د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په چېمپینز ټرافۍ کې د انګلېنډ لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه. پخوانیو افغان ولسمشرانو او د تېر حکومت چارواکو لوبډلې او خپل ولس ته مبارکۍ ویلې دي خو د طالبانو حکومت لا پرې غلی دی.
د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغاليکې افغانستان د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته انګلېنډ ته د 326 منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د انګلېنډ ټول لوبغاړي په وروستي اوور کې له 317 منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
په دې لوبه کې د افغانستان اوپنر رحمت الله ګربز یواځې له شپږو منډو کولو وروسته وسوځېد خو له هغه سره ملګری اوپنر ابراهیم ځدراڼ په 146 بالونو کې 177 منډې وکړې او ددې لوبې غوره لوبغاړی شو.
دا د چېمپینز ټرافۍ په تاریخ کې د یو لوبغاړي په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې دي.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي 41، او کپتان حشمت شهیدي او محمد نبي هر یوه 40 - 40 منډې وکړې.
د انګلېنډ بالر جېفري ارچه درې لوبغاړي او لیام لوینګسټن دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغان لوبډلې په بریا په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ شمېر افغانانو او د لوبډلې مینه والو هغوی ته مبارکۍ ویلې او خوشالۍ یې لمانځلې دي.
مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني پر خپل ایکس او فېسبوک لیکلي، "دا بری چې د نړۍ پر یوې ډېرې پیاوړې لوبډلې – انګلستان مو ترلاسه کړ، ستاسې د ټینګار او هیله مندۍ نخښه ده چې ملت ته په سختو شېبو کې د هیلو څرک راوړي".
مخکیني افغان صدر حامد کرزي او د تېر افغان حکومت ګڼ شمېر نورو چارواکو هم افغان لوبډلې ته له مبارکۍ سره سره په راتلونکو نورو لوبو کې هم د بریا هیله کړې ده.
په کابل کې د طالبانو حکومت لا خپلې لوبډلې ته د مبارکۍ کوم رسمي پیغام نه دی خپور کړی خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین پر خپل ایکس یو پوسټ کړی او لیکلي یې دي:
"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې د انګلستان لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه او د کرکټ د نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي په سیالیو کې یې خپله لومړنۍ بریا پخپل نوم کړه. دا ستره بریا دې د ملي لوبډلې اتلانو، هېوادوالو او مینه والو ته مبارک وي".
په دې ستر ټورنامنټ کې دواړو لوبډلو تر اوسه یوه یوه سیالي کړې ده، انګلېنډ د اسټریلیا نه په پینځو ویکټو ماتې خوړلې ده اؤ افغانستان ته جنوبي افریقې په 107منډو ماتې ورکړې ده.
د انګلېنډ اؤ افغانستان لوبډلو په یو ورځنیو سیالیو کې تر اوسه د یو بل سره درې مقابلې کړې دي چې پکې دوه سیالۍ انګلینډ اؤ یوه افغانستان ګټلې ده.
له انګلېنډ وروسته به په دې ګروپ کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه له اسټرېلیا سره وي.
د 2025 کال د چېمپینز ټرافۍ دا سیالۍ د اتو لوبډلو تر منځ د فرورۍ په 19مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي.
له افغانستان پرته په دې سیالیو کې پاکستان، بنګله دېش، انګلېنډ، اسټرېلیا، سوېلي افریقا، نیوزیلېنډ او هند هم ګډون لري.
د انګلېنډ لوبډله چې د دې سیالیو په قوي لوبډلو کې ګڼل کېږي له دې ماتې سره د چېمپینز ټرافۍ په سیالیو کې له وړاندې تګه پاتې شوه.
Forum