د افغانستان او د پاکستان تاجران وايي دواړه ملکونه دې د دوه اړخیزه تجارت په اړه فېصلې عملي کړي د پاکستان او افغانستان سوداګرو غوښتنه کړې چې په کابل کې چې د پاکستاني پلاوي او افغان طالبانو د دوه اړخیزه تجارت په اړه کومې مهمې فيصلې کړي هغه دې زر تر زره عملي کړی شي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
د مارچ په ۲۸مه پاکستان او د طالبانو حکومت د ټرانزټ او دوه اړخیز تجارت په اړه په کابل کې دوه ورځنۍ غوندې وروسته تړون لاسلیک کړئ وو او صلاح شوي وو چې د تجارت په لاره کې خنډونه به لرې کوي
څېړونکي: په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي څېړونکي وايي، په پاکستان کې د تېرو دوو کالو راهسې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو باندې وسلوال بریدونه زیات شوي او مخالف وسلوال جدیده وسله کاروي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
په تورخم او چمن لارو باندې تګ راتګ کونکي او کاروباري خلک سرټکوي چې پاکستاني چارواکي ترې درانه رشوتونه اخلي کاروباریان وايي، په غیر قانوني توګه د دغو رشوتونو د اخېستلو مخه دې ونیول شي ځکه دا د دواړو خواوو خلکو ته زیان رسوي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
په تورخم کې ځايي خورايکښو په تګ راتګ کې د ستونزو پرضد په لواړګي سيمه کې د تېرو لس ورځو راهیسې پرلت وهلی دوی تور لګوي چې په تورخم لاره باندې تلو راتلو کې ورته افغان طالبانو ستونزې جوړې کړي او په ازاده توګه کار کولو ته يې نه پرېږدي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې
د خېبرپښتونخوا د ځنګلونو او د موسمي بدلون د محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د بېلابېلو منصوبو په زریعه ځنګلونه رقبه د 20 فیصد نه تر 25 فیصد رسول شوې ده
په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي وروسته اندېښمن شوي چې د روانې جګړې له لاسه هغوی اغېزمن نه شي. دوی وايي، د تېرو دريو ورځو نه يې ويره هم زیاته شوې او دې خبرې فکرمند کړي چې داسې نه د هغوی وځورول شي تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
پېښور پوهنتون کې استاذانو او زده کونکو د ګرین یا شين پوهنتون په نامه يو مهم پېل کړی په کوم کې به چې په پوهنتون کې په زرګونو بوټي لګول کېږي
د خېبر ضلعې په لواړګي سيمه کې د فبرورۍ په ۱۸مه د پښتو ژبې وتلي او نامتو شاعر امير حمزه خان شينواري ۳۰م تلين لمانځل شوی دغه دستوره د خېبرپښتو ادبي جرګې له اړخه راجوړه کړای شوې وه چې په کې د پښتونخوا بېلابېلو سيمو ترڅنګ د افغانستان نه هم شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړی وو.
د پاکستان مرکزي بېنک څو ورځې وړاندې ويلي د 2023 کال په وروستیو شپږو مياشتو کې پاکستان نه افغانستان ته صادرات ښه شوي دي
په پېښور کې يوې غېردولتي ادارې په قبايلي سيمو کې له خپلو حقونو څخه د ښځو د خبرولو لپاره یو روزنیز پروګرام ترسره کړی په دغه پروګرام کې برخه اخېستونکي وايي د تربيت ترلاسه کولو نه پس به هغوئ هڅې کوي چې په خپلو سيمو کې د امن، ورورولۍ او د جينکو د نورو ستونزو په هکله په خلکو کې پوهه خپره کړي.
څېړونکي: د جنرل عاصم منير په دوه ورځې وړاندې خبرو کې څه نوي نشته او د تېر وخت په څېر يې دا ځل هم د خرابې امنيت وضعې پړه پر افغانستان اچولې. دوئ وايي د داسې څوکۍ له اړخ نه داسې بيانونو ورکول هم ګاونډي هېوادونه ځان نه نور لرې کوي او هم د يو جنګي ماحول جوړولو هڅه شوې ده.
نور کتل