لاس رسیدونکی لینک

 
​ د پاکستان خارجه ترجمان:امریکې نه افغانستان کې پاتې وسلې پاکستان کې ترهګرۍ لپاره کارول کیږي
تازه خبر

​ د پاکستان خارجه ترجمان:امریکې نه افغانستان کې پاتې وسلې پاکستان کې ترهګرۍ لپاره کارول کیږي


د جمعې په ورځ رسنیو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت د بهرنیو چارو د فتر ویاند وویل پاکستان د افغانستان د خاورې نه د ترهګرو په کېدونکو فعالیتونو پرله پسې خپلې اندېښنې ښودلې دي
د جمعې په ورځ رسنیو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت د بهرنیو چارو د فتر ویاند وویل پاکستان د افغانستان د خاورې نه د ترهګرو په کېدونکو فعالیتونو پرله پسې خپلې اندېښنې ښودلې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ښاغلي شفقت علي خان ویلي چې د امریکې نه په افغانستان کې پاتې شوې عصري وسلې ترهګر د پاکستان دننه د ترهګرۍ لپاره کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ۲۶مه فرورۍ ویلي چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.

د جمعې په ورځ رسنیو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت د بهرنیو چارو د فتر ویاند وویل پاکستان د افغانستان د خاورې نه د ترهګرو په کېدونکو فعالیتونو پرله پسې خپلې اندېښنې ښودلې دي.

تر دې د مخه هم څو کرته پاکستاني چارواکو تورونه لګولي چې افغانستان کې د امریکې نه پاتې شوې وسلې په خلاصو مارکیټونو کې پلورل کیږي اؤ ترهګر دا وسلې د پاکستان پرضد کاروي.

خو د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله تېرکال پخپله یوه مرکه کې دا تورونه رد کړي وو اؤ ویلي یې وؤ چې امریکې کومې وسلې افغانستان کې پرېښودې دي هغه خوندي اؤ د طالبانو د حکومت په واک کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ د تورخم د تجارتي لارې د تړل کېدو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې تورخم کې افغان لوري زموږ په خاوره کې د امنیتي پوستې جوړولو هڅه کوله.

هغه وویل، د پولو په اړه یو میکانزم وجود لري چې پکې ګڼې ادارې کار کوي اؤ هغوي په پوله د تجارتي ټرکونو اېساریدو یا پولې تړل کېدو چارو ته ګوري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره چې د جمعې په شپه تړل شوې، تراوسه تړلې پرته ده، دواړو خواو ته په لويه شمېره کې مسافر او ورسره مال وړونکي ګاډي ایسار شوي دي.

په پوله ګېر خلک وايي، دواړه هيوادونه یې خپلمنځني ستونزه هواره کړي، د عامو خلکو او سوداګرو مشکلات دې ختم کړي.

ښاغلي شفقت علي خان وویل چې د پاکستان اؤ امریکا زړې اؤ په سفارتي کچه مهمې اړیکې لري اؤ د ایف ۱۶ پروګرام هم ددې یوه زړه برخه ده اؤ امریکې چې د ایف ۱۶ پروګرام په اړه کومه پرېکړه کړې ده هغه د ستایلو ده.

په دې وروستیو کې مطبوعاتي رپورټونو ویلي،ټرمپ انتظامیې پاکستان ته د امریکا ملاتړ لرونکونو پروګرامونو لپاره 39 کروړه او 70 لکه ډالر جاري کړي دي.

د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې د امریکایي کانګریس یو معاون ویلي، د امریکايي F-16 جنګي الوتکو استعمال تر نظارت لاندې نیول شوی، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا یوازې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کېږي، نه د سیال هېواد هند پر ضد.

ایا پاکستان F-16 الوتکې د هند پر ضد کارولی شي؟

د فارن پالېسي مجلې د 2019 کال د یوې څېړنې له مخې، که پاکستان د هند پر ضد د F-16 الوتکې کارولي وي، نو دا د هغه تړون خلاف ورزي نه ده چې پاکستان د امریکا سره د دغو الوتکو د ترلاسه کولو پر مهال لاسلیک کړی و.

دې مشهورې امریکایي مجلې د پلوامه حملې نه وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتې شوې ترینګلتیا په اړه یو راپور خپور کړی و، او د هند هغه ادعا یې هم رد کړې وه چې ویل یې د دوی پوځ د پاکستان یوه F-16 الوتکه ویشتلې ده.

فارن پالېسي دوه امریکایي دفاعي چارواکو سره خبرې کړې وې اؤ هغوی تایید کړې وه چې پاکستان ته ورکړل شوې ټولې F-16 الوتکې لا هم هلته شته او له منځه نه دي تللي.

چارواکو ویلي، کله چې هند ادعا وکړه چې د 27 فبروري 2019 په هوایي جګړه کې یې د پاکستان یوه F-16 ویشتلې، نو پاکستان امریکا ته بلنه ورکړه چې خپلې ورکړل شوې الوتکې دې وشمېري.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ امر کړی و چې دا مرستې دې ودرول شي. خو رایټرز خبري شبکې تر 13 فبروري پورې د هغو 243 مستثناتو فهرست ترلاسه کړی چې ټول ارزښت یې 5.3 اربه ډالره ښودل شوی و.

د اعلان شویو مرستو ډېره برخه (4.1 اربه ډالر) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي – پوځي چارو بیورو د پروګرامونو لپاره ده. دا بیورو نورو هېوادونو او ډلو ته د وسلو د پلور او پوځي مرستو څارنه کوي.

د نورو پنګو اجرا د ټرمپ د کډوالۍ په اړه د سختو اقداماتو اؤ امریکا ته د غیر قانوني منشیاتو د وړلو د مخنیوي د هڅو په اړه دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG