لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتو کې د مرګ ژوبلې متضادې دعوې شوې


د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ د ډیورنډ په کرښه د شنبې- خالي د ورځې جګړه ودرېدلې ده خو د دواړو خواوو سرچېنو په دغو نښتو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو متضادې دعوې کړې دي.

د افغانستان یو سیمه ییز راډیو دې نښتو کې د نولسو پاکستاني عسکرو د وژل کېدو دعوه کړې ده اؤ د پاکستان امنیتي سرچینې وایي چې ۱۵ د ټي ټي پي اؤ افغان طالبانو وسله وال یې وژلي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

پخپله د افغان طالبانو حکومت اؤ د پاکستان پوځ لا ددې دعوؤ تصدیق یا تردید نه دی کړی.

دا نښتې وروسته له هغې شوي چې د سه شنبې یا نهې په ورځ د پاکستان الوتکو د افغانستان د ختیځ ولایت پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري وکړه اؤ په دغه بمبارۍ کې یې د یو شمیر کسانو د وژنې رپورټونه مخې ته راغلل چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې په دغه عملیاتو کې یې د ټي ټي پي ځالې په نښه کړي اؤ د هغوي یو شمیر مهم وسله وال کمانډران یې وژلي خو افغان طالبانو بیا ویلي چې د پاکستان لخوا شوې بمبارۍ کې د وزیرستان نه ورغلي کډوال وژل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوي، چې له امله یې ۴۶ تنه وژل شوي دي

د خالي یا شنبې په ورځ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې، د ډریورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان لوري ته یې انتقامي بریدونه کړي اؤ د شرخوښو ځالې یې په نښه کړې دي.

د حریت په نوم د افغانستان یوې سیمه ییزې راډیو دعوه کړې ده چې د افغان طالبانو په بریدونو کې د پاکستان ۱۹ عسکر وژل شوي اؤ اوس جګړه ولاړه ده.

خو د حریت راډیو دا دعوه نه خو افغان طالبانو اؤ نه هم ازادو سرچینو تایید کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم د امنیتي سرچنیو له قوله ویلي چې د خالي یا شنبې به ورځ د ټي ټي پي وسله والو اؤ افغان طالبانو د ډیورنډ په کرښه د پاکستان امنیتي پوستو باندې ډزې کړي خو وایي پاکستاني ځواکونو ددې ډزو کلک ځواب ورکړی دی.

د ډان رپورټ کې د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله دعوه شوې ده چې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې تر ۱۵ؤ زیات د ټي ټي پي اؤ افغان طالبانو وسله وال وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

سرچینو ویلي د افغان طالبانو په ډزو کې یې د پاکستان یوازې درې عسکر ژوبل شوي خو وي او اې اشنا بیا خپل رپورټ کې د پاکستان د یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي چې په ډزو کې د پاکستان د ایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی اؤ اووه نور ژوبل شوي دي

له دې وړاندې په افغانستان کې طلوع نيوز نن سهار څه کم لس بجې خبر ورکړی وو، چې په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت سرچينو ورته ویلي، خوست او پکتيا کې په پوله د افغانستان او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښته شوې ده.

خبر کې پاکستان او افغان لوري ته د مرګ ژوبلو اوښتو دعوه هم شوې او ويل شوي، د پاکستان د لوري د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې مرمۍ ويشتل شوې ده.

په ټولنيزو رسنيو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کورمې او شمالي وزيرستان په پولو د نښتو خبر ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل "باوري" رپورټونه يې ترلاسه کړي دي چې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي حملو کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي".

یوناما په سوشل میډیا خپور کړی شوي بیان کې وویل "نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پر مهال د نظامي او ملکي کسانو د توپیر ترڅنګ باید د اړتیا وړ مخنیونکي اقداماتو څخه کار واخلي ترڅو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي".

د طالبانو د دفاع وزیر امیر خان متقي دغو بريدونو په غبرګون کې ویلي وو، "د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار کړی دی". هغه ويلي، پاکستان دا هیڅ توره نه ده کړې، باید پاکستان د شوروي يرغل نه عبرت واخلي.

د پاکستان اؤ افغان طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې په دې وروستیو کې سختې تاوجنې شوې دي.

پاکستان دعوه کوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفه وسله والو یا ټي ټي پي ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې ورانکاري کوي خو افغان طالب چارواکي دا تورونه ردوي اؤ وایي د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کارول کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG