د بنو د لوی هسپتال، اېم ټي ايي، ترجمان نعمان خان وي او ای ډیوه د نهه کسانو د وژل کېدو او د ۲۰ کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو. هغه وویل وژل شوي او زخمیان د ښځو او ماشومانو په شمول ټول ملکي خلک دي
د امنيتي چارواکو په وينا، دا بريدونه د ګل، دوشنبې، د شپې په تياره کې ترسره شوي چې وسلوالو په کې درنې وسلې او راکټ لانچرونه کارولي. د بريدونو پر مهال د ډزو سخته ډزو تبادله شوې ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشران وايي، د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوی دا غورځنګ په وروستيو کې یو ځل بیا د ریاستي ادارو د سخت فشار لاندې دی. دوی وايي د تېرو څو اوونیو راهیسې د غورځنګ پر فعالانو چاپې وهل کيږي او ګڼ شمېر غړي یې نيول شوي دي.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان پیپلز ګوند د ډېره اسماعیل خان ډویژن مشر او وتلی وکیل، قیضار خان میانخېل، نامالومو وسله والو سره د سرکاري ساتونکي او شخصي ملازم تښتولی دی.
په بنو کې یو ځل بیا عام ولس د ناامنۍ، هدفي وژنو، ترهګرۍ او پوځي عملیاتو پر ضد سړکونو ته راوتلی دی. مظاهره چیان وايي روانو حالاتو یې ژوند له سختو ستونځو سره مخ کړی، عام خلک وژل کېږي، نیول کېږي او کاروبارونه په ټپه درېدلي دي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د ولسي پاڅون په نوم د راجوړ شوي احتجاج غړی اؤ وکیل مرید حیات ډیوه ته ویلي"موږ ته ویل شوي وو چې زموږ ۱۶ غوښتنې منل شوي، خو تر اوسه پرې هېڅ عمل نه دی شوی. برعکس، زموږ د ‘ولسي پاڅون’ مهم غړی صمد لالا نیول شوی او ورباندې جعلي مقدمې جوړې شوې دي.
په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو بېلا بیلو پېښو کې د دوو کسانو وژل کېدو او اتو ژوبلېدو وروسته احتجاج پيل شوی، انتظامیه وايي د احتجاج کوونکو سره مذاکرات وشو او غوښتنې یې ورله ومنلې، او د هغې وروسته احتجاج ختم کړل شو.
د خېبر پښتونخوا ناکلاره قبایلي ضلعې کوز جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسلهوالو په دوه بېلا بیلو پېښو کې د کسټم محکمې دوه افسران، یو ډاکټر او د جنوبي وزیرستان چېمبر اف کامرس مشر تښتولی، د سیمې تاجرانو او مشرانو دا پېښې غندلي دي.
د پښتونخوا په کرک ضلع کې پرون د پولیسو پر چيک پوسټ د وسلوالو په حمله کې درې پولیس وژل شوي او شپږ ټپيان شوي دي. د پښتونخوا د پولیسو مشر وایي د ترهګرو په ضد به سخت اقدامات کوي خو څېړونکي وایي په دغو سیمو کې د حکومت اثر ډېر کم دی. نور حال د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د بنو بکا خېل کډوالو کېمپ کې مېشت د شمالي وزيرستان بې کوره اغېزمنو او حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې کامیابې شوې او انتظامیې لخوا د دوی غوښتنو منلو د باور وروسته احتجاجي پرلت ځنډول شوی دی، او د حکومتي چارواکو د ډاډ وروسته بنو، میرانشا سړک هم د هر ډول ټرېفک لپاره پرانستل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې په سویلي سیمو کې په تېرو 24 ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو پر ضد څلور بیلا بیل بریدونه شوي، د یو پوځي افسر مېجر په ګډون پکې پینځه سرتېري عسکر وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو یو پولیس اهلکار هم تښتولی دی.
په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته نښته کې د پاکستاني پوځ یو لوړ پوړي افسر په ګډون دوه عسکر او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان سيمو څلور پوليس، د بنو د وزير سب ډويژن چېرمن په ګډون اته تنه نامعلومه کسانو ته تښتولي دي.
د لکي مروت د ابا شهيد خېل قومي جرګې تېره ورځ حکومت ته سخت خبرداری ورکړی چې که د کبل خېل پروژې تښتول شوي کارمندان په درې ورځو کې خوشې نه کړل شو، نو د احتجاج سلسله به پيل کړي.
په کوز جنوبي وزیرستان کې احمدزي وزیرو د افغانستان او پاکستان تر منځ د انګور اډې د تجارتي لارې پرانستو اعلان کړی خو وایي لاره به یواځې د تجارت لپاره خلاصه وي او د دوی احتجاجي پرلت به هم هغه شان دوامداره وي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د افغانستان سره په پولې پرتې د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان د میرعلي اوسېدونکو د ناامنۍ له امله د علاقې څخه کډې کول پيل کړي دي.
نور کتل