لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په  بلوچستان کې روان کال د پوليو ضد کمپېنونو شمېر زيات شوی


د بلوچستان د پوليو د مخنيوي پروګرام چارواکي وايي، په روان کال کې د پوليو ضد کمپېنونو شمېر زيات شوی، ځکه چې وایي په صوبه کې دوه د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي دي.

د کوټې په ګډون په نور بلوچستان کې د پوليو ضد کمپېن راتلونکې اوونۍ تر سره کېږي، چې د هغه لپاره بشپړ تياری نيول شوی دی.

د صوبې د سرښار کوټې په ګډون په نورو ضلعو کې هم د راتلونکي کمپېن لپاره د کارکوونکو تربيت تر سره شوی چې راتلونکی د وېکسين کمپېن په ښه توګه ترسره شي.

د پوليو کارکوونکو ته تربيت ورکوونکی يا ټرېنر احسان الله وايي، له تېرو دوولس کلونو په پوليو مخنيوي پروګرام کې کار کوي. وایي د اپريل له نهه ويشتمې نېټې د پيلېدونکي کيمپېن لپاره ټول نارينه او ښځينه پوليو کارکوونکو ته تربيت ورکول کېږي:

"دا د نن ټريننګ د پوليو ټيمونو لپاره دی. دلته بېلابېل سټالونه لګېدلي دي. لومړی سټال له خلکو سره د رابطې په اړه دی. نور سټالونه بيا د ويکسين ورکولو، د ګوتې رنګولو، په ټېلي شيټ کې د ډيټا اچولو او وروستی پر دروازو د شمېرو ليکلو په اړه دی".

احسان الله زياتوي چې په بلوچستان کې د پوليو د مثبتو کېسونو او په چاپيريال کې د پوليو وايرس له رپوټ کېدلو وروسته د کارکوونکو ذمه واري نوره هم زياته شوې، چې په ښه او موثره توګه په کمپېن کې برخه واخلي او يو ماشوم هم له قطرو پاته نه شي:

"په صوبه کې د وايرس لېږد زيات دی، ځکه نو زموږ په تربيت کې پر دې ټکي زيات زور دی، چې په کمپېن کې لومړی د سکولونو، ديني مدرسو او کوچيانو ماشومان وېکسين شي. له پنجابه د کوچيانو يا ايچ آر ايم پي راتګ هم پيل شوی دی".

په روان کال کې په پاکستان کې رپوټ شوي دواړه مثبت کېسونه په بلوچستان کې دي، چې یو په چمن او بل په ډېره بګټي کې دی.

په کوټه کې د بلوچستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو د دفتر اي اوسي يو چارواکی ډاکټر نجيب مروت وايي، په صوبه کې له اړتيا سره سم د پوليو ضد کمپېنونه ترسره کېږي.

مروت وایي‌ په صوبه کې د پوليو له کېسونو رپوټ کېدو وروسته د کمپېنونو شمېر زيات شوی او راتلونکی کمپېن ايس اين ای ډي يا ځانګړی کمپېن دی. وایي د تېرکال په وروستيو کې په بلوچستان کې په چاپيريال کې د پوليو وايرس له رپوټ وروسته د کمپېن ترسره کولو پرېکړه شوې وه:

"په بلوچستان کې درې کاله وروسته د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي دي. مثبت کېسونو او په چاپيريال کې وايرس ته په پام سره په روان کال کې به شپږ د پوليوضد کمپېنونه ترسره کېږي او نور به له ضرورت سره سم ترسره کېږي".

په بلوچستان کې له نارينه وو سره سره ښځینه طبي کارکوونکو ته هم تر پوليو کيمپېن وړاندې تربيت ورکول کېږي او پوليو کارکوونکو ته هغه ټولې لارې چارې ور ښوول کېږي، چې په راتلونکي پوليو ضد کيمپين کې ترې کار واخیستل شي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG