د پاکستان پوځ ویلي دي چې ځواکونه یې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او بنو کې له تندلارو سره په وسله واله نښتو کې ښکېل شوي او دیارلس (۱۳) وسله وال یې وژلي دي. پوځ د خپل د یو مېجر افسر د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د پوځ د بیان ترمخه، عسکرو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا جلا نښتو کې یوولس (۱۱) تندلاري وژلي، او دوه نور تندلاري بیا په بنو کې د امنیتي ځواکونو په یوه چاپه کې وژل شوي دي.
په هغو علاقو کې د دغسې پېښو او د وژل شوو کسانو د تعداد او پېژندګلو په اړه د آزادو خبریالانو لخوا تصدیق نشي کېدلی.
د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې د محمد اویس په نوم د دوی یو مېجر افسر په شمالي وزیرستان کې د وسله والې نښتې پر مهال وژل شوی.
شمالي وزیرستان پخوا د تحریک طالبان پاکستان مرکز ګڼل کېده. تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، چې د پاکستان حکومت یې فتنه الخوارج بلي، په دې وروستیو کې په پاکستاني ځواکونو بریدونه سېوا کړي دي. داسې انګېرنې شته چې په کال ۲۰۲۱ کې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو او واک اختیار ته د افغان طالبانو د رسېدو وروسته، د ټي ټي پي ډلې حوصله زیاته شوې او په پاکستان کې دننه یې حملو ته زور ورکړی دی.
د دې رپوټ معلومات له اې پي خبري ادارې اخېستل شوي
Forum