د لکي مروت د ابا شهيد خېل قومي جرګې تېره ورځ حکومت ته سخت خبرداری ورکړی چې که د کبل خېل پروژې تښتول شوي کارمندان په درې ورځو کې خوشې نه کړل شو، نو د احتجاج سلسله به پيل کړي.
د جرګې مشر عنایت الرحمان وويل، دوی په پرلهپسې ډول له حکومته غوښتنه کوي چې د تښتول شوو کسانو خوشي کولو لپاره خپلې هڅې تېزې کړي، خو تر اوسه په حکومتي کچه کوم توند ګامونه نه ليدل کيږي.
هغه وویل د وسله والو تښتونکو غوښتنې مخې ته راغلې او انتظامیه د ځنډ نه کار اخلي.
وي او اې ډيوه د لکي مروت انتظاميې او پوليسو سره د تماس هڅه کړې، خو هيڅ ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی، خو په دې ورستیو کې د چارواکو په وينا، د تښتول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه شوې او زر به پاتې کسان هم راخوشي کړل شي.
د جنورۍ په نهمه، وسلهوالو د کبل خېل سیمه کې د پاکستان اېټامک انرجۍ پروژې ۱۷ خصوصي کارمندان د يو ډراېور په ګډون نامالومه کسانو تښتولي، تر اوسه یې اته خوشي شوي، خو پاتې کسان لا هم د تښتونکو سره دي.
د د دوی د تښتولو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې او په دې اړه په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيوګانې کې، تښتول شوو کارمندانو له حکومته غوښتنه کړې چې د تښتونکو غوښتنې ومني او د دوی د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
په همدې حال کې، تېره ورځ د لکي مروت د انټرمنټ سنټر څخه ۲۳ کسان خوشې کړل شوي چې د ترهګرۍ په پېښو کې نيول شوي وو.
چارواکو وويل، دوی په مستقل ډول د ترهګرۍ پېښو کې ککړ نه وو او هيڅ مقدمه پرې درج نه وه، خو د ترهګرو سره د اړیکو او مرستو په تور نیول شوي وو.
د پاکستان د پوځ یو افسر بريګيډییر علي ویلي، دغو کسانو ته په انټرمنټ سنټرو کې د ساتل کېدو په وخت مهارتونه او روزنه ورکړل شوه چې د عامو وګړو په څېر ژوند وکړي.
د جرګې مشران وايي چې که د تښتول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه شول، نو د پنجاب میانوالي ته غځېدلی د ګېس نلليکه يا پايپ به پرې کړي، د کبل خېل پروژې دروازه به وتړي، او د پوليو ضد کمپاین به پرېږدي.
د تښتول شوو کسانو خپلوانو او د جرګې مشرانو د ډپټي کمشنر ذيشان عبدالله سره هم کتلي او د هغوی د خوشې کولو لپاره د هڅو تېزولو غوښتنه یې کړې ده.
د عوامي نېشنل ګوند د ضلعې جنرل سيکرټري لطیف الله خان وویل د دوی نور زغم ختم شوی او که په دې وخت کې دا کسان مالوم نه کړل نو بیا به احتجاجي لړۍ پیل کوي او په سختو ګامونو اخستو به مجبوره وي.
Forum