لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په شلو ضلعو کې د پوليوضد کيمپېن پيل شو


د بلوچستان د صحت د محکمې چارواکي وايي، چې په کوټه، کلاعبدالله، چمن، پښين، ږوب، کلاسيف الله، بوري، حب، چاغي، دوکۍ، لسبېله، خضدار، نوشکي او مستونګ ضلعو کې د پوليوضد کيمپېن به په شپږو ضلعو کې د زياتي ګرمۍ له امله د جون پر اتمه نېټه پيلېږي
د بلوچستان د صحت د محکمې چارواکي وايي، چې په کوټه، کلاعبدالله، چمن، پښين، ږوب، کلاسيف الله، بوري، حب، چاغي، دوکۍ، لسبېله، خضدار، نوشکي او مستونګ ضلعو کې د پوليوضد کيمپېن به په شپږو ضلعو کې د زياتي ګرمۍ له امله د جون پر اتمه نېټه پيلېږي

د پاکستان د نورو صوبو ترڅنګ په بلوچستان کې هم د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن د ګل، دوشنبې په ورځ پيل شو.

په کيمپېن کې به اتلس لکه څلوراتيا زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي او په کيمپېن کې به اووه زره ګرځنده ټيمونه برخه اخلي چې ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

د بلوچستان د صحت د محکمې چارواکي وايي، چې په کوټه، کلاعبدالله، چمن، پښين، ږوب، کلاسيف الله، بوري، حب، چاغي، دوکۍ، لسبېله، خضدار، نوشکي او مستونګ ضلعو کې د پوليوضد کيمپېن به په شپږو ضلعو کې د زياتي ګرمۍ له امله د جون پر اتمه نېټه پيلېږي.

د بلوچستان د صحت د بېړنيوعملياتو دفتر اي اوسي مشر سيد زاهد شاه وايي، چې د پوليووايرس له منځه وړلو لپاره د پاکستان او افغانستان چارواکو ته د همکارۍ ضرورت دی. هغه وویل هڅه کوي، چې به بشپړه توګه وايرس له صوبې ختم کړي، ځکه چې وايرس اوس هم موجود دی او په صوبه کې ماشومان په ګوزڼ اخته کوي.

سید زاهد شان وویل د پوليومخنيوي په کار کې تر ټولو لويه لاس ته راوړنه دا ده، چې پاکستان او افغانستان په يو وخت يا سينکرونايزډ یا په هم اهنګۍ کيمپېن وکړي. موږ پرله پسې هڅه کوو، چې وايرس ختم کړو. کوم چا چې د پوليومخنيوي په کار کې بې غوري کړې او خپل کار يې له پامه غورځولی، هغه له دندې ګوښه شوي دي. "موږ هڅه کوو چې د کيمپېنونو او روټين ويکسين له لارې ماشومان له پوليوناروغۍ خوندي کړو."

په بلوچستان کې له پوليوويکسين څخه د انکاري خلکو پر اماده کولو ډېر زيات کار کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسيف او کامنيټ ادارې کارکوونکي د ديني عالمانو او قبايلي مشرانو په مرسته انکاري خلکو ته د ويکسين د اهمیت په اړه مالومات ورکوي.

په کوټه کې د پوليومخنيوي پروګرام يو چارواکی خالد کاسی وايي، تر پوليوکيمپېن وړاندې او وروسته ځيني غونډې او سيمينارونه جوړېږي، چې له برکته يې اوس د انکاري يا رفيوزل خلکو شمېر ډېر راټيټ شوی دی

خالد کاسی وايي "د سياسي خلکو، قبايلي مشرانو او ديني عالمانو له زموږ سره بشپړکومک دی. د مذهبي انکاري خلکو لپاره له موږ سره د نړيوالو ديني عالمانو فتوا شته او د منفي خبرو لپاره پښتانه او بلوڅان ډاکټران راسره دي، انکاري خلکو ته د ډاکټرانوتحقيق ورښکاره کوو."

په بلوچستان کې د پوليو ضد اوسنی کيمپېن په داسي حال کې پيل شوی چې په صوبه کې په تېرو پينځو مياشتو کې درې د پوليو مثبت کېسونه په ډېره بګټي او سرحدي سيمو چمن او کلاعبدالله کې رپوټ شوي دي.

تېره اوونۍ په بلوچستان کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې هم د پوليو وايرس موندل شوی وو>

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG