لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان وايي، د صدر ټرمپ دا اعلان ستايي چې افغانستان کې پاتې شوې وسلې او سامانونه اوباسي
تازه خبر

پاکستان وايي، د صدر ټرمپ دا اعلان ستايي چې افغانستان کې پاتې شوې وسلې او سامانونه اوباسي


پاکستان وايي، د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د دغه اعلان ستاينه کوي چې نوموړي ويلي، افغانستان کې د امریکې پاتې شوې وسلې او نور سامانونه اوباسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان نن په شپږم مارچ اوونيزه خبري غونډه کې دغه خبره وکړه او پاکستان کې د نيول شوي داعش ترهګر په اړه یې د امریکا د ملي امنيت د مشاور لخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره د شوو ټيليفوني خبرو وويل، چې د امریکا صدر د پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅې ستايلي دي.

نوموړي وويل، د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، پاکستان به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا سره ملاتړ دوامداره ساتي، او د امریکايي صدر د افغانستان څخه وسلو او نورو سامانونو ويستلو د اعلان ستاينه یې وکړه.

صدر ټرمپ د فرورۍ په 26مه ويلي وو، د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.

له ټرمپ څخه پوښتنه شوې وه، چې ایا د بګرام پوځي اډه به بيرته ونیسي، هغه په دې اړه له کوم مشخص ځواب پرته ويلي وو، " فکر کوم موږ باید تجهیزات بېرته ترلاسه کړو. پیټ ته مې ویلي دي چې دا موضوع وارزوي. موږ د میلیونونو، لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت نوې وسلې پرېښودې. تاسو ګورئ چې هغوی (طالبان) یې هرکال نندارې ته وړاندې کوي".

صدر ټرمپ د خپلې کابېنې په لومړۍ غونډې کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته "777زره ټوپکونه او 70زره زغره وال موټرونه" د طالبانو لاسونو ته ورغلې دي. هغه ويلي وو، "فکر کوم دا باید بېرته ترلاسه کړو".

د امریکايي صدر څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وو، طالبانو دا وسلې په غنیمت کې نیولې او اوس یې د خپل هیواد د دفاع لپاره کاروي.

مجاهد د مارچ په دويمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې هیله ښودلې چې د هغه سلاکاران به د دغو وسلو په باب صدر ټرمپ ته سم او دقیق معلومات ورکړي.

خو ويلي یې وو، "هغه وسلې نیول شوي دي، هغه تیرې ادارې ته د دوی ترلاس لاندې ورکړل شوې وې، اسلامي امارت [طالبانو حکومت] په غنیمت نیولې او مونږ د دغو وسلو په مټ د هیواد ساتنه کوو".

پاکستان د صدر ټرمپ د افغانستان څخه د وسلو ايستلو د اعلان هرکلی په داسې وخت کې کړی چې، د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي یې وو، د دغو پوځي سامان الاتو شتون د پاکستان د امنیت او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی.

شفقت علي خان په 29مه جنورۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او پر دغه هیواد باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې په ګډون ترهګرې ډلې د دغو پوځي وسایلو څخه په ترهګرو بریدونو کې کار اخلي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG