لاس رسیدونکی لینک

 
په تورخم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته دوام لري، د طالبانو يو غړی وژل شوی دوه ژوبل شوي
تازه خبر

په تورخم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته دوام لري، د طالبانو يو غړی وژل شوی دوه ژوبل شوي


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وو، د تورخم په پوله ډزو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت دپاره غټه لاره تورخم باندې تېره شپه هم د دواړو خواو څخه په يو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې روانې وې.

په پوله د ډزو لړۍ د دويم او درېم مارچ مينځنۍ شپه کې پيل شوې او تېره شپه هم روانه وه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري ادارې، د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو سرچینوله قوله ویلي وو، په تورخم پاکستاني ځواکونو د طالبانو په سرحدي ځواکونو هغه مهال ډزې پیل کړې، چې د پوځي تاسیساتو په جوړولو بوخت وو.

هم پرون سهار وختي امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته نښته تاييد کړې او ويلي يې وو، په تازه نښتو کې درې د پاکستاني اېف سي ځواک سرتېري ژوبل شوي دي، يو ځايي تن د ځان خوندي کولو په هڅه کې د زړې دورې له امله مړ شوى او دوه نور عام خلک ژوبل شوي وو.

ويل شوي ژوبل عسکر او دوه عام ژوبل شوي تنان لنډي کوتل کې روغتون ته وروړل شوي وو.

په تورخم د مالونو ډک ګاډى هم په ډزو لګېدلي او تورخم ځايي خلک وايي ډزې يو ځل بيا د سهار نه پس پيل شوي دي.

پاکستاني چارواکو په تورخم کې د ډزو په اړه لا په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

په تورخم کې تېرو 11 ورځو راهسې خپل وطن د اوښتو په تمه راغونډ شوي مسافر د ډزو له امله خوندي ځايونو ته منتقل کړى شوي او دې سره په تورخم کې د باچا مينې اوسېدونکي هم شپې ناوخته خپل کورونه پرېښودي او لواړګي کې خپلو خپلوانو کورونه ته ورغلي دي.

د تورخم باچا مينې او نزدې نورو ځایونو خلکو ويلي، دواړو غاړو څخه درنې ډزې روانې او په خلکو کې سخته ويره خوره شوه.

د مارچ په دويمه په تورخم صفرى نکته کې د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لوړ پوړو چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ د پولې د پرانستلو په اړه ناسته شوې وه.

خو کومه نتيجه یې نه وه ورکړې.

هم په دغه ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او پېښور کې د طالبانو کونسل جنرل حافظ محب الله ليدلي، د تورخم پولې په مشکلاتو او نورو موضوعاتو غږېدلي او د پولې زر تر زره پرانستو يې ويلي وو.

تورخم دروازه د فرورى 21 نېټې راهسې د شپې 11 بجو راهسې وروسته له هغې وتړلى شوه چې ويل شوي، افغان طالبانو په ممنوعه ځاى کې ودانۍ يا تاسيسات کول.

د تورخم لارې د تړل کېدو د لاسه ګڼ مسافر او او د مالونو ډک ګاډي دواړو خواو ته له تېرو لسو ورځو راهسې رايسار شوي او اوښتو په تمه دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د فرورى په 28مه د تورخم لارې د تړل کېدو په اړه خبريالانو سره د خبرو په وخت ويلي وو، دغه لار د افغان طالبانو له اړخه د يوې پوستې جوړېدو په غبرګون کې تړل شوې او دواړو خواو له اړخه يې د پرانستلو هڅې روانې دي.

په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فريد شينواري شريک کړي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG