لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بهر مېشتو پاکستانیانو پیسې سیاسي ګېټۍ جوړه شوې


پاکستان نزدې ۱۳۰ اربه ډالره پور یا قرض لري او په روان کال کې یې د بجټ خساره ۷.۲ کهربه روپۍ (۲۵۸ اربه ډالر) ښودې وه. (فایل فوټو)
پاکستان نزدې ۱۳۰ اربه ډالره پور یا قرض لري او په روان کال کې یې د بجټ خساره ۷.۲ کهربه روپۍ (۲۵۸ اربه ډالر) ښودې وه. (فایل فوټو)

په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو لخوا خپل هېواد ته هر کال په اربونو ډالرې لېږل اوس په یاد هېواد کې په سیاسي جوړجاړي کې د تلې د درنولو او په حکومت د فشار اچولو لپاره کارول کېږی.

د حکومت په ضد په پارلېمان او سړکونو یا بازارونو کې احتجاجونه او د مېډیا د لارې په حکومت باندې د نیوکو کولو د پخوانیو لارو چارو تر څنګ، په پاکستان کې د مخالف سیاسي ګوند، تحریک انصاف، بندي مشر او پخوانی وزیر اعظم عمران خان د پاکستان کمزوری اقتصاد د اوسني حکومت ټیز رګی ګڼي، او د تېرې څه مودې راسې په بهر کې د مېشتو پاکستانیانو خپلو کورنیو ته د پیسو د لېږدونې چارې یا (رېمېټنسېز ) د حکومت سره د معاملو سمولو لپاره ( په سیاسي لوبه ) کې د ګېټۍ په توګه کاروي.

د عمران خان خور علیمه خان د تېر خالي/شنبې په ورځ اعلان وکړو چې ورور یې په بهر کې په مېشتو پاکستانیانو غږ کړی چې د اتوار/يکشنبې نه به پاکستان ته پیسې لېږل ودروي ځکه چې حکومت د ښاغلي خان غوښتنې منلو کې ناکامه شوی دی.

د علیمه خان د یاد اعلان وروسته حکومت او تحریک انصاف په اسلام اباد کې خبرې پېل کړي خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې ایا د خبرو پېلولو وروسته، د بهر نه پاکستان ته د پیسو نه لېږلو په اړه د عمران خان وینا تر اوسه په ځای ده او که نا؟

بهر مېشتي پاکستانیان خپل هېواد ته څومره پیسې ورلېږي؟

د نړیوال بېنک د شمېرو تر مخه، په روان کال کې بهر مېشتو پاکستانیانو خپلو کورنیو ته تر اوسه ۳۳ اربه ډالره ورلېږلي دي. دا هغه پیسې دي چې په قانوني توګه پاکستان ته د بهرنیو هېوادونو نه پاکستاني وګړو استولې دي. په دغو کې هغه پیسې شمار نه دي چې په غېر قانوني توګه د یو کال په موده کې پاکستان ته لېږل شوي دي.

په بهر کې مېشت پاکستانیان بېرته په هېواد کې خپلو کورنیو سره د مالي مرستو لپاره پیسې لېږي. ځېنې کورنۍ ګڼي چې بهر مېشته پاکستانیانو ته د عمران خان لخوا د پیسو نه لېږلو اعلان ګورې که په پورا ډول عملي شي ځکه چې په پاکستان کې کورنۍ او خپل خپلوان د نغري خرڅیو لپاره بهرنیو پیسو ته اړتیا لري.

ضېاالدین د پېښور ښار اوسیدونکی دی او پہ مالګو منډۍ کې د قیمتي کاڼو کاروبار کوي، هغه واېي د کرونا وبا ورسته يې کاروبار کمزوری شوی او اوس په بهر کې مېشت وروڼه یې د کور خرڅې ورلېږي.

” زما الحمدو اللہ دوہ درې وروڼه بھر دي ھغوی هرہ میاشت زمونږ‎ د ماشومانو د ایجوکیشن دپارہ، د مشرانو د علاج دپارہ چې زمونږ‎ کار خراب دی نو ھغوی مونږ‎ ته رېمېټنسېز رالیږ‎ي. ماتہ دا امکان نہ ښکاري پي ټي اېي چې کوم کال ورکړ‎ی دی چې رېمېټنسېز دې فارنرز نه رالېږ‎ي کامیاب شی، د خلکو ټول ضرورتونه پدې وي. “

اقتصاد پوهان واېي په بهر مېشتو پاکستانیانو کې په څلورو کې نزدې یوه برخه پښتانه دي. دوی او نور پاکستانیان اکثره د خلېجي، عرب، اروپايي هېوادونو او امریکا څخه خپل هېواد ته پیسې ورلېږي. په پاکستان کې د ګرانۍ په کچه کې د ورستي کموالي یو علت د بهرنیو هېوادونو نه پاکستان ته د پیسو لېږل هم ښودل شوی وو.

اقتصاد پوھان وایې د پاکستان د اقتصاد لویه اډانه د بهر نه هېواد ته د پاکستانیانو د پیسو په استولو ولاړه ده.

ډاکټر کاشف سعید، د پېښور پوهنتون کې د اقتصاد/معاشیاتو د څانګې استاد وايي:

” زیاتره رېمېټنسېز ھغوی لګوي خپل بېسک نیډز باندي نو ھغہ نیډز خو بہ ھغوي پورا کوي پہ ھر صورت باندي نو اوس بہ دا کتلي شي چې دا بہ کامیابیږ‎ي کنہ خو دا دہ چې خلک بہ خپل ضرورتونہ پورا کوي ون وي ار اندر وي رېمېټنسېز باندی بہ ی پورا کوي“.

د پاکستان اقتصادي کمزورتیاوې:

پاکستان نزدې ۱۳۰ اربه ډالره پور یا قرض لري او په روان کال کې یې د بجټ خساره ۷.۲ کهربه روپۍ (۲۵۸ اربه ډالر) ښودې وه. بېلابېل حکومتي شمېرې ښي چې پاکستان به د اګست ۲۰۲۴م نه تر جولايي ۲۰۲۵م پورې ۳۰ اربه ډالره د قرضو په بېرته ورکولو خرڅ کوي.

اقتصاد پوهان وايي په روان کمزوري اقتصاد او د چین، سعودي عرب او اماراتو په ګران بیعه قرضونو کې ګېر پاکستان لپاره، د بهرمېشتو پاکستانیانو خپل هېواد ته هره میاشت د نزدې دوه نه تر درې اربه ډالر لېږل په حکومت د ولسي دباو کچه یو ډول کموي ځکه چې د ډېرو کورنیو د لګښتونو وسیله بهرنۍ پیسې دي.

د مخالف ګوند، تحریک انصاف، بندي مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان په اړه مېډیا کې اکثره دا رپوټونه راځي چې نوموړی بهر مېشتو پاکستانیانو کې مقبولیت لري او کېدای شي هم دغه یوه وجه وي چې عمران خان غواړي په بهر کې خپل پلویان په باور کې واخلي او حکومت سره په خبرو او جوړجاړي کې د پاکستان د کمزوري اقتصاد نه ګټه واخلي.

البته دا معلومه نه ده چې ایا د هغه بهرني پلویان دې ته تیار دي چې د عمران خان په وینا خپلو حاجتمندو کورنیو ته د پیسو لېږلو نه انکار وکړي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG