لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې د امن جرګې مشران وایي سیمه کې د امن تړون عملي کول د انتظامیې ذمه واري ده


په کورمه کې د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د امن لوظنامې لاسليک کېدو وروسته د کورمې په انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر د ترسره شوي برید په اړه د جرګې غړي وايي د دغې پېښې ترسره کېدو سره د يادې لوظنامې د ځينې مادو يا نکتو سرغړونه شوې ده.

د جرګې غړي وايي د امن لوظنامه په سيمه کې عملي کول د انتظاميې کار دی.

د جرګې غړي علي جواد وي او اې ډیوه سره خبرو کې ویلي ،د جرګې غړو او بيا د سنيانو نزدې ۹۰ فيصده مشرانو په دې لوظنامه لاسلیکونه کړي دي نو دا لوظنامه يو رقم له عملي شوې ده .

په کورمه کې د امن پځای کولو لپاره د چهارشنبې په ورځ کوهاټ کې په حکومتي تابیا د راجوړې شوې لویې جرګې په مهال فریقینو د امن په یو تړون لاسلیکونه کړي وؤ چې له مخې یې دغه ناکراره قبایلي ضلعه کې په جګړو د بوختو قبیلو مشران په مستقله ډز بندۍ سلا شوي وؤ.

د يادې لوظنامې په پينځمه نکته يا شرط کې ويل شوي دواړه ډلې به د قام په سلا د اېپکس کميټی په غونډه کې د شوو پرېکړو په رڼا کې په پينځلسو ورځو کې دننه انتظامیې ته د وسلو سپارلو په اړوند يوه تګلاره ټاکي او که کوم فريق ۱۵ ورځو کې يوه تګلاره ونه ټاکله نو بيا به د اېپکس کميټې په فيصله عمل کېږي.

په دغه پرېکړه کې د مورچو په هکله ويل شوي، تر دې وروسته دبه په کورمه کې مورچې نه جوړول کيږي او وړاندې نه جوړي مورچې به په يوه مياشت کې دننه ړنګولی شي او که د مورچو ړنګولو وروسته کومه ډله د لښکر په شکل کې د بلې ډلې خلاف راوځي نو حکومت به دغه خلک ترهګر ګرځوي او په ضد به يې ګامونه اخلي.

د علي جواد په وینا" په دي امن تړون کې که پينځم نمبر نکته کې دويمه ماده وګورې په هغې کې یې ليکلي دي چې که په کوم ځای کې ډزې وشوې،ترهګري وشوه نو د هغې سيمې ټوله وسله به ضبط کولی شي، او د هغې سيمې په ضد به عمليات کېږي او د هغې ځای خلکو نه به يو کروړ روپی جرمانه هم اخستل کيږي"

دا په داسې حال کې ده چې د خالي په شپه ناوخته د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ راجوړه شوې یوه بېړنۍ غونډه کې د امن له تړون وروسته د سيمې خلک د لوظنامې د خلاف ورزی زمه وارګرځول شوي.

په غونډه کې ویل شوي چې د ډپټي کمشنر په قافله شوي برید کې ککړتنان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او د ترهګرو په ضد به کوټلی اقدام وکړل شي.

د دسمبر په څلورمه د کورمې په بګن سيمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې انتظامي مشر جاوید الله مسيد سره د اووه تنانو ژوبل شوي ؤ.

په ژوبل شوؤ کسانو کې درې د ایف سي او دوه د پوليس عسکر هم شامل وو.

د کورمې په بګن مندوري او پاړاچنار سيمه کې د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د لوظنامې لاسليک کېدو وروسته هم احتجاجي پرلتونه دوام لري.

د پرلت والو مشر حاجي کریم ډیوه سره خبرو کې ویلي "تر اوسه زمونږ زنانه په غرونو کې دي او په يو يو کور کې پينځه پينځه کورونه عزيزانو سره پراته يو"

هغه وایي د امن په ترسره شوې لوظنامه کې د بګن هيڅ ذکر نشته او ترڅو پورې چې د بګن خلک نه وي اباد شوي (په يوه مياشت کې دننه دننه) نو په پرلت بوخت دا خلک تر هغې پورې نه شي پاڅېدای او نه پاڅېږي.

د حکومت په منځګړيتوب د کورمې شيعه او سني مشرانو ترمنځ د امن لوظنامې په دويمه ماده کې ويل شوي حکومت به د سرکاري سرک باندې د يو کس يا ډېرو کسانو له خوا د خلاف ورزۍ په صورت کې سخت قدم اوچتوي

په پاړاچنار کې احتجاج کونکي وايي د لارې تړل کېدو د لاسه خلک د خوراکي شيانو، تېلو، ګېس او داويانو د کمي سره مخ شوي دي.

د پاړاچنار د تحصيل چيئرمين مزمل حسین ډیوه ته ویلي، د هغوي د احتجاجي پرلت مقصد هم دغه دی چې اعلا چارواکو او ټولو پاکستانيانو ته خپل مظلوميت وښایي اؤ ورته ووایي چې د يو عام تن ،ماشومانو او ښځو په دې کې هيڅ قصور نشته.

هغه وایي ډېر داسې خلک په کورمه کې شته چې هغوی دې روانو حالاتو سره هيڅ تړاؤ نه لري خو هغوی اغېزمن شوي "او زمونږ دغه پرلت به تر هغې پورې روان وي ترڅو پورې چې لاره نه وي خلاصه شوې او خلک پرې خوندي نه وي"

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټرسېف د جنورۍ په پينځمه په يو خبري بيان کې ويلي په کورمه کې د امنيتي اندېښنو له کبله يې د خوراکي شيانو د ډکو ګاډو کاروان په ټل سيمه کې معطل کړی او وايي چې څنګه لاره خلاصه شي نو بيا به يې لېږي

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG