لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

افغان نپولین غازي عُمراخان څوک وو؟

انگریز جرنېل، سیاست مدار او مورخ ونسټن چرچل په خپل کتاب "دي سټوري اف دي ملاکنډ فیلډ فورس" کې د جندول عُمراخان د افغان نپولین په نوم یاد کړی دی. چرچل عُمراخان ته افغان نپولین د هغه د جگړې د مهارتونو په وجه ويلي وو.

عمراخان د نولسمې پیړۍ په اخري لسیزو کې نه یواځې دا چې د فیرنگي راج په ضد د اذادۍ جگړه کوله بلکې هغه په خپل ریاست جندول کې د ښځو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو ،د تعليمي پرمختگونو، امن او قلارۍ په لړ کې هم مثالونه جوړ کړي دي.

"انگریز جرنیل، سیاست مدار او مورخ ونسټن چرچل کتاب "دي سټوري اف دي ملاکنډ فیلډ فورس
"انگریز جرنیل، سیاست مدار او مورخ ونسټن چرچل کتاب "دي سټوري اف دي ملاکنډ فیلډ فورس

وتلی سیاست مدار اولیکوال افراسیاب خټک وايي عُمراخان د اذادۍ د مبارزې یو لوی نوم او د انگریزانو خلاف د پښتنو د پاڅون او مزاحمت یو علامت دی.

د ښاغلي خټک په خیال په شمالي پښتونخوا کې د انگريزي استعمار د خوریدلو خلاف عُمراخان مزاحمت او مقاومت کړی وو:

"دا هغه سړی وو چې په دې پوهېدلو چې که د انگريزي استعمار لاس دې سیمو ته وروغځیږي نو هغويي به بیا په بره افغانستان قبضه وکړي او دا ټوله سیمه به دخپل استعماري جغ لاندې راولي"

عُمراخان د انگریزانو خلاف د ودریدلو غږ د یو قومي سوال په شکل کې وړاندې کړی وو.

د غازي عمراخان شجره
د غازي عمراخان شجره

د لیکوال او د عُمراخان د کړوسي اکبر سیال تر مخه د عُمراخان کارنامې په عصري پښتون تاریخ ک یوه لویه خزانه ده.

د عُمراخان د زیږون کره نیټه نه ده معلومه خو د اندازې تر مخه هغه د 1855 خوا وشا په جندول کې د امان خان کره زیږیدلی وو.

ښاغلی سیال واي د عُمراخان نیکه فیض طلب خان چې په 1863 کې د فیرینگيانو په ضد د بونیر د تاریخي کنډاؤ امبیلې غزا کوله نو تنکی عمراخان یې ځان سره بولی وو چې دغه وخت یې عمر نزدې لس کاله وو.

ورستو د عُمراخان په ملگرو کې د بونیر د وطن پال پښتون سعدالله خان ملک زوی حریت پسند سرتور ملنگ، شمشي خان او امیر محمد خان هم شامل شول.

د پښتونخوا وطن شمالي جندول ریاست په 1879 کې قایم شوی وو او بې دسواته د وسني ملاکنډ، دیر، باجوړ او چترال سېمو 600 مربع کلومیټره علاقه پکې شامل وه چې د عُمراخان په وخت کې تر 30000 مربع کلومیټره ورسیدله. دغه پښتون ریاست په 1960 کې وسني پاکستان په واک کې ونیولو.

دعمراخان د حکومت یوه لوظنامه
دعمراخان د حکومت یوه لوظنامه

د عُمراخان د پلار امان خان دمرگ نه ورستو دهغه مشر زوی محمد زمان خان په تخت کیناستلو او د حکومت په کار د نیوکو په سر یې عُمراخان او خپل بل کشر ورور محمد شاه خان د جندوله وشړل. د جبري جلاوطنۍ موده عُمراخان د سوات په شموزو کې تیروله.

عُمراخان د جلاوطنۍ په ورځو کې د خپل ورور د طرزِ حکمرانۍ نه ځان خبر ساتلی وو او یوه ورځ د شموزو نه په پټه خپلې پلرنۍ قلعه ته ورننوتلو خپل مشر ورور محمد زمان خان یې مړ کړو او په تخت کیناستلو. د ښاغلي سیال تر مخه د محمد زمان خان د طرز حکمرانۍ نه اولس تنگ وو.

عُمراخان د 1881 نه تر 1895 پورې دجندول حکمران وو. د جدید فیرنگي فوج نه د ځاي نوابانو او خانانو د سازشونو په کمک د ماتې خوړولو پس عمراخان په 1895 کابل ته لاړلو او هلته یې د امير عبدالرحمان سره نزدې اړېکې جوړې کړلې. خو مورخين وايي امير د مصلحتونو په سبب عُمراخان د انگریز خلاف بیا منظم کیدلو ته پرې نه ښودلو.

وتلی قانون دان او سیاست مدار لطيف افریدی وايي عُمراخان د پښتنو په اتلانو کې راځي، او چې ماتې یې وخوړله نو انگریز چترال ته ورسیدلو.

وتلي ملت پال سیاست وال عبدالولي خان به اکثره په خپلو تقریرونو کې ټپې هم شاملولې چې یوه پکې داسې وه:

چرته لندن چرته چترال دی

بې ننگي زور شوه انگریزان چترال ته ځينه

د لطيف افريدي په خیال دغه ټپه د عُمرا خان د ماتې خوړولو ورستو ویل شوې وه او د خپل دور سمه عکاسي کوي، مطلب یې دادی چې که چري ځايي خانانو د انگریز سره سازش نه وې کړې او په وطن یې ننگ کولې نو انگریز چرته هم چترال ته نه شو رسیدلی.

ښاغلی افریدی وايي:

"عُمراخان خپل هيرو(اتل) گڼم، هغه د انگریزانو خلاف زبردسته مقابله کړې وه او انگریزان یې یو ځل په شا تمبولي هم وو"

د ښاغلي افريدي تر مخه عُمراخان د پښتون تاریخ هیرو دی، د هغه مبارزې ته ریاست د پاینده خیلو او مستخیلو د جگړې نوم د سازش په وجه ورکړی وو.

د عمراخان د حکومت ځيني کارونه

عمراخان په خپل حکومت کې د ښځو د حقونو، د لږکیو د حقونو او د قیدیانو سره د ښه سلوک مثالونه قایم کړي وو.

عمراخان په خپل حکومت کې د مذهب د سپکاوي یوه تاریخی قضیه هم حل کړې وه.

د اکبر سیال تر مخه یوه ورځې د مایارو په بازار کې د یو جنددلي هندو تن د مکراني په نوم د مشهور یوځاي مُلا د یو مرید سره په څه خبره لانجه راغله.

د لانجې ورستو مُلا په هندو د مسلمانانو د پیغمبر حضرت محمد(ص) د سپکاوي تور پورې کړو، خبره تر عُمراخان ورسیدله.

عُمراخان چې د دواړو خواؤ دلایل واوریدل نو هندو یې وړ او مُلا یې پړ وگرځوو او مُلا یې په ریاست کې د اقلیتونو سره د زور زیاتي په سر سزاوار او بېدخله کړلو.

ورستو مکراني مُلا د انگریز په حق او د عُمراخان په مخالفت کې فتوې ورکول شورو کړل.

د عُمراخان د قیدیانو سره د ښه سلوک قیصې هم مشهورې دي. هغه د چترال په مورچه کې په یوه جگړه کې دوه انگریزي کرنیلان ایډورډ او فاونډر نیولي وو.

دغه انگریزانو په خپلو یادشتونو کې ويلي دي چې دوي ته د خپلې خوښې د خوراک او لباس نه علاوه د عبادت اجازت هم وو.

د عمراخان خپله نښه بیرغ
د عمراخان خپله نښه بیرغ

عُمراخان په خپله حکمرانۍ کې د ښځو سره د ښه سلوک یو قانون هم جوړ کړی وو.

د عُمراخان نه وړاندې رواج وو چې کومه ناواده شوې جینۍ به په مینه کې د کوم هلک سره د کوره په پټه مټيزه (وتښتیدله) شوه نو د هغې نه به د سر ویښتان خرول کیدل.

عُمراخان په دغه رواج پابندي ولگوله او قانون یې پاس کړو چې که دغه هلک او جينۍ واده وکړي نو څوک به ورته څه نه وايي.

د عُمراخان مثالي واکمني هغه وخت ختمه شوه چې انگریزانو په دویم ځل د خپلو ځاي مخبرانو او ملگرو په مرسته په اپریل 1895 کې جندول قبضه کړلو او د ریاست د اهمې مونډه قلعه په گډون یې 42 قلعگانې ونيولې.

د ماتې نه پس عُمراخان کابل ته لاړلو او د امير عبدالرحمان سره یې اړکې جوړې کړې.

په کابل کې د غازي عمراخان قبر
په کابل کې د غازي عمراخان قبر

عُمراخان په 1904 کې د ناروغۍ په حال کې هلته مړشو. د کابل په وسني پولي تخنیک انسټي ټیوټ چارده کې یې قبر دی. په کنړ کي يوه لیسه​ د عمراخان په نوم ده .افغانان خپل دغه قامي اتل ته ډېر د احترام لري.

(عکسونو د اکبرسیال په مننه)

افغان نپولین غازي عُمراخان څوک وو؟ نور معلومات په لانديني لینک کې اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:18 0:00

See all News Updates of the Day

پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ تازه لړۍ ته څېړونکي په څه نظر ګوري ؟

څېړونکي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ د تازه او زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي لپاره ضروري بولي چې پاکستان باید په چټکتیا سره د ترهګرۍ ضد تګلاره کې موجودې نیمګړتیاوې له مینځه یوسي.

په بنو، کورمه، او بلوچستان کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو یو شمېر بیانونه ورکړي دي خو څېړونکي وایي،د ترهګرۍ په وړاندې د سیاسي، حکومتي او ریاستي ډلو همکاري په نظر راتلل ضروري دي.

د کورمې د غمیزې په سبا د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د پېښور د بېړني سفر پر مهال د لوړې کچې یوې انتظامي غونډې ته وینا کې ویلي،چې د پاکستان پوځ د ملي امنیت په وړاندې د فعاله ترهګرو شبکو او غیر قانوني سازمانونو د بیخ ایستلو لپاره ژمن او کلکه اراده لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر یو ځل بیا په کابل غږ کړی چې پاکستان ضد ترهګرو ته دې پخپله خاوره کې ځای نه ورکوي.

بلخوا، حکومت په پښتونخوا کې د یو ټول ګوندیز کانفرنس د رابللو او کورمې ته د یوې سترې حکومتي جرګې د لیږلو اعلان کړی دی.

څېړونکي وایي، د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته د حکومت لخوا یوه قوي او روښانه تګلاره نه ښکاري.

د پېښور د صحافیانو د تنظیم خېبر یونین اف جرنلسټس مشر کاشف الدین سید ډیوه سره خبرو کې وایي "که د صوبایي حکومت ځواب وګورو، هغه بلکل صفر ښکاري. امنیتي ادارې خپل کار کوي او خلک وژل کیږي. زه ګڼم چې د حکومت په کچه ځواب شته، خو په هغه ډول نه دی لکه څنګه چې پکار دی"

ډان ورځپاڼې نن د خالي په ورځ په خپله اداریه کې لیکلي چې پښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ د نوي طوفان په منځ کې ښکېلې دي اؤ دا دواړه صوبې د جغرافیې او رقبې له لحاظه د نیمایي پاکستان نه زیات جوړوي.

پاکستان کې د څېړنیزې ادارې پېکس د اکتوبر میاشتې لپاره شمېرې ښيي چې یوازې په پښتونخوا کې د اکتوبر میاشت کې په ۳۵ ترهګریزو پېښو کې ۶۴ کسان وژل شوي وو، چې په دې کې ۴۹ کسان د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کارکوونکي وو.

په ستمبر کې د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار مشر ویلي وو چې په ترهګریزو بریدونو کې ۱۹۳ پوځي اهلکار وژل شوي دي. سږکال دغه ټولې شمېرې تر سوونو مرګ ژوبلو زیاتې شوې دي.

څېړونکی او خبریال علي اکبر ډیوه ته وایي "د حکومت ځواب مخکې پکار و چې سنجیدګي یې ښودلې وای. تر دې دمه داسې نه ښکاري چې حکومت یا ریاست د ترهګرۍ په خلاف سنجیده دی. دا یواځې پولیس ته کار سپارل نه دي، بلکې نور ګامونه هم ضروري دي"

په تېرو څو میاشتو کې د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې د وسله‌ والو د زیاتېدونکو فعالیتونو راپورونه په میډیا کې دوام لري.

که څه هم افغانستان د خپلې خاورې د پاکستان په خلاف د کارول کېدو تور نه مني، خو بیا هم څېړونکي وایي چې د سیمې د هېوادونو سره په شریکه دې ستونزې ته باید حل وموندل شي، او په پاکستان کې دې د وسله‌والو لپاره د خوندي ځایونو مخه ونیول شي

د سعودي عرب په اړه څرګندونو باندې د عمران خان د ښځې په ضد مقدمه درج کړل شوې

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د ښځې بشرا بي بي لخوا د عمران خان د حکومت په نسکورولو کې د سعودي عرب د رول په اړه څرګندونو ته د پاکستان حکومت کلک غبرګون ښودلی.

په پنجاب ایالت کې د بشرا بي بي په ضد د ټيلي ګراف ایکټ 1885 په اساس بیلابېلې مقدمې درج کړل شوې دي .

بشرا بي بي اوړمه ورځ پخپل یو ویډیو بیان کې دعوه کړې وه چې کله عمران خان په مدینه کې لوڅې پښې ګرځېدلی ؤ نو له هغې وروسته پخواني د پوځ سرلښکر (جنرال قمر جاوید باجوه) ته د سعودي چارواکو لخوا زنګونه وهل شوی وؤ او ورته ویل شوي وو چې" مونږ د ملک نه شریعت ختموؤ اؤ تا د دین ټیکدار دلته راوستی دی"

وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان د ښځې دا څرګندونې د ملک سره دښمني بللې ده اؤ ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنه کړي ترڅو د پاکستان ملي ګټو سره لوبې وکړي خو پاکستاني رسنیو بیا د پخوانی وزیراعظم عمران خان په حواله ویلي چې د سعوي عرب په اړه د هغه د ښځې بیان د اصل معنې یا سیاق او سباق نه پرته خپور کړل شوی دی.

د جنرال باجوه دریځ :

د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال(ریټایرډ) قمر جاوید باجوه هم جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې د بشرا بي بي دعوه دروغ بللې ده اؤ ویلي یې دي هغه نه پوهیږي چې دا ښځه څه ستونزه لري؟

ښاغلي باجوه ویلي د بشرا بي بي بیان غیر ذمه دارنه اؤ سراسر بې بنیاده دی اؤ د سیاسي ګټو لپاره په بې بنیاده تورونو لګولو ملي ګټو ته زیان رسول پکار نه دي.

حکومتي غبرګون:

وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ خپل یو بیان کې د سعوي په اړه د بشرا بي بي څرګندونې ملک سره دښمني بللې اؤ ویلي یې دي چې د سعودي په ضد کرکژنه خبره کول د نه بښلو جرم دی.

د بشرا بي بي لخوا د عمران خان د حکومت په ختمولو کې د سعودي رول ته له اشارې کېدو وروسته د پاکستان د پنجاب صوبې په ډیره غازي خان، راجن پور اؤ لیه سیمو کې د هغې په ضد د ټیلي ګراف ایکٹ129، 1885 په اساس مقدمې درج کړل شوي دي.

په دغو مقدمو کې په بشرا بي بي تور لګول شوی چې د پاکستان اؤ سعودي عرب د اړیکو خرابولو سازش یې کړی دی.

ټيلي ګراف ایکټ څه شی دی؟

د پاکستان ټيلي ګراف ایکټ 1885 (The Telegraph Act, 1885) یو قانون دی چې په 1885 کال کې د بریتانوي هند په دوره کې جوړ شوی و، او د ټيلي ګراف، ټيليفون، او د مخابراتو په نورو بڼو باندې د حکومت واکمني او کنټرول پیاوړی کوي.

د پاکستان د جوړېدو وروسته، دا قانون پاکستان ته منتقل شو اؤ ددې قانون ځینې برخې بیا وروسته د پاکستان د مخابراتو ایکټ 1996 (Pakistan Telecommunication Act, 1996) لخوا تازه شوې.

اوس مهال په پاکستان کې د مخابراتو په برخه کې د حکومت د واک یا کنټرول لپاره دا بنیادي قانون ګڼل کېږي.

ددې قانون له مخې حکومت ته دا حق ورکړل شوی چې د امنیت، عامه نظم، یا نورو ملي ګټو لپاره د ټيلي ګراف پیغامونه کنټرول کړي، نظارت پرې وکړي، یا یې بند کړي.

قانون پوهه اؤ د پېښور هایکورټ وکیل عمران بشیر ډیوه ته وایي دا قانون د 1885 زوړ قانون دی، او د ټيکنالوژۍ د اوسني پرمختګ لپاره تر ډېره ناکافي دی.

هغه وایي په دې قانون کې حکومت ته ورکړل شوي پراخه واکونه د بیان د آزادۍ او شخصي محرمیت لپاره یو ګواښ دی.

نوموړی وایي د عمران خان د ښځې بشرا بي بي خلاف مقدمې د ټیلي ګراف ایکټ 1885 د 29مې مادې لاندې درج کړل شوي اؤ 29مه ماده د هغو جرمونو لپاره په دې قانون کې ځانګړې شوې ده چې د غلطو، مداخله کوونکو، یا ضرر رسوونکو پیغامونو سره تړاو لري.

ښاغلی عمران بشیر ایډوکیټ وایي که چرې ددې مادې لاندې په یو مجرم جرم ثابت شي نو عدالت هغه ته د دریوؤ کالو پورې د بند اؤ جرمانې سزاګانې اورولی شي

بلوچستان کې د ۱۵ؤ ورځو لپاره په هر ډول غونډو،جلسو اؤ جلوسونو بندیز لګول شوی

د بلوچستان حکومت په ټوله صوبه کې د ۱۵ ورځو لپاره پر ھر ډول غونډو، جلسو اؤ جلسونو بندیز لګولی اؤ په ګرده صوبه کې یې دفعه ۱۴۴ پځای کړې ده.

د بلوچستان د داخله چارو د محکمې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي”دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو په لړ کې شوې، په ټوله صوبه کې د پینځوؤ یا تر پینځوؤ د زیاتو کسانو پر غونډو، احتجاجونو، جلسو پرلتونو او د وسلې پر نمایش د پینځلسو ورځو لپارہ بندیز دی“

دا پریکړ‎ہ په داسې وخت کې شوې چې څو ورځو وړ‎اندې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ترسره شوې د اېپکس کمېټې غونډہ کې په بلوچستان صوبه کې د امنیتي ادارو له لوري د پوځي عملیاتو کولو پریکړ‎ہ او اعلان شوی و۔

حکومت په صوبه کې د وسلوالو تنظیمونو پر ضد د منظمو عملیاتو اعلان او پریکړ‎ہ له ھغې وروسته کړ‎ې چې په نزدې ورځو کې د کوټې ښار په شمول د صوبې بیلا بیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړ‎ي بریدونه تر سرہ شوي.

رپورټونه ښیي چې په شاوخوا ۱۲ لویو بریدونو کې تر ۸۰ زیاته کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ؤ زیات ټپیان شوي دي۔

په وژل شوو کې تر ۳۰ؤ زیاته شمېر د عسکرو دی، داسي په ټپیانو کې هم لوی شمېر د عسکرو دی۔

د یادو زیاترو بریدونو زمه واري بلوڅ بیلتون خوښي ناقانونه ګرځول شوي تنظیم بي ایل اې منلې ده۔

د بلوچستان بلوڅ او پښتون سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او د پاکستان د انساني حقوق کمیشن د ایپکس کمېټۍ پر پریکړ‎و سختې نیوکې کړي او اندېښنې یې څرګندې کړ‎ې دي۔

د بلوچستان حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، د بندیز د پرېکړې هدف یې د ترهګرۍ او نورو جنایي کړنو مخه نیول دي.

تر دې وړ‎اندې ھم حکومت د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې وخت ناوخته پر سیاسي غونډو د څو ورځو لپارہ بندیزونه لګولي خو دا وارې په ټوله صوبه کې د ۱۵ؤ ورځو لپارہ بندیز لګول شوی۔

د بشري حقونو فعالانو او سیاسي ګوندونو داسې پرېکړو باندې تل نیوکې کړې دي.

بل لوري ته د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې د نا امنۍ، تښتونو او ناخوالو پر ضد احتجاجونو کيږ‎ي۔

په کوټه کې له تیرو نھه ورځو څخه پر تنظیم چوک کې احتجاج روان دی،

دا احتجاج د لس کلن ماشوم مصور خان د مبینه اغوا پر ضد او د ھغه د موندنې لپارہ روان دی۔

د مصور خان کورنۍ تور پورې کړی چې هغه "پر پینځلسم نومبر سھار اته بجې سکول ته روان ؤ چې درېوؤ وسلوالو له موټر څخه د وسلې په زور تښتولی

باجوړ کې دوه بمي چاودنې شوي، قبایلي ملک اؤ یو پولیس پکې وژل شوي

د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې دوه بمي چاودنې شوي چې یو پولیس اؤ یو قبایلي ملک پکې وژل شوي دي.

پولیس ددې چاودنو پخلی کوي اؤ وایي چې دا بیلا بیلې بمي چاودنې په مامومند تحصیل کې شوې دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند د خالي په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي وړومبۍ بمي چاودنه د لویې مامومندو په ایراب سیمه کې شوې چې پکې د ملک اصغر په نوم یو قبایلي مشر وژل شوی دی.

د پولیسو د ویاند په وینا په سیمه کې بله بمي چاودنه په مینه خوړ کې شوې ده چې پکې د احسان الله په نوم یو پولیس سپاهي وژل شوی دی.

پولیس وایي له بمي چاودنو وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځایونو ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

په سمدستي توګه ددې چاودنو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په باجوړ کې په امنیتي ځواکونو ، سیاسي اؤ قبایلي مشرانو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري وسله والې ډلې داعش یا هم ټي ټي پي پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې به ۱۵م اکتوبر د باجوړ په باجوړ کې د جماعت اسلامي ګوند عمومي سکتر حميد صوفي په یو وسله وال برید کې هغه مهال وژل شوی ؤ چې په جومات کې له مونځ کولو وروسته کور ته روان و.

د حمید صوفي د وژنې ذمه واري داعش پغاړه اخستې وه.

صوفي په کال 2022م کې د ټي ټي پي سره د مزاکراتو په وخت حکومتي پلاوي کې هم شامل وو

کورمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ فرقه ییزو نښتو کې 32 کسان وژل شوي، تر زرو زیات کورونه اؤ دوکانونه هم سوځول شوي

د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې په فرقه ییز نښتو اؤ اړي ګړي کې تر 30ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي وسله والو په سیمه کې تر زرو زیات کورونه اؤ له 300 زیات دوکانونه سوځولي اؤ په سیمه کې حالات له قابو څخه په وتلو دي.

خبري شبکې اې ایف پي د یو سیمه ییز لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي چې د کورمې په بیلا بیلو سیمو کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ فرقه ییزې نښتې شوې دي.

دغه چارواکي پخلی کړی چې په تازه نښتو کې 32 کسان وژل شوي چې هغې کې 18 سنیان اؤ 14 شیعه ګان دي.

د کورمې ضلعي پولیس افسر یا ډي پي او جاوید الله مسېد امریکا غږ ته منلې ده چې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ پیل شوؤ نښتو کې تر 20ؤ زیات کسان وژل شوي .

هغه ویلي په سیمه کې حالات همغه شان تاوجن دي اؤ د بېلابېلو سیمو څخه د اړي ګړي اؤ فساداتو متضاد اطلاعات ترلاسه کیږي.

تر دې وړاندې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورمې په مختلفو سیمو کې د پېښور نه پاړا چنار ته د تلونکو مسافرو په ګاډو وسله والو بریدونه کړي وؤ چې پکې 44 کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

له دغې پېښې یوه ورځ وروسته د جمعې په ماښام د کورمې په بیلابیلو سیمو کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ نښتې پېل شوې وې.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، د جمعې پر ماښام له علیزئ سیمې یو وتلي لښکر ځاي پر ځاي د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته اورونه اچولي په کوزه کورمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ سختې نښتې شوې دي.

په علیزۍ سیمه کې زیاتره د شیعه مسلک وګړي اوسیږي. سرچینې وایي چې په دې نښتو کې دواړو خواوو په یو بل د درنو وسلو ډزې هم کړي .

د سیمې یو پولیس افسر یا ایس ایچ او سلیم شاه وایس اف امریکا ته ویلي چې په سوؤنو کسانو د جمعې په ماښام د بګن بازار اؤ خواوشا سیمو د لښکر په شکل ورختلي اؤ له هغې وروسته د سنیانو اؤ شیعه ګانو تر منځ نښتې پېل شوي چې د خالي د ورځې تر سهاره دا نښتې روانې وې.

هغه ویلي چې د دواړو خواو تر منځ روانو نښتو کې تر زرو زیات کورونه اؤ له دریوؤ سوؤ زیات دوکانونه سوځول شوي اؤ حالات له قابو څخه په وتلو دي.

ځایي خبریال محمد علي طوري وایس اف امریکا ته ویلي چې د تازه نښتو نه وروسته په ګڼ شمیر کې کورنیو د بګن سیمې څخه وتل پیل کړي ، تعلیمي ادارې،بازارونه اؤ عدالتونه تړل شوي اؤ په هسپتالونو کې د درملو کمښت پېدا شوی دی.

په قبایلي ضلعه کورمه کې د اوږدې مودې راهسې په روانو فرقه ییزه نښتو اؤ فرقه ییزه تشدد کې په سوونو کسان وژل شوي دي.

تېره میاشت هم د دې سیمې د کنج علیزئ په مقام د مسافرو په یو ګاډي شوي برید کې تر10ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

تر هغې وړاندې په دې سیمه کې د ځمکمې په شخړه پېل شوې نښتې په فرقه ییزه نښتو بدلې شوې وې چې پکې تر 40 ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 150 نور ژوبل شوي وؤ.

سږکال د اګست میاشت کې د فرقه ییزه نښتو له امله د بره اؤ کوزې کورمې تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر رقم ټریفک لپاره تړل شوې وه ، د پولیسو د وینا له مخې د سیمه ییزې جرګې په هڅو دغه سړک تېره اونۍ یو ځل بیا پرانستل شوی ؤ اؤ د قافلو په شکل پرې ګاډو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې وه.

په قبایلي چارو نظر لرونکي کار پوهان د کورمې پېښه د فرقه ییزه فساداتو نه زیاته د ځکمې شخړه ګرځوي.

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وایي د کوهاټ نه واخله تر پاړا چنار پورې ټوله سیمه کې سنیان اؤ شیعه ګان اوسیږي اؤ دوي په یو بل تکیه یا انحصار لري.

د هغه په وینا په کال 2018م کې په ایین کې د ترمیم کولو له لارې پخوانۍ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو دغلته د لسیزو راهسې روانو د ځکمو شخړو ته هیچا پام ونه ګرځولو.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه اندېښنه وښودله چې راتلونکو ورځو کې د ځمکو شخړو کې د افرادو پځای لویې لویې قبېلې یو بل ته راپورته کیدای شي.

د خېبر پښتونخو د کورمې ضلعې پوله د دریوؤ لوریو څخه د افغانستان سره لګېدلې یوه پوله یې د پاکستان سره پیوست ده .

(په دې رپورټ کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG