لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ: پاپوا نیوګیني افغانستان ته ۹۶ ټارګټ وټاکلو


د کرکټ شل آوریزه نړېوال کپ لوبو کې دا مهال افغانستان د پاپوا نیوګیني سره لوبه کوي چې په اول میدان کې پاپوا نیوګيني افغانستان ته د شپږ نېوي (۹۶) ټارګټ وټاکلو.

پاپوا نیوګیني په نوولس آوورونو او پنځو بالونو کې پېنځه نیوي (۹۵) منډې جوړې کړې او ټولې وېکټې یې وسوځېدلې.

اوس به افغانستان ته په کم از کم شل آوورونو کې ۹۶ منډې جوړول وي چې دا لوبه وګټي او بل پړاو (سوپر۸) ته خپل تګ یقیني کړي.

دا لوبه په ټرینیډاډ او ټوباګو هېواد کې، د کابل په وخت د جمعې ورځې سهار په پنځو (۵) بجو او د پاکستان په وخت د سهار په پنځه نیمو (۵:۳۰) بجو پیله شوه.

افغانستان تر اوسه په ګروپي لوبو کې دوه لوبې کړي – یوه د یوګنډا او بله د نیوزیلنډ په وړاندې – چې دواړه یې ګټلي او په څلورو پواینټونو سره په سي ګروپ کې پس د وېسټ اېنډيز، په دویم نمبر دی.

پاپوا نیوګیني تر اوسه دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللي او دا یې درېیمه لوبه ده.

بل اړخ ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ورلډ کپ سیالیو په لړ کې دوه نورې لوبې هم وشوې چې په اوله کې یې بنګله دېش نېډزرلېنډز ته د پنځه ویشتو (۲۵) رنزونو په توپیر ماتې ورکړه. دې لوبه کې بنګله دېش په شلو اوورنو کې ټولټال ۱۵۹ رنزونه وکړل، خو نیډرلېنډز ونکړی شول چې د ۱۶۰ هدف ته ځان ورسوي، بلکې شل اوورونو کې یې صرف ۱۳۴ منډې وکړې.

همدا شان د زیارت ورځې په دویمه لوبه کې، د عمان او اېنګلېنډ لوبډلو یو بل سره مقابله وکړه چې په کې عمان ۴۸ منډې هدف وټاکلو او اېنګلېنډ وکړی شول چې په څلورم اوور کې هدف ته ورسیږي او د پنځوسو منډو په جوړولو او اته وېکېټو سره عمان ته سخته ماتې ورکړي.

د افغانستان او پاپوا نیوګیني ترمنځ د نننۍ لوبې تازه حال به وروستو تاسو سره شریک کړو.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG