤ چې ویل یې که دغه امریکایي ښځه ورته پنځوس زره ډالر ورکړي نو تیار دی چې واده ورسره وکړي اؤ اؤ امریکا ته ورسره لاړ شي.

دغه بوډا سړي ویلي وؤ چې د سترګو نظر یې خراب دی اؤ که امریکایي مېرمنه یې له واده وروسته د ځان سره امریکا ته بوځي نو هلته به د خپلو سترګو علاج هم وکړي.

د محمد اسماعیل په نوم یو بل تن هم هغې ته د واده وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ خپل یو نوی کور یې جوړ کړی دی اؤ که دغه ښځه ورسره واده وکړي نو په دې نوي کور کې به یې ساتي.

یو بل دریم تن خو په ټولنیزو رسنیو تر دې حده ویلي وؤ چې د خپلې ښځې نه یې د دویم واده اجازه هم ترلاسه کړې ده اؤ که امریکایي مېرمنه اسلام قبول کړي نو هغه تیار دی چې واده ورسره وکړي.

په ټيک ټاک رسنۍ دوؤ پښتنو فعالانو د رباب اؤ منګي سره د دغه مېرمنې په موضوع یوه مزاحیه سندره هم ویلې وه اؤ د یادې مېرمنې سره واده کول یې د یو چانس یا فرصت په توګه یاد کړي وؤ.

د بشري حقونو ځېنې فعالانو بیا ددغه امریکایي ښځې په وړاندې خپل کړل شوی چلند یا رویه د سپکاوي وړ بللې وه اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی ؤ چې هغه باید په درناوي سره بېرته خپل هیواد ته واستوي.

د رابنسن قضیه هغه مهال مشهوره شوه، کله چې د "جعفریه ډیزاسټر منجمنټ سیل ویلفیر ارګنایزیشن" بنسټ ایښودونکي، ظفر عباس، دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې مطرح کړه. وروسته، د سیند صوبې ګورنر کامران خان ټیسوري په دې موضوع کې مداخله وکړه، پخپل سفارش یې د هغې د ویزې موده وغځوله او امریکا ته د ستنېدو لپاره یې ورته د یوې این جي او له لارې ټکټ برابر کړو خو هغې امریکې ته د ستنېدو نه انکار کړی ؤ.

په پای کې، د کراچۍ پولیسو پرېکړه وکړه چې د سیند حکومت له لارې مرکزي حکومت ته مراجعه وکړي، ترڅو د دې د ایستلو پروسه عملي شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG