لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان ناقانونه او افغان سیټزن کارډ لرونکو افغانانو ته د روانې میاشتې تر پايه هیواد نه د وتلو امر کړی
تازه خبر

پاکستان ناقانونه او افغان سیټزن کارډ لرونکو افغانانو ته د روانې میاشتې تر پايه هیواد نه د وتلو امر کړی


پاکستان پخپل ملک کې د میشتو ټولو ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې اؤ د کورنیو چارو وزارت ټولو ناقانونه کسانو اؤ افغان سټیزن کارډ لرونکو ته د مارچ تر 31مې نېټې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د اپریل له وړومبۍ نېټې به ګرد هیواد څخه د ټولو ناقانونه بهرنیانو د شړلو عمل پېلولی شي.

د کډوالو او وطن ته د ستنېدونکو افغانانو د چارو دپاره د افغانستان د واکمنو طالبانو وزیر مولوي عبدالکبیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ایران او د پاکستان نه وغوښتل چې افغان کډوالو سره "له زغم او حوصلې څخه کار واخلي".

هغه له اسلام اباد اؤ تهرانه غوښتي وؤ چې د افغانستان د اقتصادي صورتحال په سوب دې کډوال په جبر نه ستنوي او نور وخت دې ورکړي خو پاکستان اؤ ایران لا د لوړ پوړي طالب چارواکي دې غوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی.

ډان نیوز د کورنیو چارو د وزارت له خولې ویلي دي چې د هیواده ایستل کېدونکو کډوالو لپاره د خوراک اؤ روغتیایي اسانیو تابیا نیول شوې ده.

تر دې وړاندې د تېرې څه مودې راهسې مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راتلل چې حکومت د پاکستان د اسلام اباد اؤ راولپنډۍ ښارونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو له په خاموشۍ سره پېل کړې اؤ د هغوي افغانستان ته د ستنولو پلان هم تیار کړل شوی دی.

پاکستان په کال 2023 کې په ملک کې امنیت د ښه کولو په خبره نه د غېرقانوني غېر ملکیانو د وېستلو دپاره اقدامات شروع کړل او د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمېرو ترمخه د 2023 راهسې 825000 افغانان د پاکستان نه خپل وطن ته ستانه شوي دي. تر 40000 پورې افغانان پاکستان ډیپورټ یا ملک بدر کړي دي.

د جنورۍ په میاشت کې پاکستان قریباً درې مېلین افغانان د ستنولو دپاره یو مرحله وار پروګرام اعلان کړو چې ترمخه به په پاکستان کې په قانوني او غېر قانوني توګه مېشته کډوال او هغه افغانستان د ملک نه وباسي چې د امریکې په شمول په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې دي.

د پاکستان د مجوزه تګلارې ترمخه قانوني او غېر قانوني افغانستان به په وړمبۍ مرحله کې ستنولی شي.

هغه افغانان چې په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې دي د مارچ تر 31 نېټې پورې د اسلام اباد څخه ویستل کېږي.

د تېر کال د جولای په میاشت کې پاکستان د افغانستان کډوالو دپاره د پي او ار کارډونو مېعاد د 2025 د جون تر دېرشمې نېټې وغځولو.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) پاکستان کې د افغانانو د بې ځایه کولو په لړ کې په وروستیو پرمختګونو اندېښنه څرګنده وه.

دواړو ادارو د فرورۍ په پينځمه نېټه ګډه اعلاميه کې ويلي وو، د 2025 کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې راهسې، د اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نيول زيات شوي، چې پکې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي.

سږ کال تراوسه پورې يواځې د اسلام اباد او پېنډۍ څخه د 800 نه زیات افغانان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، بيرته خپل هيواد ته شړل شوي، او دغه عمل په افغان کډوالو کې نوره ويره سېوا کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG