لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ازربایجان او امریکا چارواکي‌ وایي کېدای شي د مسافرو الوتکه د روس په ډزو لوېدلې وي


د امریکا یوه چارواکي هم د جمعې په ورځ وویل، کېدای شي د روس د هوايي دفاع سیسټم روانه اوونۍ د ازربایجان الوتکه ویشتلې او را غورځولې وي. تر دې وړاندې د ازربایجان یوه وزیر هم د کارپوهانو د پلټنو او د ژوندي پاته شویو کسانو د معلوماتو په حواله دا خبره کړې وه.

د ازربایجان د ټرانسپورټ د وزیر رشاد نبیېف او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جان کربي د جمعې د ورځې اټکلونه د هوابازۍ د هغو بهرنیو کارپوهانو د ارزونې په بنیاد وې چې د روس د هوايي دفاع سیسټم یې د الوتکې د لوېدو ذمه وار ګڼلی او وایي ماسکو غوښتل د اوکراین برید ته جواب ورکړي.

دغو څرګندونو په روس باندې فشارونه زیات کړي، ځکه چې چارواکو ویلي په سیمه کې د ازربایجان اېرلاین الوتکه په داسې وخت غورځېدلې چې په دغه سیمه کې د ډرون الوتکې برید هم روان وو.

جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته د ازربایجان د الوتکې د لوېدو په اړه د روانو تحقیقاتو په حواله له تفصیل ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل، امریکا "ځینې ابتدايي نخښې لیدلې دي چې یقیناً به دا امکان ولري چې دا الوتکه د روس د هوایي دفاع سیسټم راغورځولې وي".

د ازربایجان د ډیجیټل پراختیا او ټرانسپورټ وزیر رشاد نبییف د ازربایجان رسنیو ته وویل، د عیني شاهدانو غوندې "د کارپوهانو لومړنۍ نتیجې [د الوتکې د لوېدو] بهرنۍ اغیزې په ګوته کوي"، خو وایي "په پلټنو کې دا معلومه شي چې په بريد کې څه ډول وسله کارول شوې ده".

د الوتکې هغو مسافرو او عملې چې له پېښې ژوندي پاته شوي دي د ازربایجان رسنیو ته ویلي، کله چې د دوی الوتکه د ګروزني ښار په شاوخوا کې ګرځېده دوی یې په سر باندې په زوره ږغونه واورېدل.

د الوتنې د عملې یوې غړې ایادان رحیمي وویل، له یو شور او زوږ وروسته د اکسیجن ماسک په خپله خلاص شو. هغې وویل چې کله خپل یو همکار ذولفقار اسدوف ته د لومړنۍ مرستې ورکولو لپاره لاړه په دې وخت کې یې بیل اواز واورېد.

د ازربایجان اېرلاینز الوتکه د چارشنبې- شورو په ورځ د ازربایجان له سرښار باکو څخه د روس د چچنیا جمهوریت ګروزني ښار ته روانه وه، چې د نامعلومو وجوهاتو له کبله یې لوری بدل کړ او د کېسپېن سمندر ته څېرمه د قزاقستان په اکتاو ښار کې تر کښېناستو مخکې ولوېده.

په الوتکه کې له عملې سره ټول 67 کسان سپاره وو، چې په هغوی کې 38 تنه مړه شوي‌ او 29 ټپیان دي. په ټپیانو کې ځینو کسانو د الوتکې د لوېدو په اړه چارواکو ته معلومات ورکړي دي.

دا الوتکه له اکتاو ښاره شاوخوا درې کیلومیټره لرې لوېدلې ده. پر ټولنیزو رسنیو د پېښې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له راغورځېدې وروسته په الوتکه کې چاودنه کیږي او د اور لمبې ترې پورته کیږي.

ازربایجان د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر دې پیښه ماتم وکړ، په ټول هېواد کې بیرغونه نیم ځوړند وو او غرمه له قربانیانو سره د غمرازۍ په خاطر د یوې شیبې لپاره چوپتیا غوره شوې وه.

د ازربایجان صدر الهام علییف د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې اړه فکر کول چې د الوتکې د غورځېدو سبب څه وو دا به تر وخت وړاندې خبره وي خو هغه وویل کېدای شي خرابې هوا الوتکه له خپل پلان شوي لوري ګرځېدو ته مجبوره کړې وي. هغه وویل:

"ماته راکړل شوي معلومات دا دي چې الوتکې د هوا د خرابوالي له امله د باکو او ګروزني تر منځ لاره بدله کړه او د اکتاو هوایي ډګر په لور روانه شوه او هلته د کښته کیدو پر مهال ولوېده".

د روس د سیول هوابازۍ ادارې «روزاویتسیا» وړاندې ویلي وو، لومړني معلومات ښيي چې الوتکه له مرغیو سره له ټکر کېدو وروسته بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوې او د اکتاو پر لور خوځېدلې ده.

خو د د روس د دې ادارې مشر دیمیتري یادروف د جمعې په ورځ وویل، په ګروزني کې د اوکرایني ډرونونو برید روان وو، له همدې کبله ددې الوتکې لوری د اوکتاو ښار په لور بدل شوی او هلته رالوېدلې ده.

یادروف د ازربایجان د ټرانسپورټ د وزیر او د هوابازۍ د یو شمېر هغو بهرنیو کارپوهانو په اړه څه ونه ویل، چې وايي کېدای شي دا الوتکه په اوکرایني ډرونونو باندې د روس د دفاعي ځواکونو په ډزو راغوځېدلې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG