لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پوليو وايرس سره د پاکستان جګړه دېرش کلنه شوه، وايرس لا هم ماشومان معذوره کوي


په پاکستان کې د پوليو وايرس خلاف جګړه په 90مه لسيزه کې پيل شوې او لاهم روانه ده. په پاکستان کې په تېزۍ سره د خپرېدونکي وايرس پوليو د کېسونو شمېر د روان کال په نهه مياشتو کې 23 ته رسېدلی، او تر ټولو زيات کېسونه د پاکستان په جنوب لويديځه صوبه بلوچستان کې رپوټ شوي، چې شمېر يې پينځلس ته رسېدلی دی.

د پاکستان وروستی د پوليومثبت کېس د خيبرپښتونخوا په کوهاټ دره ادم خېل سيمه کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ رپوټ شوی، چې يو د لسو مياشتو ماشومه پوليو شوې ده. خو په بلوچستان کې بيا د سيپټمبر پر 25مه په پښين سيمه کې يو دوه نيم کلن ماشوم پوليو شوی دی.

په پاکستان کې روان کال د پوليو مثبت کېسونه:

په پاکستان کې روان کال د پوليو 23 مثبت کېسونه رپوټ شوي دي، په بلوچستان کې 15، په پښتونخوا کې دوه، په سیند کې څلور، په پنجاب او اسلام اباد کې يو يو ماشوم پوليو شوي دي.

تېرکال په پاکستان کې د پوليو شوو ماشومانو شمېر شپږ وو، په بلوچستان کې يو کېس هم نه وو راغلی، خو دوه نيم کاله وروسته په بلوچستان کې لومړی د پوليوکېس رپوټ شو.

په بلوچستان کې تر ټولو زيات کېسونه افغان پولې ته څېرمه په کلاعبدالله کې رپوټ شوي، چې شمېر يې شپږ ته رسېدلی دی.په بلوچستان کې د پوليو مثبت کېسونه په کلاعبدالله، چمن، پښين، کلاسيف الله، کوټه، ږوب، بلوڅ مېشته سيمه جهل مګسي او ډېره بګټي کې رپوټ شوی دي.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام:

په پاکستان کې د پوليومخنيوي پروګرام په کال 1994م کې پيل شوی او له وايرس سره د دې هيواد جګړه درې لسيزې ته رسېدلې، خو په بشپړه توګه وايرس لا هم د هيواد په ګوټ ګوټ کې ماشومان معذوره کوي.

د پوليومخنيوي پروګرام د وژل شوې وزیراعظمې بينظير بټو په واکمني کې پيل شو، چې هغه مهال د مثبت پېښو شمېر شاوخوا شل زره وو، خو اوس د ګوتو شمېر ته کېسونه راټيټ شوي، چې دا روغتيا پوهان لاسته راوړنه ګڼي.

د پوليو وايرس په مخنيوي کې ستونزې:

امنيتي چېلنجونه او خطرونه، د ويکسين پر ضد منفي تبليغات، ناسم پوهاوی، مذهبي او ټولنيز مخالف، لرې پرتو سيمو ته نه لاسرسی، د ميندو او پلرونو بې غوري او نور عمده لاملونه دي، چې د پوليومخنيوي پروګرام په مخ کې خنډ او له لسيزو يې مل دي.

پوليو وايرس يوازې په پاکستان او افغانستان کې:

پاکستان او افغانستان د پوليو وايرس له پلوه په ختيځ ميډيټرينين هيوادونو کې شامل شوي او په نړۍ کې همدا دوه اسيايي هيوادونه دي، چې پوليووايرس پکې شتون لري.

پاکستاني چارواکي ځيني وخت په ګاونډي افغانستان کې د وايرس شتون او پر پوله دخلکو تګ راتګ د وايرس د لېږد لامل ګڼي. په بلوچستان کې هم په هغه سيمو کې زياتره پېښې رپوټ شوې، چې افغان پولې ته څېرمه دي.

د پاکستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو د مرکز يا نېشنل اي او سي مشر (پخواني پوځي کپتان) انوارالحق وي او اې ډيوه ته ويلي، چې پاکستاني او افغان روغتيايي چارواکي (اي او سيز) پر دې سلا شوي، چې د روان کال پاتي کېمپونه سينکرونايزډ يا په يو وخت وکړي، د دې ترڅنګ په روانه سيپټيمبر مياشت کې د پوليوضد کيمپېن هم په پاکستان او افغانستان کې په يو خت ترسره شوی وو.

د بلوچستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو د مرکز يا اي او سي بلوچستان مشر انعام الحق وي او اې ډيوه ته په يوه مرکه کې ويلي، چې په تاريخي توګه د کوټه بلاک سيمې کوټه، پښين، کلاعبدالله او چمن د پوليووايرس له پلوه حساسه سيمې پاتي شوې دي. په ټولنه کې ويکسين په اړه د زغم نشتوالی د وايرس د وجود مهم لامل دی. ډېره موده په بلوچستان کې د پوليوکېس نه وو رپوټ شوی، ځکه نو کارکوونکو په کار کې بې غوري وکړه، چې په نتيجه کې يې پرله پسې مثبت کېسونه رامنځته شول:

"د پوليووايرس نور ډولونه له منځه وړل شوي، خو يوازي دوه ډوله وايرس اوس هم په چاپيريال کې وجود لري. په صوبه کې له ويکسين د انکاري والدينو شمېر هغه د پخوا په پرتله ډېر راټيټ شوی دی. بشپړه کلی، محله يا کوڅه چې به له ويکسين انکاري وه، خو اوس داسي نه ده. په کومو سيمو کې چې اوس هم له ويکسين انکاري خلک شته، هلته د ويکسين په کار کې غټ چېلنج همدا دی".

بل لور د افغانستان د پوليومخنيوي پروګرام پخوانی مشر ګلاخان ايوب بيا وي او اې ډيوه ته وايي، چې تېرکال په افغانستان کې د پوليوشپږ مثبتې پېښې رپوټ شوې، چې ټولې په ننګرهار ولايت کې رپوټ شوې، خو سږکال يې شمېر زيات دی. البته په ننګرهار کې له يو کال راهيسې کوم ماشوم نه دی پوليو شوی:

"په افغانستان کې روان کال د پوليو نولس مثبتې پېښې رپوټ شوې دي. يوازي اوولس مثبتې پښې بلوچستان ته څېرمه د هيواد په سوهيلي حوزه کندهار، هلمند او اورزګان په ولايتونو کې رامنځته شوې دي. پوليو وايرس پوله نه پېژنې او دواړو غاړو ماشومان فلج کوي. د پوليو مخنيوي پروګرام د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو په مالي لګښت چلېږي، که په سمه توګه مديريت شي، وايرس به له غبرګو هيوادونو پاک شي".

د سيپټيمبر پر شپږويشتمه د بل اينډ ميلنډا ګېټس فاونډېشن مشر بل ګېټس له صدراعظم شهباز شريف سره په امريکا کې د ليدنې پرمهال هوډ کړی، چې له پاکستانه د پوليووايرس په بشپړه توګه د له منځه وړلو او د پوليوکارکوونکو د بشپړامنيت ساتلو لپاره به شته ټولې وسيلې په کار واچوي.

روغتيايي کارپوهان وايي، چې پوليووايرس له يوې سيمې بلې ته لېږدېدونکی وايرس دی، او يو د پوليو اغېزمن ماشوم په شاوخوا کې دوه سوه نور ماشومان اغېزمن کولای شي. پوليو وايرس د تنکي ماشومانو اعصابي نظام فلج او اندامونه يې کاره اچوي. که څه هم د ناروغۍ علاج نشته، خو البته د پوليوضد دوې قطرې د وايرس مخه نيولای او ماشومان خوندي کېدلای شي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG