د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میران شاه، سپلګې او ټل سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر دریو پوستو وسلوالو بریدونه کړي چې په کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۱ ژوبل شوي دي. امنیتي ځواکونو په جوابي عملیاتو کې د شپږو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده.
د تحريک طالبان پاکستان ډلې د دې بريدونو مسؤوليت منلی او ادعا یې کړې چې امنیتي ځواکونو ته یې “درنه مرګژوبله” اړولې.
د امنيتي چارواکو په وينا، دا بريدونه د ګل، دوشنبې، د شپې په تياره کې ترسره شوي چې وسلوالو په کې درنې وسلې او راکټ لانچرونه کارولي. د بريدونو پر مهال د ډزو سخته ډزو تبادله شوې ده.
د دوی په وینا امنیتي ځواکونو سمدستي د وسله والو برید چټک ځواب کړی چې د وسله والو برید په شاه تمبولی
امنیتي چارواکو د ډزو په تبادله کې د شپږو وسله والو د وژلو ادعا یې کړې.
د چارواکو په قول د سيمې امنیت لپاره د امنيتي ځواکونو عملیات لا هم دوام لري.
امنیتي چارواکي وايي د جګړې پر مهال درې پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي، چې د سیمې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د ترهګرو بریدونو کچه لوړه شوې. د مارچ په لومړۍ نېټه هم په شمالي وزيرستان کې پر يو پوځي کاروان ځانمرګی بريد شوی و چې دوه پوځیان په کې ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شوي وو.
تر دې مهال د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو د دې حملې په اړه رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې، خو سرچينې وايي چې په سيمه کې عمليات نور هم چټک شوي دي.
Forum