په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د ډپټي کمشنر په قافله وسله والو برید کړی چې پکې ډپټي کمشنر جاوید الله مسید اؤ دوه د ایف سي ځواک عسکر سخت ژوبل شوي دي.
د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف د دې برید پخلی کړی اؤ وایي په ډپټي کمشنر باندې د کورمې په بګن سیمه کې ناپېژندلو شرخوښو ډزې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا صوبې ګونر فیصل کریم کنډي په دې پېښه افسوس ښکاره کړی اؤ دا یې د صوبایي حکومت نااهلي بللې ده.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د خالي د ورځې په سهار د ډپټي کمشنر قافله له بګن سیمې څخه تېرېدله چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
د پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف پخپل یو لنډ بیان کې ویلي چې په برید کې ډپټي کمشنر جاوید الله مسید ژوبل شوی اؤ هغه په ژوبل حالت کې د علیزۍ سیمې روغتون ته رسول شوی دی.
د علیزۍ روغتون سرچینو د ژوبل ډپټي کمشنر حالت د اندېښنې وړ بللی اؤ د صوبایي حکومت ویاند ویلې چې د هیلي کاپټر له لارې د جاوید الله مسید پېښور ته د انتقالولو هڅې روانې دي.
د سیمې څخه سرچینو ډیوه ته ویلي چې په ډزو کې د ډپټي کمشنر جاوېد الله مسيد تر څنګ دوه نور د ایف سي عسکر هم ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د کورمې د پېښې په اړه په خپل يو تازه بيان کې ويلي په دې بريد کې د ککړو تنانو په ضد به کټلي ګامونه پورته کړل کېږي او د چارواکو نه يې د دغه بريد رپورټ غوښتی دی.
هغه خپل يو بيان کې ويلي چې دا بريد د حکومت له خوا په کورمه کې د امن په ځای کولو د هڅو شنډولو يو کوشش ؤ او دا به هيڅکله کامياب نه شي .
هغه ويلي ورانکاري په کورمه کې د امن وضعيت ښه کېدل نه غواړي.
د کورمې په انتظامي مشر دا برید په داسې حال کې شوی چې د جنوری په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړې دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر پرون د جنورۍ په دريمه نیټه خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې نن د جنورۍ په څلورمه نېټه به په ټل۔پاړاچنار لاره باندې قافلې تګ راتګ کوي او په دې کې به څه 80 ؤ پورې ګاډي شامل وي.
د کورمې په ډپټي کمشنر د شوي برید ذمه واري لا په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو سرچینې وایي چې له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړې دي.
د خېبر پښتونخوا صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي پخپل یو بیان کې د ډپټي کمشنر په قافله شوي برید باندې افسوس ښکاره کړی اؤ دا یې دا یې د صوبایي حکومت نا اهلي بللې ده.
ګورنر پخپل بیان کې د ژوبل کمشنر اؤ عسکرو د روغ صحت لپاره دعا هم غوښتې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.
Forum