لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا افغانستان کې واکمن طالبان توان لري چې د پاکستان د هوايي بریدونو ځواب ورکړي؟


پاکستان او افغانستان کې څيړونکي وايي، دا امکان شته چې افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان د هوايي بريدونو ځواب اووايي، که څه هم افغانستان د وړاندې څخه په پوځي توګه کمزوری کړل شوی، او قوي ملي پوځ نه لري.

په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.

د طالبانو د دفاع وزیر امیر خان متقي پرون ویلي، "د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار کړی دی". هغه ويلي، پاکستان دا هیڅ توره نه ده کړې، باید پاکستان د شوروي يرغل نه عبرت واخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ هم پرون منلې چې، د پاکستان "د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، خو تاييد او ترديد یې ونه کړو، چې پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې يا یې اهداف په نخښه کړي دي.

دا چې افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، دغه بريد به بې ځوابه نه پرېږدي، څيړونکي وايي، امکان شته چې طالبان د پاکستان ضد کارروايي وکړي، خو دا به هغه شان نه وي څنګه چې پاکستان کړې وه، ځکه افغانستان هغه ډول قوي ملي اردو نه لري.

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، د طالبانو لخوا د انتقام او غچ ويل شوي دي، دغو بيانونو ته په کتو ښکاري چې طالبان به څه نا څه کوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، بل په طالبانو به کورنی فشار هم وي، خو دوی به څه ډول عملیات کوي، دا ویل به د وخت نه وړاندې وي.

نوموړي زياته کړه، د طالبانو د وزيرانو د بيانونو نه معلوميږي چې په زړه کې خو څه لري، او څه نا څه توان هم لري.

د افغانستان د سياسي چارو څيړونکی احمد خان اندړ وايي، طالبان په افغانستان کې ډېر قوي دي خو طالبان هوايي ځواک، او لرې ويشتونکي توغندي نه لري، خو لکه د تېر په شان به دوی د ډېورنډ په پوستو حملې وکړي.

نوموړي اندړ وي او اې ډیوه سره خبرو کې وويل، طالبانو نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد نه کاريږي، خو طالبان کولی شي چې د پاکستان د دغه ډول بريدونو په مقابل کې په پاکستان کې پښتانه او بلوڅان چې د پاکستان خلاف په سړه جګړه کې دي، طالبان د دوی سره همکاري وکړي، نو پاکستان به نور په لړزه شي.

خو د اندړ په خبره، طالبان بايد د پاکستان او نورو ګاونډيو سره ښې اړیکې لري، جګړه او دښمنۍ دواړو خواو ته تاوان اړوي، ځینې ستونزې بايد د خبرو اترو لارې حل شي.

څيړونکی خبریال حقنواز خان وايي، که حالاتو ته وکتل شي، اول به دا کتل وي چې افغانستان کولی شي هم که نه چې پاکستان ته ځواب اووايي، ځکه پاکستان د پوځ په ميدان کې يو مکمل، منظمه قوت لري نو روايتي جګړه کې به افغانستان ته ګرانه وي چې د هغوی مخه ونيسي يا مقابله وکړي.

خو نوموړي وويل، وړاندې چې کله د پاکستان لخوا په افغانستان کې برید شوی دی، بیا په پوله تاو تريخوالی سېوا شوی دی، لارې بندې شوي او تجارت باندې اثر شوی دی.

حقنواز خان زياته کړه، يو بل څيز هم ښکاري لکه پخوا چې به پاکستان د امریکې او اتحادي پوځونو سره مرسته هم کوله او د ډرون برید وروسته به پاکستان د غندنې بيان جاري کړو نور به څه ونه شو، نو کله کله دغې لور ته هم شک لاړ شي چې د افغانستان د وزيرانو بيانونه راغلل، ځکه د پاکستان ځانګړی استاز د بريد په وخت هم په افغانستان کې موجود وو او وروسته هم موجود وو، نو د تاو تريخوالي لومړی اثر خو دغلته پکار وو چې دغه خبرې بندې شوی وی.

د نوموړي په خبره، طالبان به د افغان ولس اطمينان ترلاسه کوي، د ټي ټي پي د پراکسي کارولو خطره هم شته. خو د پاکستان په رنګ ځواب به ونه کړی خو په پوله تاوتريخوالی سېوا کېدل امکان لري.

د افغانستان د سياسي چارو کار پوه توريالی ځاځی وايي، دا ټولې استخباراتي جګړې دي، په تېرو شلو کالو جمهوريت کې هم د پاکستان لخوا په کونړ، پکتيا او نورستان کې راکټونه ولګېدل چا یې ځواب ونه ويلو.

نوموړی وايي، افغانستان د نړۍ او ګاونډي هيوادونو د سياسي اهدافو قرباني شوی دی، هغه وخت چې په افغانستان کې ملي نظامونه حاکم وو، هغه وخت پاکستان، ايران يا نورو ګاونډيانو د افغانستان ضد منفي عمل نه شو ترسره کولی.

هغه وويل، دوی پوهېدل چې افغانستان يوه قومي ملي اردو لرله، خو هغه چې ملي اردو چې د خاورو سره سمه شوله، پاکستان کې د روزل شوو جهاديانو په لاس ړنګه شوله، ټوله ملي اردو ځمکني، هوايي ځواکونه د مينځه لاړه، افغانستان ناتوانه او ضعيفه کړل شو، د دې لپاره، چرته چې استخباراتي جګړې کيږي هلته اول نظامي اډې د مينځه وړل کيږي.

او په روس کې د افغانستان پخوانی سفارتکار غوث جانباز وايي، دا د افغانستان اوسني حاکمانو کار دی چې څه کوي، خو د افغانستان ملت د ځواب حق لري چې د افغانستان په خاوره د هر يرغل متقابل ځواب ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG