د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا صوبې په ټانک او خېبر ضلعه کې یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان اته وسله وال یې وژلي دي. پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارجو په نوم يادوي.
پوځ ويلي، دغه عمليات یې په 12مه او 13مه جنورۍ کړي دي.
پوځ له دې وړاندې په 11مه جنورۍ شمالي وزيرستان کې د نهه وسله والو وژلو ويلي وو.
پوځ د ټانک او خېبر د عملياتو په اړه خبر نن په 14مه جنورۍ ورکړی دی.
پوځي بيان کې ویل شوي، ټانک کې د ترهګرو د موجودګۍ خبر وو، پوځ هلته عمليات کړي او شپږ خوارج یې وژلي دي.
پوځ ويلي، د خېبر په تيرا کې یې نښته شوې، دوه وسله وال یې هلته وژلي دي.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
دا تازه عمليات په داسې وخت کې شوي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پرون په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي دي. هغه ويلي، "د پولو دننه او بهر مو د ترهګرو ډلو عملياتي وړتياوې په کاميابۍ سره راکمې کړي دي. ځواکونو مو د ترهګرو مهم کمانډران وژلي دي".
د پاکستان پوځ ويلي، جنرل عاصم منیر ته د پېښور په سفر کې په امنيت او فتنه الخوارج ضد عملياتو او ترهګرۍ د مخنيوي په اړه احوال وړاندې کړل شوی دی. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.
د پوځ مشر ويلي، د ترهګرو بنیادي ډهانچه ختم کړل شوې پټنځايونه یې بې اثره کړل شوي او د دغه لارې ښکاره پيغام ورکړل شوی چې زمونږ په خاوره د ترهګرو هیڅ ځای نشته، دا جګړه به جاري او منتطقي انجام ته به رسولی شي.
د پاکستان پوځ بلوچستان کې هم د ترهګرو د وژلو دعوه کړې، چې بلوچستان صوبه کې یې عمليات کړي، 27 وسله وال یې وژلي دي. پوځ ويلي د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د استخباراتو په بنياد دغه عمليات شوي دي.
پوځ ويلي، دغه عملیات په 12مه جنورۍ د کچې په ضلعه کې ترسره شوي دي.
په اسلام اباد کې د څېړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې ويلي، په کال 2024م کې پاکستان کې د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سره په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوې وې.
Forum