د ماشومانو د روغتيا لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسيف د کوټې په بيوټمز يا ای ټي پوهنتون کې د عکسونو نندارتون جوړ کړی، چې پکې د پوليو په اړه عکسونه او هنري توکي نندارې ته وړاندې شوي. په دې اړه له کوټې د وي او اې ډيوه خبريال رفيع الله مندوخېل رپوټ رالېږلی:
د پاکستان د نورو صوبو ترڅنګ په بلوچستان کې هم د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن د دوشنبې په ورځ پيل شوی. په کيمپېن کې به اتلس لکه څلوراتيا زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. په کيمپېن کې اووه زره ګرځنده ټيمونه برخه اخلي چې ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد قطرې ورکوي.
د بلوچستان د صحت د بېړنيوعملياتو دفتر اي اوسي مشر سيد زاهد شاه وايي، چې د پوليووايرس له منځه وړلو لپاره د پاکستان او افغانستان چارواکو ته د همکارۍ ضرورت دی. هغه وویل هڅه کوي، چې به بشپړه توګه وايرس له صوبې ختم کړي، ځکه چې وايرس اوس هم موجود دی او په صوبه کې ماشومان په ګوزڼ اخته کوي
د بلوچستان د پوليو کارکوونکو د اتحاديې يو چارواکی قاسم خان وايي، په صوبه کې د کارکوونکو د هڅو په نتيجه کې اوس د زياتو کېسونو مخه نيول شوې ده دی وایي، حکومت بايد د پولیو سره د مبارزې په لاره کې د وژل شویو کسانو له کورنيو سره پر وخت او نوره هم مرسته وکړي.
د بلوچستان مرکز کوټې ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې چارواکي وايي، د پولیو پرضد روان کمپاین کې افغان کډوال ماشومانو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د کوټې د بلوڅي سټريټ اوسېدونکی نديم جان وايي، چې د دوی سيمې ته په هرکيمپېن کې پوليوکارکوونکي ورځي او ماشومان يې د پوليوپرضد ويکسين کوي. په خبره يې دوی ځکه له پوليو ټيمونو سره همکاري کوي، چې پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده او علاج يې نه کېږي
د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کمپېن د ګل یا دوشنبې په ورځ پيل شوی. په کمپېن کې به درويشت لکه ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځو کلونو پوري وي، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. کمپېن پرانيسته د بلوچستان د بېړنيوعملياتو په مرکز اي او سي کې د صوبې د صحت سيکرټري عبدالله خان وکړه.
له تېرو پينځلس کلونو راهيسې د بلوچستان په پوليو مخنيوي پروګرام کې د ګرځنده ټيمونو څارنه يا مانيټرنګ کوونکې عايشه وايي، د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې د کډوال ماشومانو د ويکسين کولو لپاره خېمو او جوګيو ته ورځي
د بلوچستان د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکي وايي، له يوې سيمې بلې ته د خلکو تګ راتګ هم د پوليو د مثبتو کېسونو د خپرېدلو سبب ګرځي دوی موسمي خلک د وايرس له مخې های رسک بلل کېږي، ځکه نو په کيمپېنونو کې لومړی د دې ګروپ ماشومان ويکسين کېږي. تفصیل رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
د بلوچستان په دوو ضلعو ډېره بګټي او سرحدي ضلع چمن کې تېره اوونۍ د کال لومړي د پوليومثبت کېسونه رپوټ شوي دي. دا په تېرو دریو کلونو کې لومړی ځل دی چې په صوبه کې مثبت کېسونه رپوټ کېږي. وروستی کېس په دوه زره يويشت کې په کلاعبدالله ضلع کې رپوټ شوی وو. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
د ږوب سيمې يو پوليو کارکوونکی نعيم الله خان وايي، چې دوی په سختو موسمونو او د ګڼو نورو ستونزو سربېره ماشومانو ته د پوليو ويکسين ورکوي. په کليوالو سيمو کې د کورونو په منځ کې فاصلې زياتي وي، خو د يوه ماشوم له ګوزڼ خوندي ساتل د دوی لومړۍ ترجيح ده. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په راپور کې.
د اجمل خان په نامه یو معذوره کس وايي، کوښښ کوي چې د واکسین له لیارې نور ماشومان له معذورتیا څخه وژغوري دی د کوټې کندهار ترمنځ پرې لویې لارې باندې ماشومانو ته واکسینونه ورکوي. د ډیوې له خبریال رفیع الله مندوخېل سره یې خبرې کړي.
نور کتل