لاس رسیدونکی لینک

 
د ماشوم د وژنې وروسته د بکاخېل کډوالو په څلورمه ورځ احتجاج ځنډولی
تازه خبر

د ماشوم د وژنې وروسته د بکاخېل کډوالو په څلورمه ورځ احتجاج ځنډولی


د بنو بکاخېل کې د وزيرستاني کډوالو احتجاجي پرلت
د بنو بکاخېل کې د وزيرستاني کډوالو احتجاجي پرلت

د بنو بکا خېل کډوالو کېمپ کې مېشت د شمالي وزيرستان بې کوره اغېزمنو او حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې کامیابې شوې او انتظامیې لخوا د دوی غوښتنو منلو د باور وروسته احتجاجي پرلت ځنډول شوی دی، او د حکومتي چارواکو د ډاډ وروسته بنو، میرانشا سړک هم د هر ډول ټرېفک لپاره پرانستل شوی دی.

‎پرون د بنو او شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي او پوځيان احتجاجي پرلت ته ورغلي، او د متاثرينو ټولې غوښتنې یې منلې دي.

د میرانشا اسسټنټ کمشنر خالد عمران تایید کړه چې د تړون له مخې به په پېښه کې تورنو اهلکارو پرضد د سي ټي ډي ترهګرۍ قانون لاندې مقدمه درج شي، د شهید کورنۍ ته به معاوضه ورکول کېږي او په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کېږي.

‎بنو یکاخېل کډوالو کېمپ مخې ته د شمالي وزیرستان څخه بې کوره کډوالو دا احتجاجي پرلت څلور ورځې مخکې د جنورۍ په اخري نېټه وروسته له هغې پيل کړی وو، کله چې د مظاهرچیانو په وینا د امنیتي ځواکونو په ډزو په کېمپ کې مېشت یو تنکی ماشوم ووژل شو او بل ژوبل شوی وو.

‎د ماشوم کورنۍ، د کېمپ اوسيدونکو او د اتمانزو جرګې مشران د انصاف غوښتلو لپاره کېمپ مخې ته بنو میرانشاه سړک تړلی وو او احتجاجي ناسته کې د وژل شوي ماشوم مړی ایښودل شوی او د غوښتنو منلو پورې یې د مړي نه ښخولو ويلي وو.

د اتمانزو جرګې غړی ملک اصل مير وايي، کلونه کیږي جنګ ور په غاړه دی چې پکې وزیرستان په وینو سور دی، هره ورځ چې را پورته کیږي یا د پوځ یا د نامالوم لخوا د وزسرستانیانو وینه یې بهيولې وي.

هغه وويل، "دا کډوال د پوځ تر ساتنې لاندې وو او مونږ غوښتنه دا وه چې دا خلک دې وګوري چې دا ماشوم څومره لوی ترهګر وو".

‎بکا خېل کېمپ: د 11 کلونو کړاوونه

‎د بنو بکاخېل کې د وزيرستاني کډوالو دپاره کېمپ په 2014 کې د شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو ضرب عضب له کبله د بې‌کوره شويو متاثرينو لپاره جوړ شوی وو.

‎که څه هم پوځ ادعا کوي چې عمليات بريالي وو او سيمه يې له ترهګرو پاکه کړې، خو تر اوسه زرګونه کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوې نه‌ دي او د بکا خېل کېمپ کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

‎د کېمپ يو اوسېدونکي وهّاب وويل، دوى ته نه پر وخت مالي مرستې رسېږي، نه روغتيايي او تعليمي اسانتياوې شته، او اوس د ناامنۍ له سختو حالاتو سره هم مخ دي.

‎د ده په وینا، د سخت امنیتي نظارت (نګرانۍ) باوجود د کېمپ حالات ورځ تر بلې خرابېږي او وروستۍ پېښې د متاثرينو غوسه لا زياته کړه.

‎د متاثرينو د ستنېدو نامعلوم راتلونکی

‎د حکومتي شمېرو له مخې، تر 23,000 پورې کورنۍ لا هم رسمي بې‌کوره دي، چې حکومت ورته د مياشت هرې کورنۍ ته 20,000 روپۍ مالي مرسته ورکوي، خو غېر رسمي بې‌کوره کورنۍ لا هم ډېري دي.

‎حکومت اعلان کړی وو، د متاثرينو د ستنېدو لپاره به یو منظم پلان جوړوي، خو تر اوسه زرګونه کورنۍ خپلو سيمو ته نه‌دي ستنې شوې او د نامعلوم راتلونکي انتظار کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG