لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز جنوبي وزيرستان: د اعظم ورسک بازار کې چاودنه وشوه، مرګ ژوبله یې اړولې


د خېبرپښتونخوا کوز جنوبي وزيرستان کې په اعظم ورسک بازار کې چاودنه وشوه، د ابتدايي معلوماتو ترمخه، چاودنه کې يو تن وژل شوی، او شپږ نور ژوبل شوي دي.

تېره شپه ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو. نن په بنو کې هم د پوليسو په يو موبايل ګاډي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ اهلکار ژوبل شوي دي.

کوز جنوبي وزیرستان

د اعظم ورسک پوليس تاڼې چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، چاودېدونکي بارودي مواد په موټر سايکل کې اېښودل شوي او د اعظم ورسک بازار په خوله کې چاودنه شوې ده.

دا چاودنه په داسې وخت کې شوې، چې پرون په جنوبي وزيرستان کې غټه جرګه شوې، جرګې په سيمه کې د پوځي عملياتو مخالفت کړی او ويلي یې دي څوک به علاقه نه پرېږدي، او په علاقه کې یې د ناامنۍ د پېښو غندنه کړې ده.

جنوبي وزيرستان کې په 21م دسمبر د مکين په ليټه سر امنیتي چيک پوسته وسله وال برید شوی، د اېف سي ځواک 16 عسکر پکې وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

له دغې وروسته ځايي خلکو ويلي، دوی ته د علاقې پرېښودو ويل شوي او ځای په ځای د وسله والو ضد د عملياتو هم ويل شوي وو.

پوځ دعوه کړې، په مختلفو سيمو کې د وسله والو ضد ترسره شوو عملياتو کې 31 وسله وال وژل شوي وو.

ډېره اسماعيل خان

تېره شپه په ډېره اسماعيل خان کې د درابڼ په پوليس چيک پوسته وسله وال برید شوی، دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي دغه بريد غندلی دی.

بنو

تازه په بنو کې د پوليس موبايل ګاډي سره نزدې چاودنه شوې، چې پکې د شپږو پوليسو اهلکارو د ژوبلېدو خبر دی.

د بنو پوليس وايي، ژوبل اهلکار د بنو ضلعي روغتون ته وړل شوي او په علاقه کې د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي

پاکستان کې په کال 2024م کې ترهګرې پېښې، وسله وال بريدونه سېوا شوي، 1612 ملکي وګړي او امنيتي عسکر پکې وژل شوي، چې پکې د امنیتي عسکرو شمېره 685 ښودل شوې ده.

په اسلام اباد کې د څيړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې پرون په 30م دسمبر کال 2024م کې د شوو پېښو په اړه خپور کړي کاليز رپورټ کې ويلي، د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

پرون د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) ويلي، په 2024م کال کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د خېبرپښتونخوا 149 پوليس وژل شوي او 232 ژوبل شوي دي.

سي ټي ډي ويلي، د پوليس او امنيتي ادارو سره په مقابلو کې د فتنه الخوارج (تحريک طالبان پاکستان) 270 ترهګر وژل شوي او 802 نيول شوي دي.

سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي دي.

ويل شوي، په 685 امنیتي عسکرو کې (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي دي. او دا د کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.

سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي دي، له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG