د بلوچستان د سرحدي ضلعې کلاسيف الله روغتيايي چارواکي وايي، د پوليو وېکسين او حفاظتي ټيکې يو په بل پورې تړلې دي. وایي په ټولنه کې د وېکسين په اړه د پوهې له زياتولو سره به شته چېلنجونه او ستونځې هوارې شي.
د کلاسيف الله سيمې روغتيايي چارواکی د ضلعې ډي ايچ او ډاکټر تاج وي او اې ډيوه ته وايي، دلته په سيمه کې مېشت د افغان کډوالو ماشومانو د روټين او پوليو وېکسين پر يقيني کولو ډېر ټينګار کېږي.
د نوموړي په خبره سره له دې چې کډوالو ماشومانو ته په پوليو کمپېنونو او د روټين وېکسين پر مهال لومړيتوب ورکول کېږي، خو وایي ښار ته څېرمه په کچه ابادۍ کې مېشت افغان کډوال هم وېکسين مهم ګڼي او پر ټاکلي وخت خپل ماشومان وېکسين کوي:
"دا ښار ته څېرمه کچه ابادي ده، چې اوسېدونکي يې زياتره افغان کډوال يا موسمي خلک دي. په دې خلکو کې د وېکسين رجحان ډېر زيات دی، خو دوی ګيله من دي، د نورو ناروغيو لپاره چې سرکاري روغتون ته ورځي، له دوی د کارډ غوښتنه کېږي".
د ډاکټر تاج په وینا د سیمې په افغان کډوالو کې تر اوسه داسې انکاري مخې ته نه دي راغلي چې ماشومان يې له وېکسين پاته شوي وي.
ډاکټر تاج زياتوي، په ټولنه کې د ويکسين په اړه اوس هم د اړتيا وړ پوهه او مالومات نه شته، چې وایي دا د ويکسين په کار کې خنډ او ستونځې پیدا کوي.
د ده په وینا د پوليو او روټين ويکسين يو په بل پوري تړلي دي، بايد حکومت او اړونده ادارې دې ټکي ته پام وکړي:
"د پوليو او حفاظتي ټيکو په کار کې غټه ستونځه د پوهې نشتوالی دی، چې دا وېکسين د ماشوم په ژوند او روغتيا کې څومره مهم دي. تر څو چې د ټولنې لپاره په سکولونو، جوماتونو او بازارونو کې د وېکسين په اړه د پوهې پر زياتولو کار نه وي شوی، دا چېلنجونه به د پوليو مخنيوي پروګرام ملګري وي".
کلاسيف الله د مرکز کوټې په ختيځ کې د باديني له لارې له افغانستان سره پر پوله پرته ضلع ده، چې د افغان کډوالو او موسمي خلکو تر څنګ د کوچيانو د تګ راتګ مهمه لاره هم ده.
په روانه اګست مياشت کې په کلاسيف الله کې هم يو ماشوم پوليو شوی دی. په بلوچستان کې روان کال د پوليو شوو ماشومانو شمېر 12 ته رسېدلی دی.
Forum