د انګلینډ کرکټ لوبډلې کپتان جوز بټلر وايي، چې د افغانستان پر وړاندې د لوبې کولو پرېکړه د انګلینډ کرکټ بورډ کړې ده.
نوموړي د نهې په ورځ لاهور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو د خراب وضعیت له امله خواشینی دی، او هغوی دا مهال له سختو ستونزو مخ دي.
بټلر زیاته کړه، چې د انګلینډ او افغانستان ترمنځ لوبه به افغان مېرمنو ته د هېلې یو څرک او په دې سختو شرایطو کې به د هغوی لپاره د تفریح یوه غوره شېبه وي.
د خپلې لوبډلې په اړه بټلر وویل، چې د برایډن کارس نه لوبېدل مایوسه کوونکی و، خو جېمي اوورټن ته ښه چانس برابر شوی، او هیله لري، چې هغه به ترې ګټه پورته کړي.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان لوبډله ورځ تر بلې پیاوړې کېږي، او د دې لوبډلې سپین بالرانو ته باید پاملرنه وشي، ځکه چې هغوی ډېر ښه توپ اچوونکي دي.
د راتلونکو لوبو په اړه، د انګلینډ کپتان وویل، چې دوی به د خپلې تېرې لوبې مثبت اړخونه له ځان سره روان ساتي.
"زموږ لوبډله متوازنه ده، موږ هم سپینران لرو او هم تېز بالرانو ته لاسرسی لرو، چې دا زموږ لپاره یوه غټه ګټه ده."
نوموړي د انګلینډ د ځوان توپ وهونکي هېري بروک په اړه وویل، چې د هغه د فارم په اړه هېڅ اندېښنه نشته، ځکه چې هغه د لوبډلې یو مهم غړی دی او د نړۍ له تر ټولو بااستعداده ځوان کرکټرانو څخه شمېرل کېږي.
جوز بټلر وویل، چې د انګلینډ کرکټ بورډ او د کرکټ متخصصینو د افغانستان لوبډلې په اړه دوی ته ډېر مهم معلومات ورکړي، چې دا به د لوبې پر مهال ورته مرسته ورکړي.
یاده دې وي، چې د 2025 کال د آی سي سي چیمپینز ټرافۍ په ترڅ کې به د انګلینډ او افغانستان لوبډلې نن د شورو په ورځ په لاهور کې یو بل ته مخامخ شي.
د روانې میاشتې په وړومبۍ اونۍ د انګلش کرکټ بورډ مشر پخلی کړی ؤ چې د آي سي سي د اتلولۍ جام یا چیمپیینز ټرافۍ کې به د انګلینډ کرکټ لوبډله د افغانستان پر ضد سیالۍ کې ګډون کوي.
د اې سي بي بورډ له غونډې وروسته د بورډ چیرمین رچرډ تهامسن پخپل یو وضاحتي بیان کې ویلي وؤ چې افغانستان کې د ښځو د کرکټ اؤ هغوي ته د حقونو د نه ورکول کېدو په معامله حکومت د کرکټ د نړیوالې شورا اؤ د سړیو د کرکټ لوبډلې د لوبغاړو سره په تماس کې دی اؤ د ټولو راي یې اورېدلې دي.
تر دې وړاندې د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په اقتدار له قبضې کولو وروسته په افغان ښځو اؤ نجونو د لګول شوؤ محدودیتونو له امله تر 160ؤ زیاتو برتانوي سیاستوالو غوښتنه کړې وه چې پاکستان کې د آي سي سي د اتلولۍ د جام ټاکل شوؤ سیالیو کې دې د افغانستان لوبډلې سره له لوبې کولو بایکاټ وکړل شي.
خو تېره میاشت داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې د اې سي بي اجراییه رییس رچرډ ګولډ د برتانوي سیاستوالو د یوې ډلې له لوري د افغانستان خلاف سیالۍ نه د باییکاټ غوښتنه رد کړې ده
په هغه مهال مطبوعاتو د رچرډ ګولډ له خولې ویلي وؤ چې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو محدودول او د هغوی حقونو نه ورکول یوه نړیواله موضوع ده چې یوازې د یوه هېواد لخوا نه شي حل کېدای. د دې لپاره د آی سي سي په مشرۍ کې یو مربوط غبرګون ښودلو ته اړتیا ده.
په اګست کال 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو بیرته اقتدار ته له رسېدو راپدیخوا د طالبانو حکومت د ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو سخت بندیزونه لګولي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي، او ښځې له پوهنتونونو څخه منعې کړل شوې دي. ددې ترڅنګ په زرګونو ښځینه کارکوونکې له خپلو دندو ګوښه کړل شوي او له کار کولو بې برخې کړل شوې دي شوې دي.
ښځو ته په تفریحي او ټولنیزو ځایونو لکه پارکونو، ورزشي میدانونو او عامو حمامونو کې د ګډون اجازه نشته. هغوی د اوږدو سفرونو لپاره د نارینه محرم شتون ته اړ دي، او د ټولنیزو غونډو او مظاهرو مخنیوی کېږي.
د ښځو سپورټي ټیمونه هم له مینځه وړل شوي او تفریحي فعالیتونه یې په بشپړ ډول منعې اعلان کړل شوي دي.
څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې دا بندیزونه د افغان ښځو پر زده کړو، کار، او ټولنیز ژوند ژور منفي اغېز لري. نړیوالې ټولنې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو طالبان دا اقدامات د اسلامي شریعت اؤ د افغاني ټولنې د روایاتو برخه بولي
Forum