د آي سي سي چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې د افغانستان اؤ اسټریلیا مهمه سیالي د باران له امله منسوخ شوې چې له امله یې د اسټریلیا لوبډله سیمي فاینل یا نیمه پاي لوبې ته رسېدلې اؤ د افغان لوبډلې لپاره سیمې فاینل ته لاره موندل اوس زیاته ګرانه شوې ده.
د جمعې په ورځ د لاهور په قذافي سټیډیم کې پیل شوې دغه مهمه سیالۍ کې افغانستان په ټاکلو 50 اورونو کې 273 منډې جوړې کړې اؤ بیا چې کله د اسټریلیا لوبډله بېټنګ ته ودرېده نو په 12.5 اورونو کې یې د یو لوبغاړي په تاوان 109منډې جوړې کړې وې چې باران راښکې شو اؤ سیالي نیمګړې پاتې شوه.
د لوبې ختمېدو له امله دواړو لوبډلو ته یو- یو پواینټ ورکړل شو چې له هغې وروسته اسټریلیا د 4 پواینټونو په لرلو سره په بي ګروپ کې سیمي فاینل ته ورسېده.
د افغانستان پواینټونه هم دریوؤ ته رسېدلي اؤ د جنوبي افریقا پواینټونه هم درې دي.
د ګروپ بي څخه سیمي فاینل ته د بلې وتونکې لوبډلې فیصله به نن د جنوبي افریقې اؤ انګلینډ تر منځ له سیالۍ وروسته کیږي.
افغانستان څنګه سیمي فاینل ته رسیدلی شي؟
د افریقا سیمي پینل ته د رسیدو لاره اسانه ده خو د افغان لوبډلې سیمي فاینل ته د وتلو هېلې تتې شوې دي.
د افغان لوبډلې سیمي فاینل ته د وتلو لپاره اړینه ده چې په ننۍ سیالۍ کې باید انګلینډ جنوبي افریقا ته په زیات مارجن سره ماتې ورکړي تر څو د جنوبي افریقا رن ریټ له افغانستان کم شي.
انګلینډ له وړاندې څخه د چیمپینز ټرافۍ له زغله بهر شوی دی.
سیمي فاینل ته د افغانستان د رسیدو لپاره ضروري ده چې که انګلینډ جنوبي افریقې ته د301ؤ منډو هدف ورکړي اؤ بیا جنوبي افریقې په 207ؤ منډو ماتې وخوري تر څو نیټ رن ریټ یې له افغانستان کم شي نو په هغه صورت کې به افغان لوبډله سیمي فاینل ته ورسیږي چې په ظاهره ډیره ګرانه ښکاري.
که چرې انګلینډ د جنوبي افریقا څخه سیالي په 206ؤ منډو هم ګټي نو د افغانستان اؤ جنوبي افریقې نیټ رن ریټ به یو برابر شي اؤ په دغه صورټ کې به جنوبي افریقا د افغانستان خلاف ګروپ میچ کې د ګټې په بنیاد سیمي فاینل ته لاره ومومي.
همدا شان که چرې انګلینډ د جنوبي افریقي له لوري د ورکړل شوي هدف تعقیب کوي نو ورته به په 19 اورونو کې 250منډې یا په 13.3 اورونو کې 150 منډې جوړول وي تر څو د جنوبي افریقې نیټ رن ریټ په واضحه ډول راکم کړی شي اؤ ذغسې به افغانستان وکولی شي سیمي فاینل ته لاره پیدا کړي.
که چرې د جنوبي افریقې اؤ انګلینډ تر منځ سیالي د باران له امله ونه شي نو جنوبي افریقا به یو پواینټ ترلاسه کړي د څلورو پواینټونو په لرلو سره به سیمي فاینل ته ورسیږي.
په ګروپ اې کې د هند اؤ نیوزي لینډ لوبډلې د وړاندې نه سیمي فاینل ته رسیدلې دي.
Forum