د خېبرپښتونخوا ناامنۍ سره مخ کورمې ضلعې ته روانو امدادي ګاډو په قافله وسله وال بريد شوی، څلور اېف سي عسکر او يو ډرايور پکې وژل شوي او څلورو امنيتي عسکرو په ګډون د 15 کسان ژوبل شوي دي، ځايي مطبوعاتو بريد کې د يو پوځي د وژنې خبر هم ورکړی دی.
د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، په پېښه یې سخته اندېښنه څرګنده کړې او رياست ته خواست شوی چې د امن دښمنانو ضد سخت ترینه کارروايي وکړل شي.
د کورمې پوليس تايید کړې، پرون په 17مه فرورۍ په اوچت او مندوري علاقو کې دا وسله وال برید شوی دی.
د پوليسو په وينا، د 60 پورې امدادي ګاډو پاړا چنار ته په لاره وه چې نامعلومه کسانو پرې بريد کړی دی. پوليس سرچينې وايي، بريد کوونکود 20 نه 25 پورې ګاډي لوټلي او سوځولي دي.
د انتظامیې په وينا، ياده قافله د پوليس او نورو امنيتي عسکرو سره روانه وه.
سرچينې وايي، په قافله کې خوراکي توکي او دوايانې کورمې ته رسول کېدې، چې په لاره کې پرې برید شوی دی.
د خېبرپښتونخوا حکومت کورمه کې د ډزو په پېښه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
صوبايي حکومت ويلي، ترهګرې ډلې د حالاتو نه ګټې پورته کولو هڅې کوي چې پکې د کوزې کورمې کمانډر کاظم نوم هم شامل دي.
حکومت ويلي، د لومړۍ جنورۍ د امن معاهدې باوجود ځینې عناصر شر جوړوي، او د هغې له امله رياست ته خواست شوی چې د امن دښمنانو ضد سخت ترينه کارروايي وکړي او خلک نور د مشکل سره مخ نه شي.
صوبايي حکومت د وړاندې نه ویلي، په کورمه کې د بنکرو او مورچو ورانولو عمل دوام لري.
کورمه کې د څلورو میاشتو نه زیاتې مودې راهسې د ناامنۍ له امله غټه لاره تړلې پرته ده.
د کورمې د شخړې هواري لپاره د جنورۍ په وړومبۍ نېټه کوهاټ کې د حکومت په مرسته شوې جرګه کې دواړو ټولنو ترمنځ امن تړون لاسليک کړی وو.
خو د دغې لوظنامې لاسليک کېدو وروسته هم په کورمه کې نه وسله راغونډه کړل شوې او نه ټل۔پاراچنارلاره په مکمله توګه پرانستل شوې ده.
د جنورۍ په 31مه په کوهاټ کې د حکومت په مرسته دواړو فريقينو ترمنځ جرګه شوې وه چې پکې د شوې لوظنامې څوارلس نکاتو عملي کولو په لړ کې دواړو خواو حکومت ته د کمېټيانو جوړولو لپاره د څوارلسو، څوارلسو تنانو نومونه ورکړي وو.
د فرورۍ په درېيمه نیټه پېښور کې د شيعه او سني ټولنو د مشرانو ترمنځ د ټل۔پاړاچنار لارې د پرانستلو، وسلې غورځولو او په سيمه کې پاتې مورچو ړنګولو په هکله جرګه شوې وه.
Forum