لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي وزيرستان: وسله والو سره نښته کې د پاکستاني پوځ يو افسر او عسکر وژل شوي
تازه خبر

شمالي وزيرستان: وسله والو سره نښته کې د پاکستاني پوځ يو افسر او عسکر وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته نښته کې د پاکستاني پوځ یو لوړ پوړي افسر په ګډون دوه عسکر او څلور وسله وال وژل شوي دي.

‎د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعه شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته نښته کې د یو لوړ پوړي افسر په ګډون دوه پاکستاني پوځیان شوي او درې نور ژوبل دي. چارواکي ادعا کوي چې نښته کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

‎د سیمې نه امنیتي چارواکو ویلي دا نښته د د میر علي تحصیل په خدي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد د عملیاتو پر مهال شوې ده.

‎د امنیتي سرچینو له مخې، امنیتي ځواکونو ته په خدي سیمه کې د وسله والو کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو چې د ناامنۍ پلان جوړوي.

‎د دوی په وینا کله چې امنیتي ځواکونو د میرعلي تحصیل خدي سیمې ته ورسېدل، وسله والو پرې ناڅاپي ناتاره ډزې پیل کړې، چې پایله کې یې سخته نښته پیل شوه.

پوځ ويلي، د 29مې او 30مې جنورۍ په مينځنۍ شپه کې شوې نښته کې د پاکستاني پوځ افسر یو لوړ پوړی افسر 29 کلن مېجر حمزه او 26 کلن سپاهي نعیم وژل شوي، او درې نور پوځیان ژوبل شوي، او درملنې لپاره بنو سیمې کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي، د عملیاتو پر مهال د څلور وسلوال د وژل کېدو کره مالوت ترلاسه شوي دي.

د دوی په وینا نښته کې دوه نور وسله وال نیول شوي دي، چې پکې یو ځان مرګي برید کونکی او یو د وسله والو مرسته کونکی دی.

‎د ځايي سرچینو له مخې، د دغه پېښې زمه واري د حافظ ګل بهادر ډلې منلې ده. د سوشل ميډیا له لارې یې دعوه کړې ده.

‎ځايي اوسېدونکي وايي، د جګړې وروسته په سیمه کې د وضعیت خرابېدو وېره پیدا شوې ده. امنیتي ځواکونو د میرعلي په بیلا بیلو سیمو کې د لټون عملیات سخت کړي دي، او د اضافي پوځیانو ځای پر ځای کولو عمل هم روان دی.

د وژل شوو پاکستاني پوځیانو جنازې د شمالي وزیرستان په یوه پوځي کمپ کې شوې، چې پکې د پوځ لوړپوړو افسرانو ګډون وکړو.

په سیمه کې د پاکستان د پوځ یو لوړپوړي افسر جی او سي میجر جنرال عادل افتخار د جنازې پر مهال هغوی ته د عقیدت پیرزونې وړاندې کړې او ویلي یې دي، دوی د زړورتیا او مېړانې سره د دښمن مقابله کړېې او خپل ژوند یې د خپل وطن لپاره قرباني کړی دی.

‎د پوځ یوه بل افسر چې نه یې غوښتل خپل نوم څرګند کړي هغه وویل، چې مېجر حمزه اسرار د پنجاب د راولپنډي د روات، توپ مانکیاله سیمې اوسېدونکی وو. هغه یوازې یو میاشت وړاندې واده کړی وو، او د وزیرستان په سیمه کې یې د زده کړې د ودې لپاره هڅې کولې.

هغه ويلي، نوموړي د ځايي ماشومانو لپاره تعلیمي پروژې پیل کړې وې، او هڅه یې کوله چې د سیمې راتلونکی نسل روښانه شي.

‎د دې تازه نښتې تر څنګ، پوځ په روانه یوه اوونۍ کې د خېبرپښتونخوا لکي مروت، کرک، بنو او خېبر سیمو کې د ۳۳ وسلوالو د وژلو ادعاوې کړي دي.

‎دا پېښې په داسې حال کې شوې چې ۱۱ کاله وړاندې په سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پېښې بیا زیاتې شوې دي.

ځايي خلک د امنیتي وضعیت د ښه کېدو تمه لري، خو په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پېښو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG