لاس رسیدونکی لینک

 
بنو:په پولیس څوکۍ اؤ د حکومت پلوه کمانډر په مرکز د وسلوالو بریدونو کې دوه پولیس اؤ درې وسله وال وژل شوي
تازه خبر

بنو:په پولیس څوکۍ اؤ د حکومت پلوه کمانډر په مرکز د وسلوالو بریدونو کې دوه پولیس اؤ درې وسله وال وژل شوي


دخېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې په پولیس څوکۍ د وسله والو برید کې دوه پولیس وژل شوي اؤ د حکومت پلوه وسله والو د مشر قادر زمان غازي عرف قادرکی پر یو مرکز هم وسلوالو برید کړی چې پکې ددغه ډلې د مهم کمانډر فاتح په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د خالي - شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا آی جي د دفتر نه د خپور شوي بیان له مخې تېره شپه ناوخته وسله والو د د منډان تاڼې په حدودو کې په فتح خېل پولیس څوکۍ د سپکو اؤ اؤ درنو وسلو حمله کړې ده.

بیان کې ویل شوي چې د برید په مهال شوې نښته کې د رحیم الله اؤ ضیاء الله په نومونو دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ د پولیسو د کلک مقاومت په ځواب کې د ترهګرو برید پشا تمبول شوی دی.

تر دې یوه شپه وړاندې هم په یاده پولیس څوکۍ وسله والو د شپې تیاره کې برید کړی ؤؤ خو پولیسو دعوه کړې وه چې دغه برید یې په شا تمبولی ؤ.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په پولیسو د وسله والو بریدونه زیات چټک شوي اؤ د شورو اؤ زیارت په منځ شپه کې د کرک ضلعې په بهادر خېل پولیس څوکۍ د وسله والو لخوا شوي برید کې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.

د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید پخپل یو بیان کې ویلي چې د پښتونخوا پولیسو د امن له خاطره درنې قربانۍ ورکړې دي اؤ د ترهګرو مخې لکه د فولادو ولاړ دي.

هغه ویلي چې پولیس د ترهګرۍ پرضد کلک هوډ لري اؤ د ترهګرو ناوړه ارادې به په هر صورت شنډوي.

په عین حال کې حکومتي چارواکي وايي چې تېره شپه د بنو په وزیر سب ډویژن کې د شپې پرمهال نیزدې تر ۳۰ پورې نامعلومو کسانو د حکومت پلوه وسله والو د مشر قادر زمان غازي عرف قادرکی پر یو مرکز هم برید کړی.

سرچینې وایي چې وسله والو د حکومت پلوه کمانډر په مرکز برید کې سپکې اؤ درنې وسلې کارولي اؤ په دغه برید کې د یادې ډلې د مهم کمانډر فاتح په ګډون ۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

ازادو سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زیاته ده.

‎امنیتي سرچینې وايي، ټپیان په فوري توګه د بنو روغتون ته انتقال شوي دي. او په علاقه کې د لټون عملیات روان دي.

‎کمانډر فاتح د حکومت پلو وسله والې قادر زمان ډلې یو مهم کماندان ګڼل کېده، چې د ډلې لپاره یې مالياتي چارې یې پر مخ وړلې.

‎ځېنې سرچینې وایي چې په دې برید کې د ډلې مشر کمانډر قادر زمان غازي خوندي پاتې شوی، خو ځینې نور یې د ژوبلېدو دعوه کوي.

‎سرکاري سرچینو ویلي چې برید د حافظ ګل بهادر ډلې لخوا شوی، خو د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته.

‎کمانډر قادر زمان غازي د پاکستان د حکومت او په ځانګړي ډول د پوځ نیزدې پلوي ګڼل کېږي. هغه په دوام داره توګه په ټولنیزو رسنیو بنو او شا وخوا سیمو کې د وسله وال د فعالیتونو ویډیو ګانې خپروي چې پکې د وسله والو ترڅنګ د ناامنۍ پرضد مبارزه کوونکو خلکو ته ګواښونو کیږي.

‎د بنو خلک سیمه کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونو ته سخت غبرګون څرګندوي او په وار وار یې د دوی پر ضد احتجاجونه هم کړي دي.

دوي تور پوري کوي چې دغلته وسله وال دفترونه لري چې د ځایي خلکو ژوند یې ستونزمن کړی دی .

‎ د جولایۍ په ۱۹مه د بنو خلکو د وسله‌والو ډلو پر ضد پراخه لاریون کړی وو چې د احتجاج پرمهال د امنیتي ځواکونو لخوا پر مظاهره‌چیانو ډزې هم شوې وې.

‎د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو تن وژل شو او ۲۲ کسان ژوبل شوي وؤ چې له هغې وروسته، خلکو د احتجاجي پرلت اعلان کړی ؤ او غوښتنه یې کوله چې بنو ضلع ه دې له هر ډول وسله‌والو ډلو پاک کړل شي.

تېر کال د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور د ناامنۍ په ضد د راپورته شوؤ مظاهرینو منځ ته ورغلی ؤ اؤ هغوي ته یې ډاډ ورکړی ؤ چې په صوبه کې به د امینتي ځواکونو پرته نورې ټوپک مارې ډلې ونه زغمل شي.

‎که څه هم د حکومت لخوا وخت په وخت د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو ژمنې شوي، خو مقامي خلک وايي چې دد غو وسله والو ډلو تر شا د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ولاړې دي او د دوی په ملاتړ وسله وال فعالیتونه ترسره کوي.

‎ د دوی په وینا، د وسله‌والو پر ضد اقدامات نه‌ دي شوي، بلکې د بنو مظاهره‌چیان جېلونو ته اچول شوي او د دوی پر مشرانو مقدمې درج شوې دي خو پوځ بیا په بیلابیلو وختونو کې دا تورونه رد کړي دي چې ګنې د پردې تر شا د وسله والو ډلو ملاتړ کوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG