پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې په ټول هېواد کې په جولايي کې د سختو بارانونو، سېلابونو، غرونو ښویېدو او واورې ويلي کېدو امکان څرګند کړی وایي سېلابونه د خلکو ژوند هم اغېزمن کولی شي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د پاکستان د کسټم محکمې په تورخم پوله افغانستان ته د پاکستان برامدات وړونکي هغه ګاډي ايسار کړي چې د سفر دپاره عارضي اسناد نه لري. پاکستان په وروستيو کې د اسنادو لپاره له ټاکلې نېټې وروسته هم دوه ځل پينځلس پينځلس ورځې وخت ورکړی خو لږ ډرايورانو دغه اسناد اخیستي دي. نور حال د فريد شينواري په رپورټ کې:
د پښتونخوا په خېبر ضلع کې د ترهګرۍ او هدفي وژنو د پرله پسې پېښو په ضد احتجاجي پرلت پیل شوی. د احتجاجي جرګې ګډونوالو حکومتي ادارو ته پينځه ورځې مهلت ورکړی چې د خبریال خليل جبران په وژنه کې ککړ کسان باید ونیول شي ګنې دوي به تر نامعلومې مودې پورې خپل احتجاجي پرلت وغزوي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د پښتونخوا د خېبر ضلعې خبريال خليل جبران د نامعلومه وسلوالو په ډزو وژل شوى دى. د سيمې د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي د پېښې په اړه يې پلټنې روانې دي او وروسته به له خلکو سره معلومات شريکوي. نور تفصیل فريد شينوارى په دې رپورټ کې درکوي:
څېړونکي وايي د موسمي بدلون اثرات په ټولنه او بيا د خلکو په ژوند هره ورځ کېږي او ښځې او ماشومان هم د دې د بدو اثراتو ښکار کېږي. دوي وايي د موسمي بدلون له امله د واورې ګټان يا ګليشير په تېزۍ سره ویلي کېږي، د اوبو کچه لاندې غورځېږي، بارانونه بې وخته او کمېږي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
ليکوالان وايي د رېډيو پاکستان پېښور سټېشن د پښتو او نورو ژبو لوی خدمت کړی. مطبوعاتو یو خبر ورکړی چې ريډيو پاکستان پيښور د پښتو په شمول د سيمه ايزو ژبو د پروګرامونو وخت کم دی، خو د رېډیو پاکستان پېښور سټېشن مشر وایي د پښتو ژبې پروګرامونه نه دي کم شوي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د پاکستان حکومت او افغان طالب چارواکي په تورخم سرحدي لار د تګ راتګ لپاره پاکستاني او افغان ډرايورانو ته د يوې اجازت نامې په ورکولو سلا شوي.
په پېښور زرعي پوهنتون کې د کمپيوټر او انفارمېشن ټکنالوجۍ په موضوع درې ورځنی نړيوال کانفرنس جوړ شوی د دې کانفرانس مقصد ځوانانو ته د نوې ټيکنالوجۍ په اړه د پوهې ورکول ښودل شوي. پوهانو کانفرنس ته په خپلو وينا ګانو کې وویل په ياده برخه کې ډېرې موقعې دي او دې نه ګټه پورته کول د وخت ضرورت دی.
څېړونکي وايي، که پاکستان او افغانستان د تېر په څېر په یو او بل تورونه لګوي نو د ترهګرۍ ستونزه د حل کېدو پر ځای نوره هم زیاتېدای شي
پاکستان وايي، افغان ډریوانو د پاکستان د هغې پرېکړې ستاینه کړې چې وايي، یواځې له یوې اجازه نامې سره به تګ راتګ کولای شي
په پېښور پوهنتون کې د پخوانیو قبايلي سيمو نارينه او ښځينه پوليسو ته د جرمونو يا کريمينالوجې څانګې له خوا پينځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوې ده. په دغه تربيه کې پوليسو ته وښودل شول چې څنګه به هغوئ د کار په وخت بشري حقونه خوندي کوي او د خلکو خدمت به کوي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
نور کتل