لاس رسیدونکی لینک

 
‎بنو کې د نامنۍ پرضد زرګونو خلکو ولسي پاڅون کړی
تازه خبر

‎بنو کې د نامنۍ پرضد زرګونو خلکو ولسي پاڅون کړی


په بنو کې د جمعې په ورځ راجوړه شوې احتجاجي مظاهره کې د ټولنیزو او سیاسي تنظیمونو استازو، عام وګړو او سوداګرو ګډون درلود
په بنو کې د جمعې په ورځ راجوړه شوې احتجاجي مظاهره کې د ټولنیزو او سیاسي تنظیمونو استازو، عام وګړو او سوداګرو ګډون درلود

په بنو کې یو ځل بیا عام ولس د ناامنۍ ، هدفي وژنو، ترهګرۍ او پوځي عملیاتو پر ضد سړکونو ته راوتلی دی.

مظاهره چیان وايي چې د روانو حالاتو له امله د دوی ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی، عام خلک وژل کېږي، نیول کېږي، او کاروبارونه په ټپه ودرول شوي دي.

‎په بنو کې د جمعې په ورځ راجوړه شوې احتجاجي مظاهره کې د ټولنیزو او سیاسي تنظیمونو استازو، عام وګړو او سوداګرو ګډون درلود.

مظاهره چیانو ادعا کوله چې په دې وروستیو میاشتو کې ترهګري او هدفي بریدونه زیات شوي، او له بلې خوا امنیتي ځواکونه عام خلک نیسي او ځوروي.

ځايي مشر احتجاجي غونډې ته خپله وینا کې ویلي"دا حالات موږ ته د منلو نه دي. هره ورځ بې ګناه خلک وژل کېږي، او بیا ورپسې د عامو خلکو نیونې دوام لري. موږ مجبوره شو چې خپل غږ پورته کړو، نور دا ظلم نشو زغملی"

‎د پاکستان پوځ له ۲۰۰۳ کال راهیسې د ترهګرۍ پر ضد عملیات کوي، او تېر کال د "عزم استحکام"په نوم د نوؤ پوځي عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

د پوځ په وینا، په دې عملیاتو کې سلګونه بریدکونکي وژل شوي، خو رپورټونه ښیي چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۵ امنیتي عسکر هم وژل شوي دي.

د ترهګرۍ دا تازه پېښې وزیرستان، کورمه، خیبر او ډیره اسماعیل خان کې شوې دي.

په دې وروستیو کې وخت په وخت د ناامنۍ د روانې لړۍ په ضد له سوات نه تر وزیرستانه لویې ولسي غونډې شوې دي چې پکې د امنیت د ټینګښت غوښتنې شوي.

د بنو یو دوکاندار پیر نور محمد وي او اې ډیوه ته وایي "په تېرو دوو کلونو کې زموږ کاروبارونه بلکل تباه شوي دي. نه امن شته، نه سوداګري، او نه هم موږ ته د ژوند کولو کومه لاره پاتې ده"

‎د بنو خلکو تر دې وړاندې هم په جولای کې د ناامنۍ پر ضد یو ستر احتجاجي پرلت کړی ؤ. د احتجاج ګډونوالو غوښتنه کړې وه چې سیمه دې له هر ډول ترهګرۍ پاکه کړل شي، که هغه د "ښه" ترهګرو په نوم وي که د "بدو" ترهګرو په نوم. خو اوس مظاهره چیان شکایت کوي چې د دوی غوښتنې تر اوسه نه دي عملي شوي.

د ولسي پاڅون په نوم د راجوړ شوي احتجاج غړی اؤ وکیل مرید حیات ډیوه ته ویلي"موږ ته ویل شوي وو چې زموږ ۱۶ غوښتنې منل شوي، خو تر اوسه پرې هېڅ عمل نه دی شوی. برعکس، زموږ د ‘ولسي پاڅون’ مهم غړی صمد لالا نیول شوی او ورباندې جعلي مقدمې جوړې شوې دي."

‎مظاهره چیانو خبرداری ورکړی چې که غوښتنې یې و نه منل شي، نو د راتلونکو مظاهرو شدت به نور هم زیات کړي.

بل لور ته، مرکزي او صوبایي حکومت ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به تر هغې روانه وي، څو چې دا ناامني له بېخه ختمه شوې نه وي.

د پاکستان پوځ بیا بیا ویلي په عملیاتو کې مهمې لاسته راوړنې شوي او داسې هېڅ سیمه نشته چې د حکومت واک پکې نه وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG