لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د ويکسين په اړه د پوهې زياتولو لپاره د خبريالانو غونډه شوې


د سرحدي سيمې کلاعبدالله روغتيايي چارواکي وايي، د وېکسين په اړه د خلکو د پوهې په زياتولو کې مهم رول د رسنيو دی او په دې اړه بیا بیا د کمپېنونو او دیني عالمانو د خبرو په بنیاد رپوټونو د پولیو انکاریان کم کړي دي.

د سيمې د خبريالانو په رابلل شوې غونډه کې له خبريالانو غوښتل شوي، چې د ويکسين پر ارزښت او د پوليو ناروغيو په شمول د نورو ناروغيو په مخه نيولو کې د پوليومخنيوي پروګرام ملاتړ وکړي.

دا غونډه افغانستان ته څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې د روغتيا د بېړنيوعملياتو په سيمه يز دفتر ډي اي او سي کې جوړه شوې وه چې ورته د سيمې د ټولنيزو، چاپي او برېښنايي رسنيو خبريالان رابلل شوي وو.

د سيمې روغتيايي چارواکي وايي، په ټولنه کې خبريالان ډېر نفوذ يا اثر لري، که د پوليومخنيوي د پروګرام ملاتړ وکړي، د خلکو په ذهنونو کې د ويکسين په اړه د موجود د منفي پروپېګنډو مخه به ونيول شي.

د کلا عبدالله مرستیال ډي ايچ او ډاکټر فضل کاکړ وایي، په ټولنه کې د رسنيو ډېر اغېز وي، وایي د ويکسين اوونۍ يا اميونايزېشن ويک دوام لري له څلرويشتم اپريل تر دېرش اپريل پوري او پر نهه ويشتم اپريل د پوليو ضد کيمپېن پيل کېږي:

"خبريالان بايد په دې کې زموږ ملاتړ وکړي، خلکو ته د ويکسين په اړه معلومات ورکړي، ځکه چې رسنۍ په هر ځای کې کتل کېږي اورېدل کیږي، تېر ځل هم په کمپېن کې رسنيو زموږ ډېر ملاتړ کړی وو".

د کلاعبدالله په ډي اي او سي کې جوړې شوې په دې غونډه کې د رسمي رسنيو ترڅنګ د خواله يا ټولنيزو رسنيو استازو هم ګډون کړی، چې د روان روټين وېکسين په کمپېن او په راتلونکي د پوليو ضد کمپېن کې د صحت محکمې کومک وکړي.

د کلا عبدالله ځايي خبريال محمد مسعود اڅکزی وایي نه يواځې کوښښ کوي، بلکې دا یې عملي کړې هم ده چې د خپلو رسنيو په واسطه د ټولنې خلکو ته تر کمپېن وړاندې د ويکسين ورکولو پيغام ورسوي:

"لکه اوس چې پر نهه ويشتمه نېټه د پوليوضد کيمپېن پيلېږي. په چمن کې په دې وروستيو کې د پوليو مثبت کېس راغلی، چمن او کلاعبدالله ګاونډي ضلعې دي او د خلکو تګ راتګ هم زيات وي. موږ خلکو ته دا پيغام ورکوو چې خپل ماشومان وېکسين کړي او د پوليوضد دوې قطرې ورکړي".

د مرکز کوټې په شمال کې پرته کلاعبدالله د پوليو وايرس له پلوه د بلوچستان يوه له حساسه يا های رسک ضلعو ده. په تېرو کلونو کې د پوليو زياتره مثبت کېسونه په همدې کلاعبدالله ضلع کې رپوټ شوي وو.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG