لاس رسیدونکی لینک

 
د نيولو او بيرته شړلو ويرې افغان کډوال د اسلام اباد او پېنډۍ څخه کډو کولو ته اړ کړي
تازه خبر

د نيولو او بيرته شړلو ويرې افغان کډوال د اسلام اباد او پېنډۍ څخه کډو کولو ته اړ کړي


د پاکستان پایتخت اسلام اباد او ورسره جوخت پروت ښار راولپنډۍ انتظاميې او پوليسو د دسمبر مياشتې راهسې د دواړو ښارونو نه د غېرقانونه او اسناد نه لرونکو افغانانو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده.

په دغو افغانانو کې ګڼ داسې هم دي چې وايي، د خېبرپښتونخوا پېښور او نورو ښارونو ته منتقل کېدو پلان لري چې افغانستان ته په زوره د لېږلو څخه ځان وژغوري.

اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغانانو د ايستلو دپاره پېل شوو عملياتو شاه محمد هم دې ته اړ کړی چې اسلام اباد نه سره د خپلې کورنۍ کډه وکړي او خوندي ځای ته منتقل شي.

شاه محمد په افغانستان کې د کابل اوسېدونکی او می 2022م کې پاکستان ته راکډه شوی وو.

نوموړي وي او اې ډیوه ته وويل، اوس دوی ته ويل شوي، چې تاسو د پېنډۍ او اسلام اباد نه ووځئ نو مجبوره دي، چې پېښور يا نوښار کې کور ونيسي، کورنۍ یې خوندي شي او افغانستان ته یې ونه شړي.

نوموړی وايي، "زما يو اېن اېچ سي ار سره کېس درج دی، ګوته مې لګولې ده او ځان مې ورسره رجسټرډ کړی دی نو ځکه اوس مونږ نه شو تلی او که هلته لاړو نو مونږ به څه کوو هلته هيڅ نشته".

هغه زياته کړه، "هلته مونږ په افغانستان کې کار نه شو کولی او که لاړ هم شو نو بيا يې هم نه شو کولی ځکه چې زمونږ هر څه دلته دي او درېيم ملک ته روان يو".

د جنوری په 29مه د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ ترسره شوې يوې اعلا کچې غونډې وروسته بېلابيلو وزارتونو او مرکزي ادارو ته لېږل شوې اعلاميه کې امر شوی په لومړي پړاو کې دې زيړ يا اې سي سي کارډ لرونکي افغانان د اسلام اباد او پېنډۍ نه وويستلی شي.

اعلاميه کې ويل شوي په دويم پړاو کې دې پي او ار کارډ لرونکي افغانان د 30م جون وروسته وويستلی شي او درېيم هيواد ته تلونکي افغانان دې د 31م مارچ پورې وويستلی شي.

په پېښور او نورو ښارونو کې مېشت افغان کډوال په اسلام اباد او پېنډۍ ښار کې د افغانانو په ضد روانو عملياتو اندېښمن کړي او وايي که په دې حال کې له پاکستانه وويستلی شو نو په افغانستان کې به ژوند څنګه تېروي.

په پېښور کې مېشت افغان کډوال انيس الرحمان وايي، "مونږ سره هم ويره ده او دې کارډونو په اساس دوی اوس د اسلام اباد او پېنډۍ نه خلک راوباسي نو څه پته لګي سبا اعلان وکړي چې پنجاب نه، بيا سیند او بيا يې پښتونخوا نه اوباسي".

هغه زياته کړه، "دا ويره مونږ سره هم ده او بله دا چې د دې کارډ هيڅ راتلونکی نشته او وخت ورکول کېږي په کې، خو دا وخت ډېر کم دی"،=،

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) هم څو ورځې وړاندې له پاکستانه د افغانانو د بې ځایه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه

شاه محمد هم په هغو افغان کډوالو کې شمارېږي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدوې وروسته درېيم هېواد ته تلو پلان لري.

وايي، "هغه (زما زوی) ناروغه وو او ما سره لاړو ډاکټر ته او ډاکټر نه يې دوايي راواخستله او ما ورته ووېل چې ته لاړ شه، سره د دوايۍ يې کېمپ ته بوتلو او تاڼې ته يې ونه لېږلو او هغه ځای نه يې افغانستان ته وشړلو او دا دوه ورځې کېږې هغه اوس په کابل کې دی".

هغه وويل، "اوس اقتصادي وضعيت د لاسه هغه مونږ نه شو راغوښتی او دلته يې يو اېن اېچ سي ار سره کېس درج دی نو مونږ مجبوره يو چې هغه راولو ځکه چې انټرويو يې ورکړې ده نو اوس هغه هلته دی او مونږ دلته يو".

د يو اېن اېچ سي ار شمېرې ښيي په پاکستان بېلابيلو ښارونو کې 13لکه پي او اړ کارډ لرونکي افغانان او 880,000 اې سي سي کارډ لرونکي ژوند کوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي وو، په پاکستان کې دا وخت 40,000 پورې داسې افغانان شته چې درېيم هېواد ته تلو په تمه دي او دې نه وړاندې د 2021م کال راهسې 80,000 پورې افغانان بهر هېوادونو ته تللي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

تورخم دروازې پرانستو دپاره کېدونکې جرګه د ځنډ ښکار شوې، پوله لا هم تړلې پرته ده
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 3:18 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG