د امریکې د انصاف وزارت ویلي په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې نیول شوي وسله وال محمد شریف الله منلي چې د روس سرښار ماسکو کې په حمله کې ککړو ځینو وسله والو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې وویل په کال ۲۰۲۱ کې په کابل کې په امریکايي ځواکونو د داعش د ځانمرګي حملې ذمه وار تن په پاکستان کې نیول شوی دی. ټرمپ د ګرفتار تن نوم څرګند نه کړو.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د انصاف وزارت په یو بیان کې وویل د داعش دغه وسله وال محمد شریف الله دی چې د جعفر په نامه هم یادېږي.
د کابل د هوايي مېدان د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي او ۱۵۰ نور کسان زخمیان شوي وو. دغه حمله د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وخت، د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه شوې او داعش يې ذمه واري منلې.
د امریکې د تحقیقاتي ادارې مشر کاش پټېل په اېکس ځینې تصویران شریک کړي چې د ادارې مامورین په هوايي اډه جهاز نه د شریف الله د راښکته کېدو انتظار کوي.
د امریکې د انصاف وزارت د بیان ترمخه، امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي سره د مارچ د میاشت په دویمه نېټه مرکه کې شریف الله ومنله چې د داعش په نمایندګۍ په ګڼ شمېر نورو خونړیو حملو کې يې هم شریک شوی دی.
د کال ۲۰۱۶ د جون په شلمه نېټه ځانمرګي حمله کوونکې په کابل کې د کېنېډې د سفارتخانې سره نږدې حمله کې د سفارتخانې د ۱۰ نه زیات محافظان او ځینې ملکي کسان ووژل. داعش خراسان د حملې ذمه واري ومنله.
د شریف الله خلاف درج شوي مقدمه کې ويل شوي چې شریف الله د حملې نه مخکې د سفارتخانې د شا او خوا سیمې څارنه کړې وه او بیا يې خودکش بمبار دغه ځای ته رسوولی و.
د کال ۲۰۲۴ د مارچ په ۲۲ نېټه د داعش خراسان د وسله والو یوې ډلې د روس سرښار ماسکو کې په کراکس سټي هال نومې تالار حمله وکړه چې ۱۳۰ کسان په کې ووژل شوو. د حملې په لړ کې روسي چارواکو څلور کسان ونیول.
د امریکې د انصاف وزارت د بیان ترمخه، د اېف بي ايي سره مرکه کې شریف الله اعتراف وکړو چې د کراکس هال ځینې حمله کوونکو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و او د ګرفتار شویو کسانو څخه يې دوه هغه کسان پېژندل چې د کلاشنکوف چل يې ورته ښودلی و.
د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې ټرمپ د پاکستان شکریه يې ادا کړه چې د شریف الله په ګرفتارۍ کې مرسته کړې ده.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ټرمپ ستاینه وکړه چې د ترهګرۍ خلاف کوښښونو او د شریف الله په ګرفتارۍ کې يې د پاکستان کردار ومنلو. د پاکستان وزیراعظم هم د امریکايي صدر شکریه ادا کړه.
شهبازشریف يه اېکس یو پېغام کې وویل شریف الله افغان دی او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې نیول شوی دی. شهبازشریف د ځای نوم یاد نه کړو.
څېړونکي او خبریال فخرکاکاخېل د وي او ای ډیوه خبریال افتخار حسین سره مرکه کې وویل شریف الله د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د هغه ډلې ترڅنګ ونیول شو چې په ماسکو او د ایران په کرمان ښار کې حملو سره يې تړون لرلو.
د کاکاخېل په قول شریف الله په کال ۲۰۱۹ کې د افغانستان د پخواني حکومت استخباراتي ادارې نیولی و خو په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د کابل زندان د ماتېدو په نتیجه کې ازاد شو.
کاکاخېل وویل شریف الله په ماسکو کې د داعش د حملې ترڅنګ د ایران په کرمان ښار کې د ډلې په حمله کې ککړ و. د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې په کرمان کې په یو جلوس دوو بمي چاودنو کې د ۹۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
د امریکې د انصاف وزارت په بیان کې د کرمان د حملې سره د شریف الله د تعلق ذکر نه دی کړی.
د کابل هوايي اډې سره نږدې ځانمرګې حمله کې د شریف الله د ککړتیا په لړ کې د امریکې د انصاف وزارت خپل بیان کې وویل د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ نېټه امریکايي او اتحادي ځواکونو د حامد کرزي په نړیوال هوايي مېدان د انخلا په عملیاتو کې مصروف وو او په ابي دروازه په زرګونو ملکي خلک موجود وو.
د بیان ترمخه، د مازیګر د پینځنيمو بجو نه لږ وخت وروسته د داعش خراسان وسله عبدالرحمان لوګري د ځان پورې تړلی ځانمرګي بم خلاص کړو چې په نتيجه کې يې ۱۳ امریکايي عسکر او قریباً ۱۶۰ ملکي کسان ووژل شوو.
وزارت په خپل بیان کې وویل د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي سره مرکه کې شریف الله ومنله چې د اېبي دروازې د حملې په تیارۍ کې یې مرسته کړې وه او د خودکش بمبار دپاره يې محفوظه لټولې وه
شریف الله ویلي هوايي اډې ته د بمبار د ورتګ دپاره يې داسې لارې کتلې چې امریکايي ځواکونه او طالبان حمله کوونکی معلوم نه کړی شي او کله چې مطمین شو چې محفوظه لار يې وموندله نو د داعش نور وسله وال یې خبر کړل او بیا حمله وشوه.
شریف دا هم منلې چې لوګری یې د داعش د وسله وال په څېر د پخوا راهسې پېژندلو.
وزارت وویل شریف الله به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د ورجېنیا ریاست یو عدالت ته وړاندې کولی شي او که جرم پې ثابتېږي نو د عمر قېد سزا ورکړی کېدلی شي.
Forum