په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو بېلا بیلو پېښو کې د دوو کسانو وژل کېدو او اتو ژوبلېدو وروسته احتجاج پيل شوی، انتظامیه وايي د احتجاج کوونکو سره مذاکرات وشو او غوښتنې یې ورله ومنلې، او د هغې وروسته احتجاج ختم کړل شو.
په تېرو درېو ورځو کې د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل او سرا روغه شرکۍ د ډزو او يو کور باندې د ډرون پېښې شوې وې.
لدها کې په ډزو کې يو ورور وژل شوی او بل ټپي شوی وو، کورنۍ یې او ځايي خلکو د ډزو تور په پوځ لګولی وو، خو پوځ تراوسه په دغې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
او د سرا روغه شرکۍ کې ځايي خلکو ويلي، په يو کور ډرون شوی، يو تن پکې وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي وو. د دغه پېښې تور هم په امنیتي ځواکونو لګول شوی وو.
دوه ورځې وړاندې بیا د لدها تحصيل د پېښې پرضد احتجاج پيل شوی او بیا دغه جسد کوټکي ته راوړل شوی، او هلته بيا احتجاج پيل شوی وو.
ياد احتجاج د دواړو پېښو پرضد پيل کړل شوی وو.
پولیسو دواړه پېښې تاييد کړي، خو وایي چې پلټنې روانې دي او لا هم دا نه شي ویلی چې دا پېښې څنګه شوې ده. پوځ او انتظامیې تراوسه پورې د دغو پېښو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د جنوبي وزيرستان پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي، هغه او انتظامیې د پوځ او احتجاج ترمنځ خبرې وکړې، احتجاج کوونکو ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړل او احتجاج بيا ختم کړل شو.
له دغو پېښو وروسته جنوبي وزیرستان او ورسره جوختې ټانک ضلعې کې د موبایل سروس ځنډول شوی چې له امله یې د خلکو ورځني کارونه اغېزمن شوي دي.
احتجاج کوونکو د حکومت او امنیتي ادارو ته څلور غوښتنې وړاندې کړي دي چې، ژوبل علیم الله دې خوشې شي. دویمه غوښتنه یې کړې چې د دغو پېښو مقدمه دې په سیمه کې د پوځي افسرانو پرضد درج شي.
درېمه غوښتنه یې کړي، چې د پوځ له لوري وژل شوي کسان ترهګر یاد شوي، خو د مظاهره کوونکو په وینا هغوی عام خلک وو. او دوی دې بې ګناه وګرځول شي.
څلورمه غوښتنه یې کړې، د عملیاتو په پلمه دې عام خلک نه ځورول کیږي.
د سرویکي تحصیل منتخب چیرمېن شاه فیصل د احتجاج ملاتړ کړی او ویلي یې دي دا لومړی ځل نه دی. تېره میاشت هم همدا رنګه پېښه تکرار شوه، پوځ له جرګې بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې بیا به داسې نه کېږي، خو بیا هم هماغه کار وشو.
د احتجاج پر مهال ویناوالو د ریاست پر پالیسو نیوکې وکړې. د مظاهره کوونکو یو مشر مولوي منصور وویل ریاستونه هغه وخت کامیاب وي چې خلک یې خوشحاله وي، نه دا چې د خپلو خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي. د خلکو نور زغم ختم شوی دی تر خپلې وروستۍ سلګۍ به احتجاج کوي.
د پوځ له لوري په دغې اړه لا تر اوسه رسمي بیان نه دې خپور شوی. خو د امنیتي ادارې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وړاندې وي او اې ډیوه ته ويلي وو، "دوی د خلکو د مرګ په ژوبلې خواشیني ده. پلټنې روانې دي چې دا پېښې څنګه شوي دي".
نوموړي دا هم ويلي وو، چې د سیمې حالات خراب شوي او پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. د هغه په وینا، پوځ یواځې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات کوي او د ځان دفاع ته اړ کېږي.
د جنوبي وزیرستان په دې سیمو کې په 2009م کال کې د راه نجات په نوم پراخه پوځي عملیات شوي وو. د عملیاتو پای ته رسېدو وروسته چارواکو وویل چې سیمه له ترهګرۍ پاکه شوې، خو اوسېدونکي وایي چې حالات اوس هم سم نه دي او خلک د وېرې او اندېښنې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
Forum