لاس رسیدونکی لینک

 
چیمپېنز ټرافي: د افغانستان اؤ انګلینډ لوبډلې نن یو بل ته مخامخ کیږي
تازه خبر

چیمپېنز ټرافي: د افغانستان اؤ انګلینډ لوبډلې نن یو بل ته مخامخ کیږي


د آي سي سي چیمپینز ټرافۍ په اتمه سیالي کې نن د شورو په ورځ د افغانستان اؤ انګلینډ ټیمونه د لاهور په قذافي سټيډیم کې یو بل ته مخامخ کیږي.

په دې ستر ټورنامنټ کې دواړو لوبډلو تر اوسه یوه ،یوه سیالي کړې ده ، انګلینډ د اسټریلیا نه په پینځوؤ ویکټو ماتې خوړلې ده اؤ افغانستان ته جنوبي افریقې په 107منډو ماتې ورکړې ده.

د انګلینډ اؤ افغانستان لوبډلو په یو ورځېنو سیالیو کې تر اوسه د یو بل سره درې مقابلې کړې دي چې پکې دوه سیالۍ انګلینډ اؤ یوه افغانستان ګټلې ده.

د انګلینډ کپتان جوز بټلر د نهې په ورځ لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي "زموږ لوبډله متوازنه ده، موږ ښه سپینران لرو او هم تېزو بالرانو ته لاسرسی لرو، چې دا زموږ لپاره یوه غټه ګټه ده."

د هغه وینا وه چې د افغانستان لوبډله ورځ تر بلې پیاوړې کېږي، او د دې لوبډلې سپین بالرانو ته باید پاملرنه وشي، ځکه چې هغوی ډېر ښه توپ اچوونکي دي.

په پېښور کې د کرکټ د لوبو څېړونکی خبریال حضرت یوسف وي او اې ډیوه ته وایي افغانستان په وروستیو کلونو کې په نړیوال کرکټ کې ښه پرمختګ کړی او یو سیال ټیم ګرځېدلی.

هغه وایي د افغانستان د کرکټ لوبډلې مضبوط اړخ سپین بالنګ دی، چې راشد خان، مجیب الرحمن او نور احمد پکې شامل دي.

د ښاغلي یوسف په خبره، د افغانستان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې د نړیوالو ټیمونو پر وړاندې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي، خو لا هم په بیټینګ کې ستونزې لري، په ځانګړې توګه د قوي بالینګ په وړاندې بیا د پریشر لاندې راځي اؤ ویکټ نه شي ایسارولی.

نوموړي وایي انګلینډ د کرکټ یو پیاوړی ټیم دی چې د شل اوریز او یو ورځني کرکټ په نړۍ کې یې لویې اتلولۍ ګټلي دي. د دوی قوت ښه بیټینګ، چټک فیلډنګ اؤ زړه پورې بالینګ دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG