د امنيتي چارو څېړونکي وايي که څه هم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي ) ته د عصري وسلو ترلاسه کېدو سره د پاکستان د امنيتي ادارو ستونزې سېوا شوي خو پاکستان کې د ناامنۍ پېښو کې د زياتوالي لویې علت د وسلو والو ډلو په اړه د پاکستان خپله تګلاره ده ۔
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند روانه اونۍ ويلي چې افغانستان کې د امريکې پاتې شوې عصري وسلې اوس تحريک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې پاکستان کې د ترهګريز بريدونو دپاره استعمالوي چې دا د پاکستان د امنيت دپاره د ژورې اندېښنې سوب دی۔
خو په افغانستان واکمنو طالبانو په افغانستان کې امریکايي وسلو او الاتو ته د وسله والو ډلو د لاس رسي دعوې ردې کړي او ویلي يې دي چې دا وسلې او الات په خوندي ډول ذخیره شوي۔
پاکستان پرله پسې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګريز يدونه سېوا شوي او د بهرنيو چارو وزارت ترمخه په دغه بريدونو کې وسله وال د امريکې نه پاتې وسله کاروي۔
پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکی پروفیسر ډاکټر سید عرفان اشرف ډیوه ته وایي ټي ټي پي ته چې کومه وسله په لاس ورغلې ده هغه په ریښتیا هم د پاکستان د پوځ اؤ پولیسو په زیان ده.
خو نوموړی وایي "دا دريځ کمزوری دی چې د هغې وسلې له وجې طالبان بريالي کېږي او د پاکستان پوځ په شا روان دی، نه دې کې د پاکستان د پوځ خپلې تګلارې دي، طالبانو د پاره نرمه ګوشه ده، د طالبانو خلاف کاروايۍ چې کومې دي هغه پياوړې کول نه دي او هغه وسله د بهانې په توګه کارول کېږي"
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ترجمان شفقت علي خان د جنورۍ په 29 مه ویلي چې افغانستان کې د امریکې پاتې شوې وسلې ټي ټي پي او نور ترهګر تنظیمونه پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره استعمالوي او دا ستونزه پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو سره شریکه کړې ده۔
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان حمدالله فطرت د افغانستان ملي ټيلي ويژن ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې ويلي د امريکا پاتې وسلې او پوځي الات خوندي کړل شوي دي او هیچاته د دغو وسلو او الاتو څخه د ناسمې استفادې اجازه نشته۔
د سياسي چارو افغان څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګېدو وروسته څنګه ټي ټي پي پاکستان ته داخلېدلی شي، دوی وايي پاکستان دا تورونه په طالبانو د فشار لپاره کاروي۔
د سياسي چارو افغان څېړونکی ډاکټر شیر حسن حسن ډیوه سره خبرو کې وایي"طالبان چې کله د بهرنیانو په ضد یا د جمهوریت په وړاندې جنګېدل نو پاکستان ورسره مرسته کوله اؤ دا مرسته په دې امید وه چې ګنې طالبان به د دوي تابع وي خبره به یې مني.
خو هغه وایي اوس چې افغان طالبان خپلې ګټې پېژني د پاکستان د هیلو مطابق د پاکستان په غوښتنو عمل نه کوي نو پاکستان پرې بیلابیل تورونه لګوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د جنورۍ په 13مه ويلي وؤ چې په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون او د پولې بل اړخ نه پاکستان کې بريدونه د افغانستان سره د کړکيچ يوازځينې لامل دی۔ خو افغان طالبانو داسې ډول تورونه تل رد کړي دي۔
د امنيتي چارو څېړونکي وايي افغان طالبان د خپلې نظريي پر اساس تحريک طالبان پاکستان د خپلو فعاليتونو څخه نشي منعې کولی ۔
پېښور کې خبريال او د امنيتي چارو څېړونکی ښاغلی رفعت الله اورکزی وایي ،د ټي ټي پي د ایجنډې نه افغان طالبان اخلاقاً انکار نه شي کولی.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ټي ټي پي افغان طالبانو ته وایي"تاسو سره خو مونږ دې شرعيت او دې امارت دپاره شل کاله وجنګېدو او مونږ دا(شریعت اؤ امارت) په پاکستان کې غواړو نو افغان طالبانو ته په اخلاقي توګه دغه ایجنډې سره اختلاف ګران دی"
رفعت الله اورکزی وایي ټي ټي پي د پاکستان نه غوښتنې لري چې د پخوانۍ فاټا د انضمام پرېکړه باید بېرته واخلي اؤ دوي ته دې د وسلو سره قبایلي سیمو ته د ورتګ لاره خلاصه کړل شي چې دا غوښتنې منل د پاکستان لپاره ګرانې دي.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 19مه د بایډن په انتظامیې نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې بایډن د افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د انخلا نه پس، هغه هېواد کې "په بلینونو ډالر" پوځي سامانونه پرېښودي دي۔
نوموړي ويلي و د افغانستان سره راتلونکې مالي مرسته به د طالبانو د مشرانو له خوا د امریکې د پوځي الاتو بیرته ستنولو پورې اړه ولري۔
Forum