لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان سره په پوله د دیوال جوړیدل به د بل کال تر نیمايي پوره شی: ایراني چارواکي


د ایران د دولتي خبري ادارې ایرنا د راپور له مخې ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې د راتلونکې لمریز کال تر نیمايي پورې به د افغانستان او پاکستان سره د دغه هیواد ختیځ سرحد زیاته برخه د یو دیوال په واسطه وتړل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ نومبر دوېیم د دغه هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال د ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې افغانستان او پاکستان سره د دیوال د لارې د سرحد د بندولو لومړۍ برخه شاوخوا ۹۰ کیلومره ده چې د جوړولو چارې یې روان کال پیل شوي دي.

هغه ویلي: "د سرحد بندول یوازې په فزیکي بڼه نه دی، بلکې د دیوال ځینې برخې د اغزن سیم او د ځیرکې [ټکڼالوژۍ] برخه کې رادار هم شامل دي؛ د همدې له امله کله چې د دیوال او د ځیرکې ټکنالوژۍ د سیستمونو ترکیب ولرو چې یو بل بشپړوي د سرحد د بندیدو شاهدان به اوسو".

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې د دغه سرحد تړل به د نشه يي توکو د قاچاق او دغه هیواد ته د بهرنیو هیوادونو د وګړو په مخنیوي کې د پام وړ اغیز ولري.

هغه ویلی: "کله چې بهرني وګړي له هیواد [ایران] څخه خارجیږي بیرته ستنیږي چې د سرحد د بندولو وړاندیز دې مسلې او د سیمې د امنیت سره مرسته کوي".

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې ویلي وو چې افغانستان سره د ایران په سرحد کې دا دیوال به ددغه هیواد د پنځه ولایتونو مازندران، ګلستان، خراسان رضوي، خراسان شمالي او خراسان جنوبي ولایتونو څخه د څلورو مترو په لوړوالي او د اغزن مزي په نصبولو سره د دریو کلنو په موده کې جوړ شي. هغه ویلي وو چې د دیول په اوږدو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ یو سړک هم وغځول شي.

ایراني چارواکو ویلي چې ددغه دیوال د جوړولو هدف امنیتي بڼه لري او افغانستان سره د اړیکو د پریکولو په معنی نه دی.

ایراني رسنیو د اکتوبر په پنځم (تلې ۱۴) د دغه هیواد د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان له قوله ویلي وو، چې په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې غیرقانوني کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه ایراني چارواکي تیره اونۍ په تهران کې د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني په مشرې یوې غونډې ته ویلي چې تراوسه ددغسې کډوالو نږدې ۷۵۰ زره یې له ایران څخه ایستل شوي دي.

هغه ویلي : "له ۵۰۰ زرو څخه زیات کسان مونږ نیولي او ایستلي مو دي، ددې هڅو له مخې د ۲۵۰ زرو څخه زیات نور کسان پخپله له سرحد اوړیدلي چې ورسره دا شمیر ۷۵۰ زرو ته رسیږي. مونږ حتمی دا کار کوو او له خلکو مو هم غوښتي ... هغوی ته کار ورکول هم جرم دی، هغوی ته کور په کرایه ورکول جرم دی".

دغه ایراني چارواکي د کوم هیواد د وګړو نوم نه دی اخیستی، خو دمخه ایراني رسنیو ویلي و چې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو د ټول شمیر ۹۰فیصده یې افغانان دي.

ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي و چې ایران له دې زیات د افغان کډوالو د اوسیدانې ظرفیت نلري. هغه ویلي چې له ایران څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ایستل ددغه حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

په عین وخت کې د د مهاجرت نړیوال سازمان د اکتوبر د میاشتې په سر کې په یو راپور کې ویلي وو چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه ۲۳۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرنو له مخې ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي کسان دي . همداشان له ایران څخه په ستانه شویو کسانو کې ۳۶٪ یې د خپلو خپلوانو لیدو کتو لپاره افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان ویلي چې د ستنیدلو دا دلایل د روان کال په اوږدو کې همداسې پر خپل ځای پاتې دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ټیمونه د ایران او پاکستان سره د افغانستان په لسو سرحدي سیمو اسلام قلعه، ابونصر فراهي، مالیک، بهرامچه، نظر پوسته، سپین بودلک، انګور اډه، غلام خان، ډنډ پټان او تورخم کې د افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ بهیر څاري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله له دغه هیواد څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ پیل شوې ده. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په دغه موده کې دغو دواړو هیوادونو ته په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو او اقتصادي ستونزو له امله تللي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغانان د قانوني اسنادو، اوږدمهاله ویزو او په غیرقانوني ډول په ایران کې اوسیږي.

خو افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې په دغه هیواد کې د میشتو افغانانو شمیر له شپږ میلیونو کسانو زیات ښودلی دی.

یادونه: د وي او ای اشنا په مننه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG