لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان کې واکمنو طالبانو اړيکو خرابېدو غټه وجه ټي ټي پي که نور څه؟


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدنه کې ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوازینۍ ستونزه د تحريک طالبان پاکستان هلته موجودګي او د پولې د پولې غاړې افغانستان څخه پاکستان کې ترهګري کېدل بللي دي. دغه خبره په ليدنه کې يو ګډون وال د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته کړې ده.

خو د سياسي چارو افغان څيړونکي وايي، په وروستيو کې د پاکستان سره د طالبانو اړيکې ترېنګلې کېدو لوی علتونه د طالبانو هند او چين سره اړيکې پراخه کېدل، په ډېورنډ کرښه نښتې او د افغان کډوالو خپل هېواد ته په زوره ستنول دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منېر د تحريک طالبان پاکستان موجودګي او د پولې بل اړخ نه پاکستان کې بريدونه د افغانستان سره د کړکيچ يوازځينې لامل بللی دی.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

خو د سياسي چارو څيړونکي د دواړو هېوادونو ترمنځه د اړيکو خرابېدو علت د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د ډېورنډ کرښه په رسميت د نه پېژندلو ترڅنګ نور يو شمېر عوامل بولي.

د سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ وايي، "د واخان په کوريډور کې دوی [پاکستان] خپله برخه غواړي چې مونږه ته هلته لاره راکړئ چې د تاجکستان سره زمونږه لاره جوړه شي، په افغانستان کې د معدنياتو قراردادونه چې د چين او نورو هېوادونو سره کېږي دوی پکې غوښتنې لري، د افغانستان په خارجي سياست کې د دوی لاس وهنې يعنې هندوستان سره افغانان نږدې نشي، نو زه ويلې شم چې تنها د ټي ټي پي د جګريزو حالاتو دا يوه بهانه ده د پاکستان ارمي او استخباراتو ته".

د نړيوالو چارو کاپوهان وايي د پاکستان له خوا د خرابو اړيکو علت ټي ټي پي ښودل کېږي خو د پاکستان له خوا افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنول او د افغانستان سره په تجارت کې رامنځته شوي خنډان هغه عوامل دي چې د دواړو هېوادونو اړيکې یې اغېزمنې کړي دي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر عبدالشکور وايي، "د پاکستان له خوا کېدای شي دا يوه مسله وي نن سبا، د افغانستان له خوا نورې داسې مسلې شته لکه د افغان کډوالو مسلې دي، د افغان طالبانو په رسمي توګه يا غېر رسمي توګه د منلو مسلې دي، بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځه د تجارت په اړه په څيزونو ټېکسونه لګول دي، او بيا پاکستان په افغانستان کې بمبارۍ هم کړي دي او په بارډر هم مسلې ډېرې زياتې شوي دي".

افغان طالبانو تېر کال د سمبر په 24مه ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي دي، طالبانو دغه بريد غندلی او د بدل اخستو یې ويلي وو.

پاکستان تراوسه په رسمي ډول د افغانستان په خاوره کې د بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت منلې وه، چې د افغانستان سره په پوله یې ځینې پېښې شوې وې۔

د دسمبر په 28مه د طالبانو د دفاع وزارت ويلي وو چې د ډيورنډ پولې بلې خواته يې په څو نکتو کې د هغو عناصرو او د دوی ملاتړ کوونکو په مرکزونو انتقاماً بريدونه کړي د کومو څخه چې په افغانستان کې بريدونه تنظيميدل.

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي که پاکستان دعوه کوي چې ټي ټي په افغانستان کې شتون لري بايد طالبانو ته يې کره شواهد ورکړي.

د سياسي چارو افغان څېړونکی عزيزالله معارج وايي، "تا خو په ډيورنډ کرښه اغزن تار لګولې دی او بيا دواړو اړخونو ته عسکر هم ناست دي نو دا (ټي ټي پي) څنګه راځي او څنګه بيا درځي؟ که چېرې ته دا دعوه کوې چې ټي ټي پي په افغانستان کې ده ته خو دې کې يو ثبوت ورکړه او وښايه چې کوم ځای کې ده چې طالبان ورشي او هغه ځای کې عمليات ورکړي او له منځه يې يوسي او که نه يې اوړي نو بيا په نړيوال سټېج کې ووايه بلکل طالبان ملامت دي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وړاندې څو ځله ويلي، چې افغانستان کې واکمنو طالبانو ته یې په دغې اړه شواهد ورکړي دي، خو کوم ځای یې نه دی ياد کړی.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د داعش ډله د "فتنه ګرو وحشي ګروپ" په نوم ياده کړې او ويلي يې وو، د "مينځه یې وړې" ده. د طالبانو وياند دعوه کړې وه، د دغه ګروپ د پاکستان بلوچستان صوبه کې "د داعش له مرکزونو څخه مستقيما رهبري کېده".

له دغې وړاندې طالبانو د ستمبر په مياشت کې هم دغه ډول دعوه کړې، خو د پاکستان د بلوچستان صوبې حکومت دغه دعوه رد کړې وه.

(خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شريک کړي)

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG