د امریکې د انصاف وزارت د بیان ترمخه، د اېف بي ايي سره مرکه کې شریف الله اعتراف وکړو چې د کراکس هال ځینې حمله کوونکو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و او د ګرفتار شویو کسانو څخه يې دوه هغه کسان پېژندل چې د کلاشنکوف چل يې ورته ښودلی و
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د امریکې د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې د شریف الله د ګرفتارۍ اعلان وکړو او د پاکستان شکریه يې ادا کړه چې د وسله وال په ګرفتارۍ کې یې مرسته کړې ده
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله نن په پينځمه مارچ يو ځل بيا نښته پيل شوې، د دواړو خواو نه سپکې او درنې وسلې کاريږي، پاکستاني لوري ته د تورخم باچا مينې ځايي خلک وايي د ډزو له امله خوندي ځايونو ته د منتقل کېدو په هڅه کې دي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وو، د تورخم په پوله ډزو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته نښته تاييد کړې او وايي په تازه نښتو کې درې د پاکستاني اېف سي ځواک عسکر ژوبل شوي دي، يو ځايي تن د ځان خوندي کولو په هڅه کې د زړې دورې له امله مړ شوى او دوه نور عام خلک ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د افغان حکومت سره خبرو دپاره مو په صوبايي کچه د مذاکراتو دپاره جرګه جوړه کړې ده، د مرکزي حکومت لخوا د جرګې د کاري شرطونو (ټي او ارز) د منظورۍ په تمه يو".
د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله تېرکال پخپله یوه مرکه کې دا تورونه رد کړي وو اؤ ویلي یې وؤ چې امریکې کومې وسلې افغانستان کې پرېښودې دي هغه خوندي اؤ د طالبانو د حکومت په واک کې دي
نور کتل
No media source currently available