د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله تېرکال پخپله یوه مرکه کې دا تورونه رد کړي وو اؤ ویلي یې وؤ چې امریکې کومې وسلې افغانستان کې پرېښودې دي هغه خوندي اؤ د طالبانو د حکومت په واک کې دي
د چمیپینز ټرافۍ د سیالیو په لړۍ کې نن د افغانستان اؤ اسټریلیا تر منځ د کېدونکې مهمې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې اؤ وړومبی بیټنګ کوي.
د کرکټ د چېمپينز ټرافۍ مهمه سیالۍ کې نن د جمعې په ورځ د افغانستان او اسټريليا لوبډلې مخامخ کيږي، که کومه لوبډله نننۍ سيالي ګټي، سيمې فاينل ته لاره جوړوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره چې د جمعې په شپه تړل شوې، تراوسه تړلې پرته ده، دواړو خواو ته په لويه شمېره کې مسافر او ورسره مال وړونکي ګاډي ایسار شوي دي. په پوله ګېر خلک وايي، دواړه هيوادونه یې خپلمنځني ستونزه هواره کړي، د عامو خلکو او سوداګرو مشکلات دې ختم کړي.
یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په لړ کې کوم پوځی افسر د دندې څخه لرې کړی شوی? نو د ټرمپ ترڅنګ ناست د امریکې د دفاع وزیر پیټ هېګسېت وویل په دې لړ کې به مکمل احتساب کولی شي او د هر ذمه وار چارواکې خلاف به ګامونه اخیستل کېږي
نور کتل
No media source currently available