لاس رسیدونکی لینک

 
تورخم دروازې پرانستو دپاره کېدونکې جرګه د ځنډ ښکار شوې، پوله لا هم تړلې پرته ده
تازه خبر

تورخم دروازې پرانستو دپاره کېدونکې جرګه د ځنډ ښکار شوې، پوله لا هم تړلې پرته ده


د تورخم دروازې پرانستو لپاره د افغانستان او پاکستان د دواړو خواو ولسونو او سوداګرو ترمنځ شوې جرګې پرمخ تګ د ځنډ ښکار شوی دی. تورخم دروازه په 20مه ورځ هم د مسافرو تګ راتګ او دوه اړخيزه تجارت لپاره په مکمله توګه تړلې پرته ده.

د جرګې غړي وايي د تورخم لارې د پرانستلو په اړه به ډېر زر بيا ناسته وشي.

د پاکستاني لوري د جرګې مشري کونکی شاه خالد وايي، د افغان چېمبر په مشرانو غږ کوي، چې دوی په لاره کې مهم کردار لري، راتلونکې جرګې ته دې علما او د ټولنې نور خلک هم راولي.

هغه ویلي، "مونږ د جرګو او مرکو خلک يو او بااختياره يو او چې ستاسو (افغان) اړخه کومه ورځ وټاکلی شوه نو هغه حساب سره به مونږ درځو کې دې غاړې ته ناستی وو او که هغې غاړې ته وي په دې هيله چې دا پوله خلاصه کړی شي".

د جرګې دويم پړاو وروسته له هغې وځنډولی شو کله چې د پاکستان د جرګې ځينې غړو افغانستان د جرګې مشرانو ته خبر ورکړو چې دغه جرګه نن نه شي کېدلی ځکه چې په دې کې ځينې نوي تنان اچول شوي دي.

سوداګروايي د پولې بندېدو له امله کاروباريانو ته بې حده زيان اوښتی دی.

سوداګر مجيب خان وايي، دوی جرګې ته په تمه وو خو هغه ونه شوه، خو جرګه ونه شوه، دوی ټولو خلکو ته د جرګې کېدو او د پولې د شخړې هوارولو خواست کوي.

د مارچ په نهمه په تورخم کې پاکستان لوري ته د دواړو خواو مشرانو او سوداګرو په مېنځ کې جرګه شوې وه خو په سمدستي توګه پولې خلاصېدو باندې نه وو سلا شوي.

په جرګه کې ګډونوالو افغان سوداګرو وي او اې ډيوه ته ویلي وو، دغه غېر رسمي جرګه وه، بیا يې هم د پولې بنديز په اړه افغانستان کې واکمن طالبان د جرګې څخه خبر کړي وو.

دوی ويلي وو، په تمه دي چې طالبان ورته څه ځواب ورکوي او دوی د پاکستاني سوداګرو او مشرانو نه هم هيله مندي ښودلې وه چې د پاکستان حکومتي چارواکو ته به دغه مسله وړاندې کړي او خپل کردار به پکې ولوبوي.

د يادې جرګې نه وړاندې هم دوه ځله د دواړو خواو سرحدي او امنیتي چارواکو ليدلي، خو کومې نتيجې ته نه وو رسېدلي.

د جرګې بل غړی ملک تاج الدين وايي، د جرګې په لومړۍ ناسته کې درې خبرې ور وړاندې کړی شوې چې په کې اوربند، لارې پرانستل او په لانجمنه پوسته د اختر 15مې ورځې پورې کار ودرول وو.

د نوموړې په خبره په لومړۍ جرګه کې "ډېر په ښه ماحول کې خبرې شوې وې او هغوی بيا وخت وغوښتل، کابل کې يې خپلو واکمنو سره خبرې وکړې، بيا جلال اباد والي سره کېناستل او بيا يې بېګاه مونږ ته سوال ځواب وکه چې نن به جرګه وي، مونږ اوس بيا ورته سوال او ځواب وکړه او په راروانو دوه ورځو کې به جرګه وي او په کې به عالمان، سوداګر او نور تنان وي".

تورخم پوله د 21lمې فرورۍ راهسې د مسافرو او بار وړونکو ګاډو تګ او راتګ لپاره وروسته له هغې وتړلی شوه چې د پاکستاني امنيتي ځواکونو ترمخه، افغان طالبانو په تورخم کې په ممنوعه يا لانجمن ځای کې پوسته يا تاسيسات کول.

له دغې دوه ورځې وروسته بيا دواړو خواو ته د دوه ورځو پورې د يو بل ضد درنې او سپکې وسلې کارول شوې، پاکستاني لوري ته د اېف سي د شږو عسکرو ژوبلېدو او پورې غاړې ته د يو طالب وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

خو په پوله دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې رسمي تاييد نه وو شوی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG