لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: وسله والو سره نښته کې د اېف سي څلور عسکر وژل شوي، پينځه ژوبل


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعه کې د ملېشې اېف سي ځواک او وسله والو ترمنځ نښته کې څلور عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د سيمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډيوه ته وویل، پرون په 27م دسمبر مازيګر ناوخته امنیتي ځواکونو (اېف سي سکاوټ) د سلارزو تاڼې په حدودو کې د وسله والو ضد عمليات کول او نښته شوې ده.

سرچینې تاييد کړه، د وسله والو سره نښته د ماسخوتن ناوختې پورې روانه وه، نښته کې څلور د اېف سي عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

پوځ يا د اېف سي چارواکو په رسمي توګه مرګ ژوبلې نه دي تاييد کړي.

د نښتې په اړه کومې ډلې هم تراوسه څه نه دي ويلي.

خو باجوړ کې له دې وړاندې وخت په وخت امنیتي ځواکونو سره نښتو او چاودنو زياتې زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان او د ځینو زمه وارۍ داعش هم منلي دي.

په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وروستي ترهګر د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

د پاکستان د پوځ وياند پرون ويلي، سږ کال تراوسه پورې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو 59,775 عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون 925 وسله وال وژل شوي، او دا په تيرو پينځو کلونو کې تر ټولو غټه شمېره ده.

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري مطبوعاتي غونډه کې دغه شمېرې وړاندې کړې او وی یې ويل، هره ورځ د 169 نه زیات عمليات کيږي، او مهمې کامیابۍ ترلاسه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG