په بلوچستان کې د ماشومانو د ناروغيو ماهر ډاکټر محمد حنيف وایي پوليو ناروغي که څه هم لاعلاجه ناروغي ده، خو د وېکسين له لارې یې مخنیوی ممکن دی. ميندې بايد له زېږېدو بيا تر پينځو کلونو د ماشوم د پوليو او نور وېکسين پوهه ولري. تفصيل د وي او اې ډيوه د خبريال رفيع الله مندوخېل په رپوت کې:
د بلوچستان د پوليس يو افسر وي او اې ډيوه ته وايي، پوليس عسکر د پوليو ګرځنده ټيمونو ته د وېکسين په وخت د امنيت يو ښه چاپيريال برابروي، او د دې ترڅنګ د انکاري خلکو په اماده کولو کې هم ورسره مرسته کوي. پوليو کارکوونکي بيا وايي له دې سره يې د کار معيار ښه شوی دی. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان د لورالای سيمې په ولسي روغتون کې د ماشومانو د ناروغيو ډاکټر وايي، پوليو يوه لاعلاجه ناروغي ده، خو مخنيوی يې يواځې په وېکسين ممکن دی. په روغتون کې د ماشومانو له وېکسين سره ميندو ته د وېکسين په اړه مالومات هم ورکول کېږي. رفيع الله مندوخېل په دې اړه رپوټ رالېږلی:
د بلوچستان په ږوب سيمه کې حکومتي چارواکي وايي، په صوبه کې پوليو کېسونو د زياتېدلو سبب د ماشومانو نه ويکسين کول دي. د ضلعې په ښاري او کليوالو سيمو کې د پوليو ضد کيمپېن دوام لري او له ميندو غوښتل شوي خپلو ماشومانو ته دې پوليو ضد څاڅکي ورکړي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان په شېراني ضلع کې د پوليو په اړه جوړ شوي سيمينار کې سياسي او قبايلي مشرانو هوډ کړی، چې د پوليو وايرس په ختمولو کې به د حکومت او صحت محکمې بشپړ کومک او ملاتړ کوي. دا سيمينار د پوليو په ضد د نهم ستمبر تر کمپېن وړاندې جوړ شوی دی. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان د سرحدي ضلعې کلاسيف الله روغتيايي چارواکي ډاکټر تاج وايي، د پوليو وېکسين او حفاظتي ټيکې يو په بل پورې تړلې دي. وایي په ټولنه کې د وېکسين په اړه د پوهې له زياتولو سره به شته چېلنجونه او ستونځې هوارې شي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان په شمالي برخه کې تر پوليو ضد کمپېن وړاندې د سيمې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو ترڅنګ له نورو سيمو راغليو کډوالو ته هم د پوليو او روټين وېکسين په اړه مالومات ورکول کېږي، چې په پوليو ضد کمپېن کې د ماشومانو وېکسين يقيني کړل شي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، له تېرو څو کلونو د معذورانو لپاره بوديجه نه ده ورکړل شوې، چې له امله يې د صوبې معذوران له ستونځو سره مخ دي، خو په ږوب سيمه کې بيا خيراتي ادارې الخدمت فاونډيشن د پوليو شوو په ګډون معذورانو ته وهيل چېرز ورکړي دي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د پاکستان د روغتيا د بېړنيو عملياتو د مرکز مشر انور الحق وايي، پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره راتلونکي د پوليو ضد کمپېنونه ګډ وکړي، ځکه چې وایي اغېزمن پوليو کمپېنونه د پوليو وايرس ختمولو يواځینۍ لاره ده او د کورنیو غفلت د ماشوم د معذورۍ سبب کېدای شي. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان د کلا عبدالله سیمې يو روغتيايي چارواکی ډاکټر هادي کاکړ وايي، د پوليو د پرله کېسونه رپوټ کېدل پاکستان پر نړيواله کچه له چېلنجونو سره مخامخ کوي. وایي د وايرس مخنيوی د ټولنې د هر فرد ذمه واري ده، او دوی دا ذمه واري د چېلنج په توګه منلې ده. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې:
په بلوچستان کې سږکال اووه ماشومان په ګوزڼ اخته شوي او په پاکستان کې يې شمېر نهه ته رسېدلی دی. په بلوچستان کې د ږوب تر څنګ په کلاعبدالله، چمن، کوټه او ډېره بګټي سيمو کې ماشومان پوليو شوي دي
د بلوچستان روغتيايي کارکوونکې وايي، په صوبه کې د پوليو مخنيوي په پروګرام کې د مېرمنو رول ډېر مهم دی، وایي مېرمنې د وايرس پر ضد د ماشومانو له وېکسين کولو سره سره په ټولنه کې د منفي پروپېګنډو مخه هم نيسي. په بلوچستان کې د جولای پر 19مه د پوليو اووم کېس رپوټ شوی. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د ټانک پولیسو مشر عبدالسلام خالد ویلي د برید پرمهال وسله والو سره د ډزو تبادله شوې او د بریدکوونکو پرضد اضافي نفري لېږل شوې
د بلوچستان په شمالي سیمو کې سلګونه ماشومانو ته په يو مېډيکل کېمپ کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول شوي. د بولان ميډيکل کالج د ډاکټرانو اتحاد وايي، هڅه کوي د اختر په رخصتۍ کې د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې ميډيکل کېمپونه جوړ کړي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
بلوچستان ته په اوړي کې زرګونه مالداره کډوال له ډېره اسماعيل خان او د پنجاب له ميداني سيمو سفر کوي. کډوال ماشومان پر لويه لار جوړ د ټرانزټ مرکزونو ترڅنګ په شمالي بلوچستان کې په خېمو کې هم ويکسين کېږي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په رپوټ کې:
د بلوچستان په مسلم باغ سیمه کې د مالګګۍ په نامه د افغان کډوالو د کمپ مشران وايي، د پولیو له واکسین پرته نورې روغتیايي اسانتیاوې نه لري دوی وايي په کيمپ کې يو ماشوم هم له پوليو قطرو انکاري نشته او ټول په خپل وخت ويکسين کېږي، خو د روغتيا نوري اسانتياوې نه لري، چې دا به د ويکسين پر کار منفي اغېز ولري.
نور کتل