لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: وړمبی صدر یم چې خپل ځای ناست ته په افغانستان کې جنګ نه پرېږدم


بایډن د سټېټ ډپارټمنټ غونډې ته د خپل حکومت د سفارتي کامیابو ذکر کولو
بایډن د سټېټ ډپارټمنټ غونډې ته د خپل حکومت د سفارتي کامیابو ذکر کولو

د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ په سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې د سفارتکارانو، د خپلې کابېنې او د کانګرس غړو یوې غونډې ته وویل هغه وړمبی صدر دی چې خپل جانشین یا ځای ناستي ته په افغانستان کې جنګ په وراثت کې نه پرېږدي.

بایډن د سټېټ ډپارټمنټ غونډې ته د خپل حکومت د سفارتي کامیابو ذکر کولو.

د بایډن د حکومت مېعاد د جنورۍ په ۲۰ نېټه سر ته رسېږي. په دغه تاریخ به د بایډن جانشین ډانلډ ترمپ د صدارت سوګند پورته کوي.

deewa
deewa

په نړیواله کچه د خپل حکومت د سفارتي کوښښونو د ذکر په لړ کې بایډن د افغانستان په اړه وویل په هېواد کې یې جنګ د ختمولو او د امریکايي ځواکونو د ستنولو فېصله وکړه.

بایډن وویل القاعده بیا د افغانستان څخه خطر نه شي جوړېدلی.

هغه په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې جنګ د ختمولو د فېصلې یې دفاع وکړه او ویې وېل دا ښه فېصله وه.

صدر جو بایډن په خپل وینا کې وویل چې د خپل څلور کلنې دورې په موده کې یې د امریکا اتحاد مضبوط کړی او د واک په دوران یې د امریکا مخالفین کمزوري شوي دي. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې شوي وینا کې ښاغلي بایډن په نړۍ کې روانو شخړو باوجود د خپلې انتظامیې د بهرنۍ تګلارو دفاع وکړه.

د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ته د واک سپارلو یوه اونۍ وړاندې وینا کې په یوکرین د روس 2022م کال برید او په مینځني ختیځ کې د اسرایل جګړو کې د خپلې انتظامیې ملاتړ په ګوته کړ

بایډن وویل چې امریکا "په ټوله نړۍ کې سیالي ګټي" او چين به په اقتصادي توګه د امریکا نه مخکې لاړ نشي لکه څنګه چې اټکل کیږي. هغه وویل چې روس او ایران د امریکا نیغ په نیغه مداخلې پرته د جګړو له امله کمزوري شوي دي.

بایډن وویل: "د څلورو کلونو مخکې په پرتله، امریکا مضبوطه ده، زمونږ اتحادیان پیاوړي دي، زمونږ مخالفین او حریفان کمزوري دي." صدر بایډن زیاته کړه چې "مونږ جګړې ته نه یو تللي چې دا شیان ترسره کړو."

په داسې حال کې چې په یوکرین او منځني ختیځ کې جګړې دوام لري، چارواکي هیله لري چې د جنورۍ په شلمه له سپینې ماڼۍ څخه د بایډن د وتلو مخکې د اسرایل او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ به یوه لوظنامه وشي.

بایډن وویل چې مذاکرات کوونکي یوې لوظنامې ته نږدې شوي چې د مخې به یې په غزه کې د حماس لخوا یرغمل شوي کسان خوشې شي او د فلسطین په سیمه کې به جګړه ودروي څو بشري مرستې ورسول شي.

بایډن وویل: " دومره بې ګناه خلک ووژل شول، دومره ټولنې تباه شوې. د فلسطین خلک د امن مستحق دي".

په بایډن د غزې د عملیاتو په مهال اسرایل ته د وسلو او سفارتي ملاتړ ورکولو له امله له د تنقید سره مخ شو کله چې حماس د 2023م کال د اکتوبر په 7 نیټه په جنوبي اسرایل حمله وکړه ، د اسرایل د شمېرو ترمخې ، 1,200 کسان ووژل شول او د 250 نه ډیر یرغمل شول.

د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی دی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د 46,500 نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

د بحیره روم په ساحل د غزه په پراخه کچه سیمې تباه کړی شوي دي، سیمه په انساني بحران کې مبتلا شوې ده او د علاقې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت کې د تقریر په وخت د دغه وزارت مخې ته احتجاج کوونکي هم ولاړ وو او ځینو "جنګي مجرم" نښې یې هم لاسونو کې نیولي وې.

بایډن وویل چې هغه اسرایل سره په غزه کې حماس ته او په لبنان کې حزب الله ته ماتې ورکولو کې مرسته کړې ده، چې دغه دواړه د ایران لخوا ملاتړ کیږي. د امریکا صدر په 2024 کال کې په اسرایل د ایران د دوو حملو په مهال د واشنګټن ملاتړ هم وستایلو.

د امریکا صدر بایډن د شام د بشارالاسد د حکومت د ړنګیدو په یادولو سره زیاته کړه: "هرچا ویلي، ایران د لسیزو په مقابله کې کمزوری دی." هغه زیاته کړه "په دې کې شک نشته چې زمونږ فعالیتونو د پام وړ رول لوبولی دی."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG