د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ ومنله، " زمونږ د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، خو تاييد او ترديد یې ونه کړو، چې پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې يا یې اهداف په نخښه کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزیر امیر خان متقي ویلي، "د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار کړی دی". هغه ويلي، پاکستان دا هیڅ توره نه ده کړې، باید د شوروي يرغل نه عبرت واخلي.
په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په 26م دسمبر اوونيزه خبري غونډه کې وويل، د پاکستان دپاره سفارتي اړيکو کې افغانستان تل په سر کې پاتې شوی دی، تجارت او اړیکې یې د ايجنډې په سر کې دي.
هغې وویل، "زمونږ د افغانستان سره په پوله ځينې پېښې شوي دي"، خو په دغه اړه یې نور تفصيل ونه ويلو، چې دغه پېښې کله شوي دي.
بلوڅ په افغانستان کې دننه د ترهګرو په موجودګۍ د پاکستان د اندېښنې خبره تکرار کړه، چې پاکستان په دغه اړه د افغان چارواکو سره خبرې کوو.
خو بلوڅ په افغانستان کې دننه د پاکستان د هوايي بريدونو نه خو تردید او نه تاييد وکړو.
نن په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم د خپل دفاع وزير امير خان متقي يو ويډيو بيان خپور کړی چې پکې نوموړي ویلي،
"پرون نا بله ورځ د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار ورکړو، د پاکستان واکمنو ته پيغام ورکوو چې، ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه، زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم، دا هیڅ توره نه ده چې تاسو ماشومان، ښځې او سپين ږيري شهيدان کړه او کورونه دې پرې ړنګ کړل، دا کوم شجاعت او ميړانه نه ده".
هغه وويل، "په دغو وزیرستانیانو تاسو لس کاله مخکې په وزيرستان کې کورونه ړنګ کړل، په ټوله نړۍ کې د مهاجرينو قوانين شته، دا ډېره لويه بې انصافي ده، او که دوی افغانستان ته په ټيټ او سپک نظر ګوري، نو يو وار دې د شوروي اتحاد د واکمنو سره مشوره وکړي، يو وار دې د امریکې او نېټو انجام هم وګوري".
متقي د پاکستان د دفاع خواجه اصف باندې نيوکې کړي چې په محمود غزنوي نه دی خبر. هغه وویل "بايد چاته اجازه ور نه کړو چې دا دوه وروڼه هيوادونو د نورو د فرمايشتاتو ښکار کړي".
هغه وویل، "افغانان نه د چا نېکي او بدي هيروي، د پاکستان احسانات نه هېرو خو ننی يرغل هم نه هېروو".
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وويل، د ټولې دنيا په سياسي اصولو کې داسې نه دي شوي چې يو پلاوی دې د خبرو دپاره وليږي او ته د شا دې خوا پسې ته طیارې والوځوې بمباري پسې وکړې، دا د خپل هيت سپکاوی دی.
د طالبانو په وينا، پاکستان په افغانستان کې هوايي بريدونه په داسې وخت کې کړي چې په 24م دسمبر د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني سره لیدلي، او دواړو خواو په ستونزو خبرې کړې وې.
پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په کابل کې د پاکستان نګران سفیر خارجه وزرات ته رابلل شوی وو او د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سیمه کې "ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله ورته د خپل شدید احتجاج لیک" ورکړی شو.
د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان حافظ ضیا احمد په اېکس یو بیان کې ويلي، "پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې مسوولیته کړنې حتما عواقب لري."
Forum